مورنۍ ژبه / لقمان لایق

ليکنه: لقمان لايق

په دنيا کې دا خبره منل سوې ده چې د ژبو تر منځ کله هم جګړې او تنازعات نه سي پيدا کېدای. يوه ژبه د بلې ژبې طاقت وي هغه په ډېرسخاوت او فياضي سره يوې او بلې ژبې ته خپل الفاظ ورکوي لهجې ورکوي او معنويتونه ورکوي. چيرې چې هم د ژبو تر منځ ستونزېموجودې وي لا خو د هغوی د حکمرانانو د غلطو پاليسيو او مداخلت له وجې وي لا د رياستونو له وجې وي چې د ژبو تر منځ تفريقات پيداکوي او د هغوی منځنۍ جګړې ته هوا ورکوي.

موږ چې کله د خپلې مورنۍ ژبې خبره کوو د‌ دې مطلب هيڅ کله هم دا نه دی چې موږ د بلې ژبې خلاف يو هغوی هم زموږ د وطن ژبې ديد‌ دې خطې ژبې دي موږ پښتانه له هغوی سره هم دغومره مينه لرو څومره چې له خپلې ژبې سره لرو. د‌نن ورځې د لمانځلو دا مقصد نه دیچې موږ له بلې ژبې سره د منفي رويې خبره کوو لا د منفي تبليغاتو پرچار کوو. موږ که څه هم د پردۍ ژبې زده کولو ته کمال ويلی دی خودا خبره هم په جار کوو چې خپله ژبه نه زده کول بې کمالي ده. لکه يو شاعر وايي

پردۍ ژبې زده کول که لوی کمال دی

خپله ژبه هېرول بې کمالي ده

د ژبو په اړه دا خام خيالي هم موجوده ده چې ژبه يواځې د ابلاغ ذريعه‌ ده. د ژبپوهانو  له پلوه ژبه يواځې د ابلاغ ذريعه نه ده بلکې ژبهژوندی شای دی هغه پيدا‌ کيږي، غټيږي او له يوه ځايه بل ځای ته انتقاليږي. مثلآ که زه له يو چا سره ناست يم زموږ تر منځ هيڅ قسممکالمه نه وي بيا هم زموږ تر منځ ژبه په خپل ژوندي شکل کې موجوده وي. ژبه زموږ نن ده ژبه زموږ پرون وه او ژبه زموږ‌ د مستقبل لويهذريعه ده چې په هغه کې موږ نن او پرون خپل را روان نسل ته پرېږدو.

دا هم ولولئ:   ژوند يو خوب/ لنډه کیسه/ حيات بهير

موږ بايد له خپلې ژبې سره ظلم نه وکړو دا پر موږ د تېرو نسلونو امانت دی او موږ يې پکار دی هغسې سلامته خپل را روان نسل تهورسوو.

موږ چې تر څو د خپلې ژبې په اهميت ځان خبر کړی نه وي موږ نه سو کولای چې د خپلې ژبې قدر وکړو ځکه خو په سکولونو او اکېډميوکې پر مورنۍ ژبه ويلو باندې لوستونکو ته سزا ور کوي او لا جرمانې ورباندې لګوي تر څو له موږه خپله جنتي ژبه واخلي او پردۍ ژبه راباندي وتپي.

مورنۍ ژبه

دويمه برخه

دا وخت په دنيا کې تقريبا 194 رياستونه دي په هغوی کې لږ و زيات 19 رياسته داسې دي چې د‌هغوی نظامونه پر وفاقيت ولاړ دي له‌هغوی څخه يو پاکستان هم دی.

د وفاقيت د پاره تر ټولو بنيادي تقاضه دا ده چې په هغه کې به تنوع وي په انګرېزي کې چې diversity  ورته ويايي. په وفاقيت کې بهخامخا د قام،‌ ژبې، نسل، کلتور او لا د مذهب په حواله اختلاف او بېلوالی موجود وي که چيري وحدانيت وي هلته د يو وفاقي مملکت تصورکول هم نا ممکن دی.

دلته هر وخت دا ډنډورا وهل کيږي چېہم ایک قوم ہےدا‌ انتهایی سرسري، رياستي او محدوده بيانيه ده. پاکستان د قامونو مجموعه دهدلته يوه ژبه کله هم قامي ژبه نه سي کېدای البته د‌ هغوی تر منځ د رابطې ژبه يوه لا‌ دوې کېدای سي.

نو موږ بايد دا ومنو چې په پاکستان کې اردو او انګرېزي ژبې زموږ او د نورو قامونو تر منځ رابطې ژبې کېدای سي مګر اردو کله همزکوږ قامي ژبه نه سي کېدای.

دا هم ولولئ:   د یووېشتمې پېړۍ بریالۍ بازار موندنه!

په هندوستان کې 22 قامي ژبې دي. هندي د‌ هغوی قامي ژبه نه بلکه صرف د رياست ژبه ده state language چې ورته ويل کيږي.

که موږ سويزرلېنډ را واخلو 80 فيصده ابادي يې جرمن ده هلته قامي ژبه جرمنۍ نه ده بلکې څلور قامي ژبې دي. سپېن، بیلجیم،  کېنېډا،نايجېريا او نور هم داسې وفاقي رياستونه سته چې هغوی يوه نه دوې نه بلکې ډېرې قامي ژبې لري نو موږ هم دا حق لرو او مطالبه کووچې زموږ قامي ژبه‌ دي زموږ مورنۍ ژبه سي.

څوک چې اوس هم دا يقين لري چې يواځې اردو قامي ژبه ده هغه رياستي بيانيه پر مخ وړي له اردو سره به د يو ژبې تر حده زموږ تعلقاو مينه وي ځکه چې هغه هم د يوې مور او زموږ د خطې ژبه ده مګر هغه کله هم زموږ قامي ژبه نه وه نه ده او نه کېدای سي.

موږ په پاکستان کې مېشت پښتانه هم بايد خپله غلطي ومنو چې موږ پر حکومتي سطح باندې کله هم د خپلې ژبې د بقا د پاره سنجيده  او پاييداره هڅې نه دي کړي لکه څنګه چې پکار وې. د پاکستاني آئين د ارټيکل 251 مطابق هره صوبه خپله سرکاري ژبه معلومولای سي. له سندهانيو علاوه چې هغه ډېر اسناد او شناختي کارډ پخپله مورنۍ ژبه کې لري بل چا تر اوسه  نه‌ د عملي کړې.

ډېره د افسوس خبره ده چې ډېری پښتانه اوس هم د خوشحال خان خټک، کاظم خان شيدا، حمزه بابا، دروېش دراني له نامه سره ولدتيانه لري نه هغوی  پېژني نه د‌ هغوی شاعري لوستی سي او نه په پښتو ژبه ليک او لوست کوای سي.

دا هم ولولئ:   شــپــږم حـــس!

موږ ټول بايد له ننه دا‌ څوګند اخلو چې پښتو به لولو پښتو به ليکو او پښتو به پالو.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*