ذهني ستړیا يا (mental fatigue) څنګه له منځه یوسو؟

لیکوال: محب الله ظریفي


په انسان کې یو له سختو ناروغیو څخه هم ذهني ستړیا ده ځکه چې انسان په دې حالت کې د فکر کولو وړتیا له لاسه ورکوي او خپل احساسات له نورو سره نشي شریکولی. چې دغه حالت انسان په فزیکي ستړیا او په ځینو نورو ناروغیو اخته کولی شي.

ذهني ستړیا ډیر لاملونه لري چې د هغې له جملې څخه کار، کورنۍ ژوند او ارامه او خاصه اندازه خوب نه کول ځانکړی اثر لري. د دې خنډ سره د مبارزې لپاره لومړۍ خپل ذهن ارامه کړئ.

دلته مو له هغو مراحلو سره معرفي کوو چې کولی شي انسان له ذهني ستړیا وژغوري:

خپل ځان ته وخت وټاکئ: د دغې ناروغۍ تر ټولو غوره درملنه دا ده چې په یوه تیاره کوټه کې کینئ او له خپل رب او خالق سره اړیکه ټینګه کړئ. د قرآن کریم تلاوت، لمونځ او دعا په نړۍ کې تر هر څه زیات انسان ته ذهني ارمتیا وربښي. دعا او له دعا سره ژړا هغه عملونه دي چې د زړه او ذهن ستړیا به مو یوازې څو دقیقو کې له منځه یوسي.

ارامه او خاصه اندازه خوب وکړئ: ځینې خلک د خوب کولو سربیره بیا هم په ذهني ستړیا اخته وي. د دې خنډ له منځه وړلو لپاره باید پوره اندازه خوب وکړئ. هره شپه ۸ ساعته خوب به ذهن او بدن تازه او له ستړیا وژغوري. هره شپه ۸ ساعته خوب به مو له ډیر ذهني فشارونو هم وژغوري. خاصه اندازه خوب بدن ته د خپل ځواک حاصلولو چانس برابروي.

کوښښ وکړئ ځینې ورځني مشکلات هیر کړئ: کتاب ولولئ، له ملګرو یا د کورنۍ له غړو سره په رخصتیو کې په چکر ووځئ. ځینې وختونه د چاپیریال بدلول له انسان سره مرسته کوي خپل ورځنۍ ذهني فشار او ځینې مشکلات هیر کړي.

دا هم ولولئ:   له مړو غلا؛ پولیسو هغه ښځه نیولې چې له تابوتونو یې ګاڼې پټولې

هره ورځ ورزش وکړئ: د ورزش پر مهال د انسان عصبي سیسټم انډورفین (Endorphin) نومې مواد خارجوي. انډورفون هغه مواد دي چې انسان خوشحاله ساتي. تاسې اړتیا نه لري چې په ساعتونو ساعتونو ورزش وکړئ یوازې ۱۵ دقیقې ساده قدم وهل هم د دې موخې لپاره کفایت کوي.

ساه اخیستلو ورزش هم ځانګړی اثر لري: د پوزې له لارې اوږده او ژوره ساه واخلئ، د ۱۰ ثانیو لپاره يي وساتئ او بیرته يي د خولې لارې وباسئ. دغه کار مو له هر ډول ذهني ستړیا او فشار څخه په ساتلو کې مرسته کوي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*