مصنوعي ژبه / بارکوال میاخېل

لیکنه: بارکوال میاخېل

له علمي، طبي او ساینسي اصطلاحاتو پرته د ورځني ژوند ژبه تر ډېره یوه بشپړه ژبه وي او کوم خلک چې پرې خبرې کوي هغوی پکې د کلمو د نېستۍ ستونځه نه ویني، ځکه خو د ژبې په معیار کې تر هر څه ولس معتبر دی. کوم خلک چې په کومه ژبه خبرې کوي هماغه د دوی خپله ژبه وي ځکه چې پېړۍ پېړۍ یې ورسره را تېرې کړې وي، ژبنی منطق هم راته وایي د دوی ادبیات او رسنۍ هم باید په داسې ژبه وي چې دوی په پوه شي، خو په پښتو کې دا کیسه داسې نه ده او یو نوی باد را الوتی دی چې د خلکو له خولې بلده ژبه اخلي او په وچ زور نابلده پکې ور اچوي. رسنۍ او لیکوال مو داسې ژبه لیکي چې ولس یې- لکه له بېګانه تن سره چې مخامخ شي- نه پېژني او کله چې هغه له دې بېګانه ژبې سره ورځ په ورځ مخ کېږي نو ضرور به یې فاصله ورسره زیاتېږي.

زما یو ډېر لوستی ملګری وایي کله چې یو کوچی خبرې کوي نو سمې تېزې او روانې خبرې کوي، خو که کوم تعلیمیافته او د رسنیو له ژبې اغېزمن تن چې خبرې کوي نو په منځ منځ کې به درېږي او “جټکې به وهي” ځکه چې وایي دوی هڅه کوي هغه مصنوعي ژبه ووایي چې دوی فکر کوي همدا سمه او کره ژبه ده. په هغو لیکوالو کې- چې غواړي ځان عالم وښیي- هم دا مرض دی چې خپل متن ته د علم د خوږو پر ځای داسې نااشنا کلمې ور ګډوي چې خلک به ورپسې یا تر دوړو لاندې پراته قاموسونه ور پورته کوي او یا به وایي «زه د دې عالم په خبره نه پوهېږم» او تر تېرېږي به.

دا هم ولولئ:   د سرچینو لعنت تیوري (Resource curse theory) /قیام صدیقي

ځینو کوتاه بینو یارانو خو اوس له ژبې سره سیمه ییز تعصبونه او کرکې هم تړلې دي او جېبونه یې له ژبنیو فتواوو ډک دي، که څوک خپله هغه ورځنۍ ژبه لیکي او وایي چې ټول ولس یې په پوهېږي، که پر هغه د عربي، فارسي یا بلې ژبې اثر هم وي، نو دوی به یې دستي په فتوا ونازوي او هغه به د خپلې مورنۍ ژبې له کبله هغې دایرې ته واچوي چې “استعمار” د ده او هغه تر منځ د همدې لپاره جوړې کړې دي، د همدې پېغور له ډاره زه وینم ډېر خلک داسې ژبه لیکي چې په خپل وجود کې دننه لوستونکی به هم پرې خاندي او ورته وایي به چې په دې ژبه خو په دې وطن کې څوک نه پوهېږي.

ژبه یو ژوندی شی دی چې تل اوړي را اوړي او له حالاتو او زمانې سره سم بدلون پکې راځي، د شیانو له ورکېدو او له استعماله لوېدو سره یې نومونه هم ورکېږي او د متروک و کندې ته لوېږي، همداسې د نویو شیانو راتګ او کارول خپلې نوې کلمې راوړي، نو که څوک په دې بدلون کې غیرطبعي او مصنوعي لاسوهنه کوي او له ژبې سره سرزوري کوي نو په لوی لاس د ژبې پر ستوني پښه ږدي، چې یا خو به مړه کېږي او یا به یې غاړې داسې بوږې [خپ] کېږي چې که هر څومره چیغې وهي څوک به یې نه اوري او په خبره به یې نه پوهېږي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*