زموږ کومې ملګرتیاوې او انډیوالۍ؟/داود تپان

لیکوال: داود تپان

اینې ته هرڅوک په دې نیت دریږي، چې ځان پاک، ښکلی، صلیقوي د خپلې خوښې او ذوق مطابق برابر کړي او بیا ټولنې ته راووځي اوپه ټولنه کې د هر چا په څېر دی هم خپل ځای، ځایګی او ارزښت ولري. دا ومنئ، چې انسان ته ځای او ارزښت ټولنه او د ده په شاوخواکې خلک نه ټاکي؛ بلکې د ده برخوردونه، برداشتونه او عمل دا کار کوي.

زموږ د دې متن اصل خبره هم په ټولنه کې د انسان له لوري ځانته په ټاکل شوي ځای او ارزښت پورې اړه لري.

د افغاني ټولنې څخه هغه خوا ته د نورو ټولنو ارواپوهان او ټولنپوهان د خپلو وګړو د ژوند په هر اړخ، چلند، ستونزواو مسایلو سروېګانې، څېړنې، تحلیلونهکوي او بیا یې لکه اینې بېرته د خپلو وګړو مخته ږدي هرڅوک خپل ځانته پکې ځیر کیږي او هغسې ځانعیاروي، چې څنګه ورته ضرورت وي خو موږ بدبختانه هغه اینې نه لرو او یو څه له پخوانیو زمانو راپاتې مو هم خچې پچې کړې دي، دعبدالقادر خټک یو بیت را یاد شو:

ته چې خپله څېره نه لرې بدرنګه

اینه په کوم ګناه وهې له سنګه؟

دا بيت واضح کوي، چې د اینو ماتول د څېرو د تغیر باعث نه کیږي، مرجع څېره ده او باید د صلیقو او د ټولنې د ضرورتونو، مجبوریتونوپر اساس اینو ته په مخامخ کېدلو عیار شي. زموږ نننۍ موضوع په افغاني ټولنه کې د وګړو اختیاري رابطې (په عامه اصطلاح ملګرتیاوې) دي.

د دې برخې انګلیسي کتابونه او ویکیپيډیا Friendship یعنې ملګرتیا داسې تعریفوي:

is a relationship of mutual affection between people.[1] 

(ملګرتیا د خلکو ترمنځ دوه اړخیزه میلان دی) د همدې تعریف په تعقیب پسې وایي، د میلان په پړي تړلې دا رابطه د پېژندوی یا اشناخلکو، کاري چاپيریال همکارانو، ټولګیوالو، همسایه ګانو د اړیکو په پرتله ځواکمنه رابطه وي.

It is a stronger form of interpersonal  bond than an “acquaintance” or an “association”, such as a classmate, neighbor, coworker, or colleague.

د تعریف پورتنی انګلیسي متن مې؛ ځکه را کاپي کړ، چې درې مهم ټکي یې زموږ د موضوع اړوند درلودل یو Affection میلان دی. دویمAcquaintance هغه پېژندګلوي، چې پخوالي ته نه وي رسېدلې، چې موږ اشنایي هم ورته وایو او درېيم Association ټولنه! که دقتوکړو او ښه ځير شو نو دغه درې (AAA) ګانې زموږ د ملګرتیا او انډیوالي په اړه موږ ته تله په لاس راکوي او غلط فهمۍ مو اصلاح کولایاو له منځه وړلای شي.

ملګرتیا داسې جالبه موضوع ده، چې له ټولنپوهنې ورهغه خوا ته د نړۍ لویو علمي برخو کې لکه ټولنیزه ارواپوهنه، انسان پېژندنه، فلسفهکې پرې ډېرې څېړنې او بحثونه شوي او کیږي. د یادې هرې برخې تیوري دې موضوع ته له خپلې زاویې ګوري، که هغه ټول مسایل دلته رااخلو د مقالې لیکلو د اصولو خلاف کار او له لوستونکي سره ظلم راته بریښي.

