له ځان سره د خبرو کولو روغتيايي ګټې!

ژباړه: نبي الرحمن ارمان

که موږ کوم څوک په داسې حال کې ووينو چې دی له ځان سره په خبرو کولو اخته وي، سمدستي ورته وايو چې په مغزو کې مو ستونزه رامنځته شوي ده. او يا ورته وايو چې ليونی شوی يې!. خو دا خبره حقيقت نه لري. حقيقت دا دی کله چې کوم څوک له ځان سره په خبرو کولو بوخت وي، دی په یو نا يو ډول په بېلابېلو لارو سره خپل ځان ته روغتيايي ګټې را جذبوي. ممکن له تاسو لوستونکو به ډېری کسان حيران شوي ياست او باور به مو نه راځي. خو دا هرڅه ساينس تايېدوي. په لاندې ډول “له ځان سره د خبرو کولو” يو شمېر روغتيايي ګټې معرفي کوو.

لومړی: روحي او رواني فعاليت ښه کوي
هغه ډله خلک چې له ځان سره خبرې کوي د نورو خلکو له نظره په بېلا بېلو نومونو يادېږي، او وار له مخې د دوی په رواني حالت انتقاد او قضاوتونه کوي. خو داسې نه ده، بلکې څېړنو ښودلي چې هغه کسان چې له ځان سره خبرې کوي د دوی په رواني حالت ډېره مثبته اغېزه کوي.

دوهم: روحي فشار او ستړيا له منځه وړي
له ځان سره خبرې کول بې مانا اضافي فکرونه، روحي فشار او ستړياوې له منځه وړي. که يو څوک په روحي فشار او ستړيا اخته وي خپلې ورځنۍ چارې په سم ډول نشې پرمخ بېولی، او په وجود کې يو شمېر منفي تغيرات رامنځته کوي لکه د وينې فشار، د زړه ناروغۍ، د پوستکي او ويښتانو اړوند ستونزې، معدې او هضمي سیستم اړوند ستونزې، د جنسې اړيکو بې نظمۍ او داسې نور.‌‌.. هغه کسان چې له ځان سره خبرې کوي، روحي حالت او فعاليت يې پياوړی کېږې او پورتنی ستونزې ډب کولی شي.

دا هم ولولئ:   یوه عامه اروايي ستونزه؛ اوتسیم څه ته وایي؟ / یاسر هاشمي

درېيم: د یوازیتوب احساس له منځه وړي
هغه کسان چې په یوازیتوب کې له ځان سره خبرې کوي، داسې انګېري چې ګوا کې کومه عقلي او رواني ستونزه راته پيدا شوي ده. خو دا عقيده غلطه ده. که کوم څوک له ځان سره په یوازیتوب کې خبرې کوي، دوی خپل ذهن له بدو فکرونو او احساسه پاکوي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*