څنګه کولاى شو چې په ژوند کې ملګري ډېر کړو.

لیکوال: صادق حسین سافی

په ژوند کې د خلکو په زړونو کې ځاى پيدا کول يا ځانته غوره دوستان پيداکول زمونڔ د احساساتو(Emotions)سره مستقيما اړيکه لري.
ماهرين وايي د انسان په ژوند کې وويشت نوعه احساسات دي چې په هغې کې: غوسه ده,شهوت, غم…
کوم انسان چې په خپل احساساتو باندي کنترول نلري هغه په خپل علم او عقل باندي هم کنترول نلري.
هر انسان چې په خپله ژبه باندي او په خپل روش باندي کنترول و نلري او د خلکو سره تعامل په حسن طريقې سره ونکړي نو دغه انسان ضعيف دى.
دا زمونڔ ژبه او روش کولاى شي چې مونڔ د پاچاهي څخه
ګدايي ته راولي او برعکس د ګدايي نه مو پاچاهي ته راولي.
دا خپله ژبه بايد مونڔ سمه استفاده کړو او کله چې له چاسره خبري کوو نو بايد د خبرو کولو هغه ټول آداب په نظر کې ونيسو. بايد د خلکو خبرو ته غوڔ ونيسو او هغوى چې څه وايې هغې ته پوره ارزښت ورکړو او پاملرنه ورته وکړو.
د نبوي سيرت په مطالعه کې مو لوستلي وو چي محمد (ص) چې به کله له چاسره خبري کولي نو مخامخ به ورته کښيناستلو او ډېر په دقت سره به يې د هغه خبري اوريدلې او مقابل لوري ته به يې هيڅ داسي کوم احساس نه ورکو چي زه ستاسو خبرو ناراحته کړم.
د نني عصر علماء هم دا وايي چي کله تاسو د چاسره خبري کوئ نو هغه ته مخامخ کېنئ يعني ستاسو او د هغه تر منځ بايد زاويه ۱۸۰ درجې وي او د هغه خبري په غور سره اورئ که چېرته دا کار وکړئ نو ستاسې ملګري به ډېر زيات شي او هر څوک به مو مينوال❤ وي.اوګورئ د محمد (ص) په سيرت کې څومره بهترين تربيت دى.
ولي دا کار وکړو دليل يې څه دى.
مونڔ ټول پوهيڔو چې هر بشر غواړي چې خبري وکړي او په هغه ځاى کې خبرې کوي کوم ځاى کې چې د هغه خبرو ته ارزښت ورکول کېڔي که تاسو د هغوى خبرو ته ارزښت ورکړئ نو ترمنځ به مو د مينې❤ بانډ قوي وي او هيڅکله به له يو بل څخه متنفر نشئ.
مونڔ ډېر ژوندي مٿالونه لرو که مونڔ وګورو نن سبا په محفلونو کې يا په حجرو کې به ډېر ځوانان ناست وي ښه تعليم يافته به هم وي خو چې ته ورسره خبري کوې هغه به په تليفون کې مصروف وي نو دا هغه کارونه دي چې کرکې, بغض او نفرت ته لار هواروي.
ومن الله توفيق.

دا هم ولولئ:   د ژوندانه تغییرات / شریف الله نېکمل

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*