افغاني ټولنه کې ژوند پخوانۍ دودیزه بڼه لري، د اوسنۍ اکثریت نړۍ د وګړو په څېر انفرادي ژوند ته لومړیتوب نه ورکوي او همدا دودیزهبڼه په ملګرتیاوو هم اغېز لري، چې د همدغه اغېز له امله فکر راولوېده، که تر یو بریده ممکن وي روښانه یې کړو.

دا هم ولولئ:   د بریالي ژوند اووه لنډ اصول / عدنان نجیبي

یو څو عامې او د هر چا له خولې اورېدونکې جملې په دې ځای کې مهم دي، چې یادې یې کړو.

۱پرېږده یې په ملګرتیا نه ارزي.

۲ملګری، ملګری نه دی وخت مه پرې ضایعه کوه.

۳د وخت زوی دی.

۴ټول عمر مو په يو ځای تېر کړ خو یوه ورځ مو هم په کار رانغی…. داسې لسګونه خبرې به واورئ، دې کې استثنا نشته ټولو پسېکیږي یا یې موږ کو یا په موږ پسې کیږي او دا کار د نه پوهېدلو له امله کیږي؛ ځکه موږ ټول د هرې کتګورئ له وګړو توقعات لرو یعنې موږد خپلو توقعاتو په اساس قضاوت کو نه د مقابل لوري د مجبوریتونو او ضرورتونو او د همدغې ستونزې حل لپاره ضرور ده یو څه نورتفصیل هم ورکړو.

پورتنۍ درې AAA ګانې موږ د خپلو وګړو د ملګرتیا څارلو، یو عمر تجربو او خپلو نظریاتو په راټولولو او ورځني ژوند پام کې نیولو سره پهدې لا ساده کوو.

لومړۍ A:

Affection

که چېرې د پېژندویو وګړو ترمنځ دوه اړخیز میلان نه وي  د ملګرتیا یاد تعریف پرې د پلې کېدو وړ دی؟ زما په نظر هيحکله نه! دا بیرتهدویمې A ته په اتوماتیک شکل تقرب کوي او دې ته په ساده ډول پېژندوی حالت یعنې اشنایي ویلای شو.

په ملګرتیا کې دوه اړخیز میلان اصل دی او په پېژندګلوي/اشنایي کې لیده کاته اغېز لري.

د ټولې افغاني ټولنې وګړي(د هر قوم او قبیلو) اړوند یو شریکه ستونزه لري، هغه ورځنی دودیز ژوند دی، چې اصلاً دغه دودیز ژوند د خپلوښېګڼو ترڅنګ ډېرې بدګڼې لري او منفي اغېز یې د ژوند په ټولو برخو کې جوت دی. یو لوی اغېز یې د انسانانو د قابلیت او وړتیاو ښودلومخنیوی دی، که چېرې دودیز شریک ژوند لکه د نورې نړۍ، انفرادي حالت خواته لاړ شي لويه او اساسي ګټه به یې دا وي، چې هر څوکبه په ځان د تکیې فکر ولري له ځانه پرته به یې له نورو توقع کمه شي او دا کار ټولنه له لویدلي حالت ژغوري، مطلب دا زموږ اوسنۍ ډېرېستونزې( که موقع وه په دې ستونزو به بل ځل تفصیلي بحث وکړو) له منځه وړلای شي. د دې ترڅنګ فردي ژوند زموږ د ملګرتیاو شمېرمناسب کوي هم په کلک او نه شکېدونکي پړي یې هم تړي.

د نړۍ قاموسونه د ملګرتیا لپاره په معنوي بڼه یو ټکی لري، Friendship چې د ذکر شوي تعریف له مخې په ملګرتیا ژباړل کیږي خو موږافغانان په ځانګړي ډول پښتانه د دې لپاره درې لوی معنوي ټکي:

پېژندوی/اشنا

ملګری

انډیوال

لرو، چې بېلابېل معنوي اړخونه هم لري او ښه ده چې د اوسنۍ زمانې ملګرتیا واضح کېدو لپاره یې تشریح کړو.

