د کلنيو مشاعرو او دوديزو مېلو نومونه بايد تاريخي، کلتوري او طبيعي ښکلاوو سره ريښه ولري/ جاوېد مسرور

ليکنه: جاوېد مسرور

مهمه نه ده، چې کلتوري مېلې او مشاعرې دې خامخا د سيمې د ګلانو په نومونو جوړې شي.

هره سيمه خپل کلتوري ځايونه، طبيعي ښایستونه، سيندونه، غرونه، تاريخي ودانۍ، ملي او هوښيار شخصيتونه، مشهور رسمونه او عنانېلري؛ په کار ده، چې د مشورې پر بنياد داسې نوم ورته وټاکل شي، چې اوريدو سره يې خلک يو پيغام واخلي او خپله سيمه، وطن او خلکلا ډېر وپېژني.

د کلنيو مشاعرو او دوديزو مېلو نومونه بايد سيمې، هېواد، تاريخ، کلتور او طبيعي ښکلاوو سره ريښه ولري!

نارنج ګل مشاعره د ننګرهار فرهنګپال، سمسور لغمان کلنۍ دوديز مېله او مشاعره د لغمان، کونړ سيند مشاعره د کونړ، زرغون نورستاندوديزه مېله او مشاعره د نورستان، انارګل مشاعره د کندهار، نښتر مشاعره د پکتيا، سنځل ګل مشاعره د لوګر، خوست کې د چېنار کلنۍدودیزه مشاعره، مڼې ګل مشاعره د ميدان وردګو ولايت، په کندوز کې ريدي ګل کلنۍ مشاعره، هلمند سيند مشاعره او په فراه کې عناب ګلکلنۍ مشاعره د هېواد فرهنګپالو، شاعرانو او د قلم خاوندانو په زيار کال په کال جوړېږي، چې له هره ځايه ورته ددې برخې مينوال مېلمانهورځي او برخه په کې اخلي.

د افغانستان نورو ولايتونو کې هم ورته مېلې او مشاعرې جوړېږي؛ خو دا ډول اقدام په خپل سر نه؛ بلکې د ولايتونو اطلاعاتو او فرهنګرياستونه او فرهنګي حلقې يې په ډېر غور او ځانګړي پلان سره جوړوي.

په دې وروستيو کې (د سالنګ زمزمې) ترسرلیک لاندې د لومړي ځل لپاره په هغه سيمه کې مشاعره جوړه شوه، چې ګڼ شمېر فرهنګيان اوشاعران ورته ورغلي وو او رپوټونه يې هم ډېر خپاره شول.

دا هم ولولئ:   د نړۍ هغه غوره پوهنتونونه چې په هغو کې زده کړه د هر يوه هيله ده!

له دې سپارښتنې څخه زما موخه دا ده، چې په علمي، کلتوري او ټولنيزو فعاليتونو کې بايد سیمه، وطن، عقيده، کلتور، ملي شخصیتونه اوطبيعي ښکلاوې په نظر ونيول شي او يو وړ اقدام بايد ترسره شي، چې تاريخ يې ثبت او د خلکو په حافظه کې هم ليک پاتې شي.

په پورته ليک کې چې ما د کومو مشاعرو او دوديزو مېلو يادونه کړې ده، زياتره يې ځانګړی او اوږد تاريخ لري، چې د هرې مشاعرې اومېلې د پيل موده، ۲۰ څخه تر ۳۰ کلونو پورې کېږي، چې د افغانستان فرهنګيان، شاعران،  د شعر او فرهنګ مينوال ترې ښې کيسې او  خاطرې لري.

اړتيا ده، چې د داسې فرهنګي فعاليتونو په تنظيم او مدیریت کې ځايي فرهنګي مسؤلين او په هېواد کې شته فرهنګي شخصیتونه مهمرول ولوبوي او د ياد شوو فعاليتونو په پلان او ترتيب کې دې پوره خواري وکړي؛ ترڅو په دا ډول فرهنګي هلو ځلو کې شاعرانه او کلتوريرنګ او خوند له ورایه محسوس شي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*