ایکیګای څنګه د اوږده او خوشاله ژوند راز دی؟/علي الله متوکل

علي الله متوکل

په کتاب کې د اوکیناوا د سیمي د خلکو د اوږده ژوند له دوو لویو رازونو څخه یو راز ګډ ژوند کول، یو له بل سره همکاري او مرسته ده، چې دې چاري ته حدیث کي “صله رحمي” ویل شوې ده او رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي، چې صله رحمي عمر اوږدوي.

د ژوند خاتمه د الله تعالی په اراده کي ده، خو که تا ته الله تعالی ۹۰ کاله ژوند درکړی وي او ته د خپل ژوند سره بې احتیاطي کوې، نو له شپېته کلنۍ څخه تر ۹۰ کلنۍ پوري به دېرش کاله ژوند په بستر کي په ناروغی درباندي تېر شي. ایکیګای کتاب کوښښ کوي، چې که تاته الله ۹۰ کاله ژوند در کړی وي، نو د مرګ تر وخته څنګه روغ رمټ او خوشاله ژوند ولرې. دې ته موږ خوشاله او اوږد ژوند وایو، چې د ایکیګای په مټ لاسته راځي.

ډاکټران په دې باور دي، هغه خلک چې د ناروغۍ پر بستر پراته وي، خو تر روغتون دباندي یو اړین کار لري، لکه د باغ روزل، د اولادونو نفقه، د پوهنتون درسونه او یا کوم بل څه، نو دغه ناروغان تر نورو خلکو ژر جوړيږي، ځکه دوی تر روغتون دباندي د ژوند یو ایکیګای لري، یانې داسي یو څه چې په دوی کې د ژوند امید پیدا کوي.

په ایکیګای کې د اوږده عمر لرلو نور رازونه سهار وختي پاڅېدل، لږ خوراک کول، کرار خوراک کول او کار کول ښودل شوي دي، دا هغه څه دي چې موږ ته یې دین، ساینس، څېړنې او ډاکټران هدایت کوي. ایکیګای کې دا هرڅه د سل کاله عمر لرونکو خلکو په خوله ذکر شوي.

دا هم ولولئ:   يو څوک څرنګه هېر کړو؟/اجمل جنت

د پرمختګ، قوت، پیاوړتیا، خوشالۍ او اوږده ژوند همدا رازونه سلګونه او زرګونه واره موږ ته دین ښودلي او ډاکټرانو يې هم سپارښتنه کړې ده، خو ایکیګای يې د خلکو په خوله د ښه پاخه ثبوت په شکل راته ښکاره کوي.

کتاب خوندور دی، ژوند جوړوونکی دی، د هر سړي او هر مسلک والا لپاره اړین دی.

مطالعه یې کړی؛ خوشاله، اوږد او لوی ژوند ولرئ.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*