تجــربه او دهغې موثریت/ عبدالولي ولیزی

لیکنه: عبدالولي ولیزی

طبیعي ده،چې انسانان دژوند دډېرو پړاونو په تېرولو سره له زیات شمیر پېښو او واقعاتو سره مخ کیږي،چې ددغو پېښو پېښیدل پهتصادفي او غیر تصادفي بڼه وي.او همدا واقعات(پېښې) دي،چې دانسانانو په ژوند کې تجربې پاتي کیږي.او ډیر کله چې انسانان لهتجربه لرونکي حالت/وضعیت سره مخ کیږي؛دخپل تیر یاد او تجربې له آمله ورته په آسانۍ سره دحل لار پیداکوي یا هم دهمدې وضعیت لهآمله درامنځته کیدونکي زیان احتمال کموي.

خو مهمه خبره دلته داده،چې دوضعیت غوره پیژندنه له کومې زاویې، دکومې تجربې په آساس صورت نیسي؟

دیو څه دپېښېدلو امکان دوضعیت سمه معنا او دیو شي دله لاسه ورکولو احتمال دخطر تعریف او کُلي مفهوم ده،چې په وسیله یې موږددواړو حالاتو دقیق توپیر پیژندلی شو.

تجربه دانسانانو په ژوند کې یوه نایابه چینه ده او انسانان دخپلو ورځنیو چارو او فعالیتونو دغوره پرمخ بیولو په برخه کې ورته هر وختآړتیا پیداکوي او له تجربو څخه ګټه اخیستنه په ژوند کې داوفدلفظ تکرار کموي.

دژوند دلوړو هدفونو په لور ګام اخیستل که له یوه لوري مسلکي پوهې ته آړتیا لري او حتمي ده ،چې په همغه برخه کې پوهه ولرې له بللوري دتیر څخه زده کړه(تجربه) هم دهدف په ژر ترلاسه کولو او دمنابعو څخه دسمې استفادي لپاره حتمي او مهم عنصر ده او په دې  برخه کې زموږ او ستاسو لپاره ژوندی مثال: په لویو پریکړو،هدفونو او لاسته راوړنو کې له عمر څخه دزیاتو او ددې ترڅنګ په همغه برخهکې دبلدو اشخاصو څخه دمشورې اخیستل دي.چې په هر وخت کې مثبت،موثر او آغیزمن تمام شوي دي.

دا هم ولولئ:   څنګه کولای شو چې آغېزناکه مطالعه وکړو؟/ احمد طارق خلیلي

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*