د دمشق سوداګر (ناچاپ کتاب) – دویمه برخه

دویم څپرکی

بیا داسې وشول چې څه وخت وروسته له دمشقه یو اوږد بار شوی کاروان را روان شو، په دې کاروان کې د هغو دوکانونو د مالکیت اسناداو طلاوې وې چې خلکو د حفیظ لپاره مدیریت کول، دا یې د همدې مدیرانو لپاره راوړي وو. په جوپه (اسرئیلي ښار) کې یې عبید، پټېرا(البتراء) کې یې ریول او همداسې د حفیظ لسو تنو مدیرانو د حفیظ د تقاعد خبر او ډالۍ ترلاسه کړل او همداسې غلي پاتې شول. ورپسې د انتي پاتریس ښار په څانګه کې دمه کول او پېسې و اسناد تسلیمول د کاروان وروستی منزل و او سفر بشپړېده.

د هغه وخت تر ټولو قوي سوداګریزه امپراتوري نوره له منځه تللې وه.

ایراسموس په مات زړه خپل بادار ته دا خبر ور ولېږه چې زېرمتون تش شو او په دوکانونو نوره د حفیظ د نوم ویاړلې لوحه نه ځړېږي. قاصد بېرته د حفیظ پیغام راوړ او ورته یې وویل چې مشر ویل ایراسموس دې راسره د چمن د منځ له فوارې سره سمدستي وګوري.

حفیظ د خپل ملګري څېرې ته ځير شو، ورته یې وویل:

کار وشو؟

هو وشو!

حفیظ ورته وویل:

خفه کېږه مه ملګریه! ما پسې راځه.

حفیظ مخکې و، ایراسموس ورپسې و، یوې زینې خواته روان وو او مرمرین فرش یوازې د دوی د بوټانو لګېدو غږ پورته کېده. څنګه چې یوهمرمرین ګلدان ته نږدې کېده، ګامونه یې ورو شول، دا ګلدان په د سترسو په یوه اوږد لرګي ایښي و او ده لیدل چې د لمر وړانګو د ښيښېسپین رنګ، نصواری کړی و. په ګونځي مخ یې موسکا خپره شوه.

بیا دواړه ملګري په هغو زینو پورته شول چې د ماڼۍ په ګنبد کې یوې کوټې ته ورغلې وې. ایراسموس ولیدل چې دې زینې سره به نور وختیو وسله وال ساتونکی ولاړ و، خو نن هغه هم نه و. بالاخره هوار ځای ته ورسېدل او دواړه یوه شېبه ودرېدل چې ساه سمه کړي. بیا په نوروزینو ښکته روان شول او په دې وخت کې حفیظ له خپل کمبرنده یوه وړه کونجي را وویستله. لویه لرګینه دروازه یې پرانیستله، دروازه یې ټېلهکړه، تر دې چې درز په کې را ښکاره شو، ایراسموس حیران شو چې مشر یې ده ته د څنګ ته کېدو اشاره وکړه او پخپله هغه خونې تهورننوت چې له تېرو دېرشو کلونو ورته هېچا د ننوتو اجازه نه درلوده.

له پورته خړ ګردونه وهلي څراغونه را ځړېدلي وو. ایراسموس د حفیظ لاس نیولی و، تر دې چې سترګې یې له تیارې سره عادت شوې. حفیظ ایراسموس ته وکتل، ورته موسکی شو، هغه په هغه کوټه کې و چې یو لرګین صندق په یوه کونج کې له دریڅې راننوتې رڼا ته پروت و. حفیظ ورته وویل:

دا هم ولولئ:   لیکوالي یعنې وروسته له مرګه ژوند کول / عاقب عمر

خفه شوې ایراسموسه؟

نه پوهېږم څه ووایم صېبه!

د دې ځای په لیدو خفه نه شوې؟ د دې کوټې د وسایلو په اړه به ډېرې خبرې کېدې. تا کله دې ته نه ده سودا شوې چې په دې کوټه کې بهڅه وي چې له دومره وخته بنده او خوندي پرته وه؟

ایراسموس ورته وویل:

هو! ددې کوټې په اړه ډېرې اوازې خپرې شوې دي، چې مشر به په د برج په دې کوټه کې څه شی پټ ساتلی وي.