دا هم ولولئ:   څه وکړو څه ونه کړو!

پېژندوی/اشنا هغه چاته وایي، چې بار، بار ورسره مخ یې یا سلام علیک، وعلیک رابطه لرې لکه په پورته تعریف کې چې وویل شول لکهټولګیوال، همکاران، بازار کې دوکانداران

ملګري کې د پښتو یو ویي(مل) را اخیستل شوی او د (ګري) وروستاړي تکمیل کړی لکه (لو) چې د ګري په وروستاړي سره (لوګری) کیږي یعنې یو مشخص کار (لو) کوي. دا که د غنمو، لونګو، ګلوکوکنارو وي خو مشخص به وي او همدغسې مل هم هغه چاته وایي،چې تر یو ټاکلي ځای پورې په یوه مشخصه موضوع کې دې ملتیا کوي او بس.

درېيم د انډيوال ويي دی، چې (انډی) یې د اس، اوښ، خرهپر شا د بار له دو لورو یو ډول وزن په برابرولو تړل کیږي که ډېر یې سادهکړو که د حیوان په شا بار دواړه انډي، چې ترې لاندې کته یا یو شی د حیوان د ملا د نه تکلیف کېدو لپاره غوړول شوې وي برابر اومساوي نه وي په نقطه کې لویږي او که انډی برابر شو نو بیا بې فکره تر منزله مزل ته دوام ورکولای شې، چې که دوه اړخیز ميلان او فکریو او برابر و مطلب دا، چې انډی په انډي پرته له کومې کمي کاستي برابر دی، که د انډي برابرولو کې یو لوری یو شی کم بل کې زیات وينو د برابرولو هڅه یې له حرکت مخکې باید وشي.

د دې دومره تشریحي خبرو هدف او موخه دا وه، چې زموږ د ټولنې ځوانان، مشران، ښځې او نجونې له همدې امله ننګونکی او له کړاونوډک ژوند لري. د دې ټولو کړاونو لامل دوی پخپله دي خو ګیلې یې له نورو. د دې ټولو ګیلو،مانو، عذرونو، بښنو، منلو نه منلو، تاویلو، ماویلود پای ته رسولو اسانه لار د وګړو تفکیک دی، چې موږ ټول یې نه لرو او که د پورته تشریح په اساس دا تفکیک ولرو حتماً له شته کړاونوخلاصیږو.

له پورته ذکر شویو خبرو څخه یوه او خلص نتیجه راوځي هغه له وګړو سره ستا د چال چلند ترڅنګ ستا په ذهني نړۍ کې د هغوی ځایدی.

تر دوه کاله وړاندې پورې ما په خپله هم دا فکر درلود، چې دا زموږ په شاوخوا کې ټول خلک زموږ ملګري/انډیوالان دي. ټول ټولګیوال، چېله نږدې مو سره پېژندل، د دفترونو کارکوونکي، د سلام، کلام خلک او بل هر پېژندوی موږ ته زموږ ملګری ښکارېده او برعکس هغوی تهموږ خو چې کله ورځ راغله نه دوی ملګري او انډیوالان و او نه برعکس موږ هغه موقف درلود او هرڅه درهم برهم شول او ټولو له ګیلو مانوډک ژوند ته دوام ورکړی د ( 2023/july/30 ) په ټولنیزه ميډیا د افغانانو ډېر پيغامونه د ملګرتیا د مبارکي و خو زموږ افغانانو کومهملګرتیا او انډیوالي؟؟ او د چا لپاره مبارکي که منافقت ونه کړو او د واقعیت ویلو او اورېدلو ججوری ولرو نو اول باید په ځان او خپلهپېژندګلوي، ملګرتیا او حتی په انډیوالۍ شکمن شو، چې نه موږ د چا واقعي ملګري او انډیوالان یو او نه نور زموږ! دا مطلق خبره اوقضاوت نه دی دا هغه واقعیت دی، چې زموږ په افغاني ټولنه کې موجود دی او ځینې به ريښتیا وي خو ډېرو سره دا خبر نه شو منلای یوهوړکۍ سروې کې مې یوه پوښتنه مطرح کړه(ستاسو لپاره د ملګرتیا معیار څه ده؟) تاسو اول دې پوښتنې ته په خپله هم ځواب ورکړئ بیاهماغسې ځان عیار کړئ نو تاسو به یو ښه ملګری و اوسئ او له دې وروسته، د ماسټر، لیسانس، نظامي افسر، دحقوقو د محصل او دبې سوادو نظرونه، چې په څو جملو کې یې راغونډوم هم ولولئ.

