ژوند ولې په خیال کې تېر کړو؟ / بختیار پښتون

لیکنه: بختیار پښتون

اوسنی عصر او په ټوله کې روانه پېړۍ د تکنالوژۍ او ساینسي پرمختګ پېړۍ ده. له شک پرته چې د عصري او متمدنه فکر لرونکي وګړيد خپل مثبت او روښانه فکر پایله ګوري، چې په نړۍ واک چلوي.

د پرمختللې نړۍ بشري ځواک له کوچني تر ځوانه او بلاخره ټول وګړي د تخنیک، میخانیک، ابزار او نوې تکنالوژۍ د رامنځته کولو،تولیدولو، رشد ورکولو او د هېوادونو د ننګولو مفکوره او نظریه لري؛ چې همدا یې د ژوند فعالیت، مسؤلیت او مصروفیت دی.

مګر زمونږ په ټولنه کې بیا فعاله برخه، په ځانګړې توګه ځوانان یواځې په خیال کولو مصروف دي. دوی لا هم له تخیلاتو نه دي را وتلي. لاهم په خیال کې د اسمان ستوري او د لیلا خالونه شماري. لا هم په خیالي نړۍ کې د نورو سرونو کې د مایوسۍ او بې وسۍ میخونهټکوهي. لا هم د جانان او ارمان له دنیاګۍ تاویږي. چې همدا یې د ژوند مهم اړخ او پکې مصروف دي.

زمونږ  وګړو کې عمومآ داسې فکرونه موجود دي، چې د عصري او علمي موضوعاتو پر ځای تر ډېره په رواجي، قومي، دودیزو او له عقلهلرو کړنو باندې بوخت دي. له بده مرغه چې زمونږ ډېر تعداد ځوانان د راتلونکي په اړه مایوسه دي.

دوی یواځې ژوند تر خیاله محدود کړی دی. نړۍ او د ژوند غوښتنې یواځې په خیال کې رسم کوي او خوند ترې اخلي. حقیقي ژوند،پرمختګ، بریا، سیالي، ځان په نورو منلو، عملي مهارتونو زده کړې، د عصر سره هم سان مخته تللو، نوښت، نړېوال کېدنې او په ټوله کې دځان رسونې چارې ترې پاتې؛ بس قلم په لاس خیالات په سپینه ورقه لیکي.

دا هم ولولئ:   .په ژوند کې څنګه خوښ او راضي واوسو؟ / ارمان مهربان

دا ومنئ، چې همدې چارې له نړۍ لسګونه آن سوونه کاله وروسته کړي یو. که ذهنیت جوړونه،  تعلیمي برخو کې ظرفیت لوړونه او فکريروزنه ونشي؛ نو روان حالت لا مشکل سازه کېدای شي.

مونږ هم له نړۍ سره سیالان کېدای شو، که د خیال په ځای حقیقي نړۍ حس کړو.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*