خوښ او نېکمرغه ژوند په اړه ۵ لارښوونې/عزيز پردېس

خوښ او ارامه ژوند د هر انسان هيله ده، ټول له مختلفو لارو خوښ ژوند ته د رسېدو لپاره هڅې کوي او ستونزې ګالي. هېڅ داسې انسانبه نه وي چې د ځان او کورنۍ لپاره خوښي او نېکمرغي ونه غواړي. د هرڅه او هر چا په پرتله تاسو خپله ډېر څه د ځان لپاره کولای شئ. دې ليکنه کې به تاسو ته د خوښ او نېکمرغه ژوند ۵ لارښوونې په ډاګه شي.

 

۱هره ازموينه د ښوونځي د يوې ازموينې په څېر وګنئ

له خپل ځانه مو وپوښتئ: (دا موقعيت کوم درس غواړي ماته يې راکړي؟) د ژونده هر وضعيت او موقعيت موږ ته د زده‌کړې لپاره يو څه لري. ځيني هغه درسونه دا دي: غښتلي شئ، روښانه اړيکې ټينګې کړئ، په خپل ځان باور ولرئ، مينه وکړئ، بښنه وکړئ او نوي څه وازمايئ

 

۲هرڅه بدلون مومي، خو سبا ته لمر بيا هم له همغه پخواني ځایه راخېژي.

بد خبر: هېڅ څه دايمي او تلپاتې نه دي.  ښه خبر: هېڅ څه دايمي او تلپاتې نه دي.

 

۳زړه توري کېدل او پرمختګ دوه متفاوت څيزونه دي

داسې يو وخت رارسي چې د اشخاصو د تعقيبولو او يا هم د مسائلو د حل لپاره له هڅو کولو څخه ستړي کېږي، خو دا زړه توروالی نهدی، دا د کار پای نه دی؛ بلکې دا يو نوی پيل دی. د دې مسئلې درک دا دی چې تاسو ځانګړو اشخاصو او ځانګړو څيزونو ته اړتيا نهلرئ.

 

۴ځان مو له منفي کسانو لرې وساتئ

هرکله چې د ژوند له منفي څيزونو ځان لرې کړئ، نو د مثبتو څيزونو دروازې به ستاسو پر وړاندې پرانېستل شي. ژوند ډېر لنډ دی، هغهکسانو ته اصلا موکه مه ورکوئ چې ستاسو خوښي درنه واخلي. له منفي اشخاصو واټن واخلئ، ځکه چې پر نفس ستاسو د اعتماد کچهټيټوي. ځان مو د مثبتو کسانو سره بوخت وساتئ چې تاسو ته غوره څه در په برخه کوي.

 

۵د بشپړې اړيکې په نامه څه شتون نلري

د يوې بشپړې اړيکې په نامه څه شتون نه لري. د دوو لورو ترمنځ د چلندونو څرنګوالی او د يو او بل د تېروتنو او نيمګړتياو منل دي چې يوهاړيکه د بشپړتيا پر لور بيايي.

 

Scroll to Top