د ورځې دوه پيالې چای مو له کومو ناروغيو ژغوري؟ / حامد مشواڼی

ژباړه: حامد مشواڼی

له درې کاله څېړنو څخه وروسته، ساينسپوهانو جوته کړه چې د ورځې دوه پيالې چای، کولای شي چې د دماغو پياوړتيا زياته کړي اوحافظه له خرابېدو څخه وژغوري. دا په چايو کې د شته کيمياوي موادو فلاونالونو Flavanols برکت دی، چې د دماغو پياوړتيا زياتوي – د حافظې او پېښو رايادولو وړتيا زياتوي، بله مهمه خبره دا ده چې دا پروا نه لري، تاسو شين چای څښئ او که تور، دواړه ډوله چای داځانګړنې لري.

ماهرين د فلاونالونو (فلاونالونه يو ډول انټي اکسيډانټونه دي چې په ډېری سبزيجاتو او مېوه جاتو، لکه مڼه، توت او چای کې موجود دي) لهمطالعې څخه وروسته دې پايلې ته ورسېدل چې چايو د ۳۵۰۰ کسانو، چې عمرونه يې له شپېتو کالو څخه لوړ وو، په دماغو مثبته اغېزهکړې وه.

د څېړنې يو ګروپ ته د ورځې ۵۰۰ ملي ګرامه چای، چې دوه پيالې چای کېږي، ورکول شو. په همدې حال کې بل ګروپ ته نور اراموونکيدرمل ورکول شول. د څېړنې په پای کې، دا جوته شوه چې هغه خلک چې فلاونالونه ورکول شوي وو، له ۱۰.۵ ٪ لس اعشاريه پنځه سلنهڅخه تر شپاړس سلنه پورې، له هغه خلکو څخه غوره وو چې لږ چای ورکول شوی وو.

د ريډينګ پوهنتون پروفيسر ګنټر کنل وايي، “چای څښل د فلاونالونو د اخېستلو تر ټولو اسانه لاره ده ، د ډېرو خلکو لپاره د ورځې دوهپيالې بسنه کوي، له چايو سره د شيدو يو ځای کول، د فلاونالونو په اخېستو اغېز نه کوي.”

په همدې حال کې، د امريکا د کولمبيا پوهنتون ډاکټر سکاټ سمال وايي، “د زړښت له امله د حافظې خرابېدل، د بېلابېلو خلکو تر منځتوپير کوي ، که دا توپير د فلاونالونو د اخېستو پر بنسټ وي، مونږ به په هغه خلکو کې چې د څلوېښتو او پنځوسو کلونو تر منځ دي اوفلاونالونه اخلي، نور ډېر ډراماټيک بدلونونه وګورو.”

دا هم ولولئ:   پنځه هغه خواړه چې بې خوبي مو له منځه وړي!

له دې څخه پرته چای نورې ګټې هم لري. د شيفيلډ Sheffield پوهنتون څېړونکو په ۲۰۰۳ ز کال کې جوته کړه چې په شين چای کېموجود دوه مرکبات کولای شي چې د هډوکو د ناروغۍ (Osteoarthritis) مخنيوی وکړي، چای هغه انزايم بندوي چې د Cartilage ياکرپندوکي د خرابېدو لامل کېږي.

يوه بله څېړنه چې د امريکا په ايلينيوس پوهنتون کې شوې، ښيي چې د غاښونو په سطحه باندې د موجودو بکترياوو وده هغه وخت ودرېده،چې کله خلکو خپلې خولې په تور چای پنځه ځله د دېرش ثانيو لپاره هر پنځلس دقيقې وروسته ومينځلې. دا په چايو کې شته پولي فينولونهدي چې د غاښونو د سطحې بکترياوې ختموي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*