ډېر پروسيس شوي خواړه د ډيمنشيا Dementia ناروغيلامل کېږي

لیکنه:حامد مشواڼی

ډيمنشيا د اعصابو يو ډول ناروغي ده چې د انسان د ادراک قوه – يعنې فکر کول، حافظه او استدلال تر دې حده خرابوي چې انسان ته په ورځنيو چارو کې ستونزې پيدا کېږي. د ډيمنشيا ناروغان خپل جذبات نه شي کنترول کولای او شخصيت يې وخت په وخت بدلون کوي. ډېری شواهد دا خبره په ثبوت رسوي چې خواړه د دماغو له روغتيا او د ډيمنشيا د ناروغۍ له خطر سره مستقيمه رابطه لري. پياوړي ثبوتونه شته چې ښيي کمزوری غذايي رژيم د ډيمنشيا له ناروغۍ سره رابطه لري. کمزوری غذايي رژيم سربېره پر دې چې د دماغو د حجراتو د مړه کېدو لامل کېږي، د ادراک خرابوالی پيدا کوي او کله کله حتی عمر خوړلو کسانو ته د حافظې او پاملرنې ستونزې هم پيدا کوي. همدارنګه دا خواړه د وينې رګونه کمزوري کوي او خرابوي، د څه له امله چې د ادراک د قوې ظرفيت په خپله کمېږي.

يوې وروستۍ څېړنې دا موضوع نوره هم شاربلې او ښيي چې د خوړو يو خاص ډول د ډيمنشيا د ناروغۍ خطر زياتوي. د يوې نوې څېړنې پر بنسټ چې د امريکا د نيورولوژي د اکاډمي په طبي ژورنال ( the medical journal of the American Academy of Neurology) کې خپره شوې ده، ښيي چې هغه خلک چې ډېر پروسيس شوي خواړه يا ultra-processed foods کاروي، د هغه خلکو په نسبت چې دا خواړه لږ کاروي، د ډيمنشيا د ناروغۍ له لوړ خطر سره مخ دي. په پروسيس شويو خوړو کې غټه ستونزه دا ده چې د بورې، غوړو او مالګې مقدار په کې له حده زيات وي؛ خو پروټين او فايبر په کې بېخي لږ وي.

دا هم ولولئ:   ډینګي ویروس څه شه دی ؟

په ډېر پروسيس شويو خوړو کې لاندې خواړه شامل دي:

ګاز لرونکې نوشابې
چپس
کلچې
مالګين او مساله لرونکي پاپړ
آيس کريم
Sausage يو ډول خواړه دي چې له ميده شوې غوښې جوړ وي، له پاسه يو پوستکی لري، عمومًا د کولمو له غوښې جوړېږي، اوس په بازار کې صنعتي هم جوړېږي
ډېر سره شوي خواړه
قُوطيو کې تيار پاخه شوي لوبيا او چڼې
کيچپ
پيک شوې ډوډۍ
ذايقه لرونکي حبوبات لکه دال، چڼه

د دې څېړنې لپاره څېړونکو له UK Bio bank* (دا په برتانيا کې يو ډېر لوی ډيټابيس دی چې د برتانيې تقريبًا د نيم مليون خلکو روغتيايي معلومات په کې ثبت دي) څخه ۷۲۰۸۳ کسان مشخص کړل چې په برتانيا کې مېشت ول، دا کسان په متوسط ډول د د لسو کالو لپاره وڅارل شول، د څېړنې په پای کې ۵۱۸ نفره په کې د ډيمنشيا ناروغان راووتل.

د عمر، جنس، د ډيمنشيا د کورنۍ تاريخچې، د زړه ناروغۍ او نورو هغو فکتورونو چې د ډيمنشيا د ناروغۍ لامل کېدای شي، له تحليل وروسته څېړونکو دا پايله ترلاسه کړه چې په خوړو کې د هر لس سلنه ۱۰٪ د پروسيس شويو خوړو له اضافه کېدو سره په خلکو کې د ډيمنشيا د ناروغۍ خطر پنځه ويشت سلنه ۲۵ ٪ زياتېږي. کله چې په دوی کې د ډېرو خطرناکو خوړو مطالعه وشوه، ګاز لرونکي خواږه مشروبات يې په سر کې وو، ورپسې خواږه خواړه او بيا ډېر پروسيس شوي لبنيات په ترتيب سره يو په بل پسې راغلل.

دا هم ولولئ:   له ځان سره د خبرو کولو روغتيايي ګټې!

د څېړنې ليکوال، ډاکټر هويپينګ لي، چې د چين په تيانجن طبي پوهنتون کې استاد دی، وايي: «ډېر پروسيس شوي خواړه خلکو ته اسان او خوندور ښکاري، خو دا د انسان د غذايي رژيم معيار تباه کوي. په دې خوړو کې ډېر نور اضافه شوي شيان او نور ماليکولونه چې يا له پيک څخه جدا شوي وي يا د حرارت پر مهال توليد شوي وي، موجود وي چې دا ټول نورو څېړنو هم ښودلې چې په فکر کولو او د حافظې په مهارتونو منفي اغېزه لري. زمونږ څېړنې نه يوازې دا وښودله چې ډېر پروسيس شوي خواړه د ډيمنشيا د ناروغۍ سره اړيکه لري، بلکې دا يې هم وښودله چې که چېرته مونږ د دې خوړو پر ځای روغتيايي خواړو وخورو، د دې ناروغۍ خطر ډېر کمېږي.»

هغه خواړه چې د ډيمنشيا د ناروغۍ خطر کمولای شي

دا خواړه د شخص د ماغي روغتيا ښه کوي او د ډيمنشيا د ناروغۍ خطر يې کموي. د برتانيې د زړه د بنسټ(British heart foundation) مطابق په دې خوړو کې لاندې شيان شامل دي:

حبوبات
شنه پاڼه لرونکي سبزيجات، لکه پالک، کرم، سلاد
نور سبزيجات
وچې مېوې
دال او لوبيا
توتان، توت زميني
د چرګ او فيل مرغ غوښه
د ماهي غوښه
د زيتون تېل

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*