حفیظ وویل:

هو ملګریه! ما ډېرې اوازې اورېدلې دي. ماته داسې ویل شوي چې دلته د الماسو او سرو زرو د ګاڼو بکسونه وي یا به یې ویل چې وحشيژوي او ځینې بې ساري مرغان په کې ساتل کېږي. یو وخت د غالیو یوه ایراني سوداګرو ویل چې ما دلته د ځان لپاره یو وړوکی حرامسرایساز کړی دی. لیشا زما د وینځو په دې فکر ډېر زیات وخندل. خو لکه څنګه چې ګورې په دې خای کې بې له دې یوه واړه لرګین صندوقهنور هېڅ هم نشته. اوس راځه رامخکې شه.

دواړه صندوق ته کېناستل او حفیظ ورو ورو هغه څرمني پټۍ پرانیستله چې په صندوق باندې اوښتې وه. هغه د لرګي خوږ بوی سینې تهکش کړ، ژوره ساه یې واخیسته او بیا یې ورو د صندوق سر خلاص کړ. ایراسموس ورمخکې شو او د حفیظ له اوږې يې ولیدل چې پهبکس کې څه دي. بیا یې حفیظ ته وکتل او سر یې په حیرانتیا وخوځاوه. په بکس کې یوازې تاو شوي څرمني لیکونه پراته وو.

حفیظ لاس ورښکته کړ او ورو یې یو لیک را واخیست. یوه شېبه یې په خپلې سینې پورې ونیوه او سترګې یې پټې کړې. په څېره کې یېآرامتیا ښکاره شوه، په څېره یې د ګونځې کمې شوې، بیا ودرېده او بکس ته یې اشاره وکړه. وې ویل:

که دا کوټه تر چته پورې له الماسو ډکه وی، ارزښت به یې دومره نه وی لکه تا چې په دې کوچني بکس کې ولیدل. ما چې له  کومې بریا،خوښۍ، مینې، ذهني آرامتیا او شتمنۍ خوند اخیستی، هغه ټول ته په همدې څو لیکونو کې پيدا کولای شې. زه د دې شیانو او هغههوښيار کس چې دا یې ماته راسپارلي، پور هېڅ وخت نه شم ور ګرځولای.

دا هم ولولئ:   د دمشق سوداګر (ناچاپ کتاب) – درېیمه برخه

ایراسموس دده خبرو ته حیران شو، یو ګام یې شاته واخیست او ویې ویل:

دا هماغه راز دی چې تا یې یادوونه کړې وه؟ دا بکس په هماغه ژمنې پورې اړه لري چې تا وئیل باید پوره یې کړې؟

د دواړو پوښتنو ځواب دې هو دی!

ایراسموس په خپل خوله شوي تندي لاس تېر کړ او حفیظ ته یې په حیرانۍ وکتل، ویې ویل:

په دې څرمنو څه لیکل شوي چې ارزښت یې تر ملغلرو لوړ دی؟

هر څه په کې شته، خو په یوه لیک کې داسې یو اصل، قانون او اساسي، په یوه داسې ځانګړې طریقه لیکل شوی چې لوستونکی یې ولوليپرې پوهېږي. که څوک غواړي چې د خرڅلاو په هنر کې استاد شي، نو هر لیک باید ولولي، ځان پرې پوه کړي او عملي یې کړي. که څوکپه دې هنر پوه شو، نو بیا چې څومره شتمني وغواړي، هومره ترلاسه کولای شي.

ستا هومره شتمنېدی هم شي؟

که وغواړي تر ما هم ډېر…!

تا وویل چې په یوه لیک کې د خرڅلاو اصول لیکل شوي دي، په بل کې څه دي؟

دا بل لیک باید لومړی ولوستل شي، هر یو یوه شمېره لري او په ترتیب باید ولوستل شي. په لومړي لیک کې هغه راز لیکل شوی چې په تاریخکې د ګوتو په شمېر څو هوښيارو انسانانو ته ورکړل شوی دی. په نورو لیکونو کې چې څه لیکل شوي، لومړی لیک درته همدا وایي چې هغهشیان باید څنګه ولوستل شي او ځان پرې پوه شي.

