له ژونده مې دا زده کړل / رومیصه جیلاني

لیکواله: رومیصه جیلاني

Happy, rural Indian girl dancing in natural environment holding her green scarf (Dupatta) up in air at evening. She is wearing red, half sleeve tunic (Kurta). Green trees are in the background and some butterflies are flying in the surrounding. The image is shot in spring season.

له ژونده بی انتهاء څيزونه زده کولای شو؛ خو کله کله مو سترګې پرې پټې شي او د لیدلو توان یی نلرو.

له ژونده مې څه زده کړل؟

1:-له ژونده مې دا زده کړل چې (ژوند آزاد او ښایسته کېدای شي ،خو موږ لاره ورکه کړې ده) بې له شکه چې ژوند ډېر ښکلی دی، زموږد هېواد لوی سندرغاړي فرهاد دریا  وايي:” ای خلکو ښکلو خلکو مه نیسئ ژوندون ته ټوپک مه نیسئ”.

ژوند ډېر ښکلی دی؛ ځکه چې خالق یې ښکلی دی او هر څه يې په ډېر منظم ډول او ښکلي نظام جوړ کړي دي.

د الله پاک ټول مخلوقات ډېر ښکلي دي، ژوند ډېر ښکلی ده، هغه موده چې موږ یې په ښکلي ډول ووینو او زموږ لیدلوري ورته ښکلي شي. ژوند آزاد ده هر څوک په خپله خوښه ژوند کولای شي، خو کله کله له مونږ څخه لاره ورکه شي؛ دا ځکه چې مونږ کله کله د ماغزو پر ځای دزړه او احساساتو څخه کار اخلو څه چې سم وي هغه غلط وینو او څه چې غلط وي هغه سم وینو، خو که له حقیقت سترګي پټې نکړو پهریښتیا چې ژوند ښکلی دی.

2:-له ژونده مې دا زده کړل چې (که يواځې وخاندې هم پوه به شې، چی ژوند په کولو ارزي) په ژوند کې ډېرې لوړې او ژورې شته، ځينېوخت داسې حالت راځي، چی باید یواځې وخاندې او کوم درد چې په زړه کې لرې پټ یې کړې، ځينې وخت اړینه نده چې د ټولو سرهوخاندې کولای شې یواځې وخاندې، څه چې د خوشحاله کوي هغه کار وکړه، کوم خواړه د چې  خوښیږي هغه وخوره، کومې جامې د چېد خوښې دي هغه په تن کړه او کومه سندره د چې خوښیږي هغه واوره؛ کله د چې قدرت پیدا کړو او په دې پوه شوې چې ته کولای شېیواځې هم وخاندې، نو پوه شه چې ژوند په کولو ارزي.

دا هم ولولئ:   نيکمرغه هغه څوک دی چې قناعت ولري! / جلا سلطان

بې له شکه چې ژوند په کولو ارزی..!!!

3:-له ژونده مې دا زده کړل چې (نړۍ دومره پراخه ده چې ټول مخلوقات پکې ځایږي، نو ته د بل چا ځای مه نيسه؛ هڅه وکړه چې ځان تهخپل ځای پیدا کړې) الله پاک ډېر لوی ذات دی او همدارنګه دنيا يې هم ډېره لویه ده، د الله پاک په دربار کې د هېڅ کمی نشته هر شی کهوغواړې الله یې درکوي.

د الله نړۍ ډېره لویه ده او ټول مخلوقات پکې په ډېر ښه شکل ځایږی، نو د دې کوښښ مکوه چې د بل چا ځای ونیسې؛ ځکه دا هېڅ امکاننلري. په ژوند کې الګو ټاکل ممکن دي، چې يو څوک الګو وټاکو، خو دا په هېڅ وجه امکان نلري، چې يو څوک د بل چا ځای ونیسي که هرڅومره کوښښ وکړي خو نه کیږي، نو کوښښ وکړی خپل ځان ته ځای جوړ کړی او خپله یو شخصیت شئ.

4:-له ژونده می دا کړل چې (په کومه ورځ چې د ونه خندل، هغه ورځ دې ضایع کړې ده) په ژوند کې هر رقم حالت راځي هم خفګان او همخوشحالۍ، ډیری لوړې او ژورې پکې راځي زمونږ دنده داده چې تل شکر ګذاره ووسو په هر حالت کې؛ ځکه څه چې لرو په هغه کې نعمتدی او څه چې نلرو په هغه کې حکمت وي.

مونږ تل باید په ژوند کې دا هڅه وکړو، چې نورو خلکو ته مسکا ورکړو تر څو ژوند ته هيله مند شي، په کومه ورځ چې د ونه خندل یا دېڅوک ونه خندول پوه شه چې هغه ورځ دې ضایع کړې ده.

دا هم ولولئ:   د لټۍ ارواپوهنه (ناچاپ کتاب) / څوارلسمه برخه

هر څه د پای ټکی لري همداسې ژوند هم یوه ورځ ختمیږي، نو ولې یې په خندا او خوشحالۍ تېر نکړو؟!

5:-له ژونده می دا زده کړل چې (د ماشوم له لوري ډالۍ باید هېڅکله رد نشي ) ماشوم د الله له لوري یو زیری دی، داسې ډالۍ ده چې دټولو په شونډو مسکا راولي ډېر یو نازولی مخلوق دی، الله ماشومان په ظرافت او لطافت جوړ کړي دي؛ مشران باید تل پر ماشومانومهربانه او تل پرې شفقت وکړي.

ماشوم د الله له لوري بېل نعمت دی  او کله چې ماشوم ډالۍ درکړي هېڅکله یې رد نکړی، که هغه هر څه وي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*