د پیکاسو درې دقیقې/ فرید قربان

فرید قربان

پابلو پیکاسو د شلمې پېړۍ مشهور انځورګر، مجسمه ساز، د تیاتر ډیریکټر او هنرمند دی.

که څوک له هنر او انځورګرۍ سره علاقه لري، نو د پیکاسو نوم به یې ضرور اوریدلی وي. دغه ستر هنرمند او نقاش په ۱۸۸۱م کال د اکتوبر په ۲۵مه د اسپانیا په (مالګا) کې زیږیدلی دی.

پلار یې هم انځورګر او د پوهنتون استاد و. ویل کیږي پیکاسو له ماشومتوبه له هنر سره علاقه درلوده او د انځورګرۍ ابتدایي اصول یې له خپل پلاره زده کړي ول. وروسته په ۱۳ کلنۍ کې د بارسلونا د هنرونو په اکاډمۍ او ورپسې یې په رسمي ډول د مادرید (ساند فېرناند)د ښکلو هنرونو په اسپانیاوي اکاډمۍ کې زده کړې ترسره کړې.

ده په خپل وخت کې له مشهورو هنرمندانو (جورج براک) او (خوان ګریس) سره په شریکه د کوبېزم مکتب بنسټ کېښود. پیکاسو به هغه محال د ټوکر پر مخ خپل هنر خلکو ته وړاندې کاوه. د کوبیزم د مکتب له رویه انځورونه د هندسي شکلونه په مرسته انځوریږي او خپله د کوبیزم کلمه هم له مکعب څخه اخیستل شوې ګڼل کیږي. ددې مکتب اړوند اثار په مات مات ډول داسې وړاندې کیږي چې یو ځای یې د یو څه ټوله بڼه نه وړاندې کیږي، بلکې په عین وخت کې یې مختلفې برخې له بېلابېلو زاویو په یو انځور کې را غونډي.

په ۱۹۴۹م کال د سولې د کانګرې په یوه غونډه کې پیکاسو د سپینې کوترې انځور رسم کړ، چې لا تر ننه په ټوله نړۍ کې یاد انځور د سولې د سیمبول په توګه پېژندل کیږي.

دا هم ولولئ:   له ملي ټلوېزيون سره د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب د مرکې مهم ټکي

پیکاسو په خپل هنري نبوغ سره د خلکو له پامه غورځیدلي او واړه شیان په ډېر ښه شکل وړاندې کړي دي. د هغه په نقاشیو کې که له یوې خوا طبیعت انځور شوی دی نو بلې خوا یې د ټولنې شته محرومیتونه او ناکردې په عالي ډول هنري کړې دي.

پیکاسو د عمر تر اخره له هنر سره پاتې شو. پرکاره انسان و او نېږدې ۸۰ زره اثار یې پنځولي دي.

د نړۍ د هنري تاریخ دغه ستر هنرمند د ۹۲ کالو په عمر په ۱۹۷۳م کال په فرانسه کې مړ شو.

ویل کیږي یو وخت یې په ۳ دقیقو کې یوه نقاشي رسم کړه، خو د خرڅولو لپاره یې ډېر زیات قیمت وټاکه. اخیستونکي له یاد قیمت سره مخالفت وکړ، ویې ویل: د دریو دقیقو ستړې په بدل کې دومره ډېرې پیسې زیاتی دی.

پیکاسو ځواب ورکړ: ”په واقعیت کې ددې نقاشۍ کار په دېرشو کالونو او درې دقیقو کې شوی دی، ځکه دېرش کاله مې په همدې هنر کې په زده کړه، تجربو او خواریو تېر شوي دي“.

ځینې خلک فکر کوي چې د بریالیو خلکو بخت ملګری وي، خو په واقعیت کې هره بریا د انسان د مسلسلو هڅو، تمرکز او ستړیاوو پایله وي.

پیکاسو به ویل:

موږ زړېږو نه، بلکې لا پخېږو.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*