دا هم ولولئ:   ښځه او ژوند / همایون همت

ماسټر راته وایي د ملګرتیا او انډیوالي لپاره درک لومړیتوب دی، چې خپل مقابل لوری درک کړې او د هغه ضرورت ته که ستا په مجبوریتهم تمامیږي په اخلاص مټ ورکړې او ویې زغمې.

لیسانسه کس راته وایي، مجبوریتونه او مکلفیتونه ملګرتیا او انډیوالي نه ده یوازې او یوازې اخلاص کفایت کوي.

نظامي افسر ملګرتیا کې په هر ډول شرایطو او حالاتو کې د دوه اړخیزې پابندۍ خبرې ترڅنګ دا خبره هم کوي، هغه انسان ښه ملګریدی، چې ستا د ضرورت پر وخت ترتا د خپلو خوشاليو، ضرورتونو، مجبوریتونو د ځارولو توانایي ولري.

له دولسمو ټولګیو فارغ زده کونکي بیا ملګرتیا او انډیوال ته په متفاوت نظر ګوري، وایي چې د چا سره په هيڅ حال کې تنګ نه شوې او دځان په ځای یې تاته لومړیتوب درکاوه ښه ملګری ثابتېدلای شي.

د دې دومره خبرو په پایله کې واضح ویلای شو دا دنیا ډېره لویه ده او هرڅوک د خپلې دیدګاه مطابق ژوند ته دوام ورکوي. زه به یو نظرلرم تاسو بل او بل، بل خو اصل خبره دا ده، چې ته لکه اینې ته ولاړ کس داسې و انګېره، چې څنګه غواړې وبرېښې ځان هم هماغسېعیار کړه او دې ټکي ته به هیڅ ځای نه پاتې کیږي، چې دا خو نو نه والله که ملګرتیا وي نه انډیوالي دا خو کاروبار دی.

اوس چې مو د پېژندوی، ملګري او انډیوال ترمنځ وضاحت وکړ په انفرادي ژوند کې بیا نو ستاسو کار دی، چې خپل ژوند کې ځینې وګړوته ځای وټاکئ، دا اسانه کار نه دی خو که په خپل فکر، مزل او په ژوند کې په تېرو او راتلونکو شپو ورځو یو مرور وکړئ نو له پېژندویوخلکو ورهغه خواته به مو واقعي ملګري، ملګري، انډیوالان انډیوالان پاتې شي یا به تاسو یوازې د ارام هغه ساه واخلئ، چې انسان یې دتجربې نه وروسته مومي او د ریاض تسنیم دا بیتونه به ښه په خوند زمزمه کوئ، چې:

څومره ناڅاپه دې سبب د تنهایئ وپوښته

څه بې اختیاره مې د خولې نه ووتل(یاران)!

داځلې بیا دي د بادونو په اسونو سواره

نه چاته ګوري، نه په مخکه ایږدي پل(ياران)!

وماعلیناالالبلاغ!

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*