ساینسپوهانو له لس کاله زیار وروسته مصنوعي بډوډی (ګرده) ساز کړ

روغتیا

د کالیفورنیا سان فرانسیسکو پوهنتون ساینپوهان له لس کاله خوارۍ وروسته بالاخره بریالي شول او مصنوعي ګرده یې سازه کړله.

دغه مصنوعي ګرده چې د انسان په موټي کې راتللی شي، د انسان بدن ورته ځای ورکوي، د وینې پاکولو پروسه سمه پر مخ وړي او هېڅډول اضافي درملو ته اړتیا نه لري.

دغه ګرده د انسان په بدن کې پیوندېږي او ناروغ د وینې د پاکولو (هیمودیالز) له دوامداره او ستونزمنې پروسې خلاصوي.

ویل کېږي چې دا ګرده به د وینې په لوړ او ټیټ فشار کې کار کوي.

سره د دې چې پروژه بشپړه شوې، خو اوس هم په ځینو برخو کې بدلونونو ته اړتیا شته او له دې وروسته ښايي د انساني تجربې پړاو تهورسېږي.

تر اوسه د دې مهم مصنوعي انساني غړي د بیې په اړه څه نه دي ویل شوي.

دا هم ولولئ:   ډېر پروسيس شوي خواړه د ډيمنشيا Dementia ناروغيلامل کېږي

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*