هغه خبرې چې هوښیار انسانان یې چا ته نه کوي / لومړۍ برخه

(دا انصاف نه دی)

انصاف غوښتل ښه خبره ده، خو دا خبره کول په دې معنی هم ده چې تاسې ځان قرباني ګڼئ. داسې خبره به تاسې خلکو ته ګیله منانسان معرفي کړي چې خپل مسوولیت نه شئ اخیستی.

(ستړی ښکارې)

دا جمله د انسان اتومات منفي ځواب ته اړباسي او تاسې خلکو ته داسې احساس ورکوئ چې له مخ او څهرې دې د ستونزو اندازهکېږي، په دې حالت کې انسان مثبت ځواب نه شي درکولای، د دې پر ځای داسې پوښتنه وکړئ چې: ژوند څنګه دی؟ کارونه څنګه دي؟

(مخکې مې هم درته ویلي وو)

تاسې به مخکې هم ویلي وو، خو ضرور ن ده چې هغه به اوس هم د چا یاد وي. دا یو ډول غوسه ښيي چې ته مجبور یې یو ځل بیا خپلهخبره چاته تکراروې. یا درته په تکرار ځان ټیټ ښکارېږي.

(ته هر وختته هېڅکله…)

کله چې چاته دا خبره کوئ، نو په اصل کې هغه کس ملامتوئ. حقیقت دا دی چې انسان تل یو ډول نه وي او نه تل زموږ او ستاسې خبرهسمه او پر حقه وي.

(ښه چانس)

دا خبره به د ښه نیت څرګندونه کوي، خو په د معنی هم ده چې د مقابل لوري د کار پایله د هغه په وس او واک کې نه دي. د دې پر ځایورته ووایئ چې: په تا باور لرمته یې کولای شېستا له وسه ده.

(ما پورې اړه نه لري)

که څوک درنه یوه پوښتنه کوي، نو ستاسې له لوري به ورته دا تر ټولو بد ځواب وي. دا ځواب په دې معنی دی چې ته د هغه کس د پوښتنېاو ستونزې هېڅ په کیسه کې نه یې. که دې سم ځواب نه شو ورکولای، ورته ووایه چې زه په دې برخه کې نه پوهېږم یا درسره مرسته نه شمکولای.

  1. نور بیا
دا هم ولولئ:   د فکر بڼه

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*