ایراسموس ورته وویل:

دا لکه چې داسې تمرین دی چې هر څوک تکړه کولای شي.

حفیظ ور وکتل، ويې ویل:

هو، همداسې ده. لومړی کار دا دی چې یو کس که دا نور اصول د خپل شخصیت برخه ګرځوي، نو د وخت او تمرکز په بڼه یې باید بیهپرې کړي. دا بیه به تر هغې پرې کوي چې هر اصل په ژوند کې دده عادت شي.

ایراسموس صندوق ته ورمخکې شو. یو لیک یې ورو په دوو ګوتو کې راونیوه او حفیظ ته یې ورمخکې کړ، ورته یې وویل:

وبښه صیبه! خو تا تراوسه دا اصول ولې چا سره نه شریکول، خصوصاً هغو سره چې له کلونو کلونو یې درسره کار کاوه؟ تا په هره برخهکې سخاوت ښودل دی، نو چا چې ستا مالونه خرڅول، هغوی ته دې ولې دا فرصت نه ورکاوه چې دغه لیکونه ولولي او ددې په برکت پوه اوشتمن شي؟ که یې دا شیان لوستي وی، په لږ وخت کې به ټول تکړه پلورونکي شوي وی، په دې دومره کلونو کې دې دغه زرین اصول ولېیوازې ځان سره ساتلي دي؟

دا هم ولولئ:   مفسد«ناول

حفیظ ورته وویل:

ماسره بله لار نه وه، کلونه مخکې چې دا لیکونه ماته را وسپارل شو، نو ژمنه رانه واخیستل شوه چې دا به یوازې یو کس سره شریکوم. زهاوس هم نه پوهېږم چې ولې یې رانه داسې عجیبه ژمنه اخیستې ده. ماته یې ویلي وو چې دا اصول به په خپل ژوند کې عملي کوم، تر هغېبه راسره وي چې یو بل کس را پيدا شي، هغه ددې لیکونو درسونو او لارښونو ته تر هغې ډېره اړتیا ولري چې ما ورته ځوانۍ کې درلوده. ماته ویل شوي وو چې ته به په یوه نښه هغه کس وپېژنې او لیکونه باید ور وسپارې، هه کس به ښایي پخپله هم نه پوهېږي چې په دې لیکونوپسې ګني ګرځي.

ما ډېر صبر وکړ او د همدې صبر پر وخت مې له اجازې سره سم دغه اصول هم عملي کړل. د همدې لیکونو په مرسته زه د خلکو په وینا دنړۍ ستر پلورونکی شوم، بیخي د هغه کس په څېر د نړۍ ستر پلورونکی چې دا لیکونه یې ماته راکړي وو.

حفیظ خپل پخواني یار ته وکتل، بیا یې خبره وغځوله:

ایراسموسه اوس به ښایي پوهېدلی یې چې ولې به زما ځينې خبرې او کارونه تاته ناسم ښکارېدل، خو بیا به هم بریالی وو. ما تل خپلېپرېکړې د همدې لیکونو پر اساس کړي دي، ما چې دا څومره سره زر ګټلی دي، دا مې یوازې په خپله پوهه نه دي ګټلي. زه یې یوازې وسیلهوم.

ایراسموس ترې په حیرانتیا وپوښتل:

یعنې کوم کس چې باید له تا دا لیکونه واخلي، ته اوس هم داسې ګڼي چې دومره کلونه وروسته به را پيدا شي؟

حفیظ ورو لیکونه بېرته په بکس کې کېښودل، سر یې ور بند کړ، لا بېرته پورته شوی نه و چې ویې ویل:

هو! خو ایراسموسه، تر هغه وخته راسره پاتې کېدای شې؟

ایراسموس ورو سر وخوځاوه، بیا له خونې داسې ووت، لکه خپل مشر چې په اشاره پوه کړی وي. هغه چې ووت، حفیظ بېرته په صندوق پټۍواړولې، بېرته ودرېده، ورو روان شو، د برج له دروازې بهر برنډې (بالکن) ته ووت.

له ختیځ لوري نری شمال را والوت، د بوډا سړي په مخ ولګېده، له لرې ځایه یې د دښتو او ډنډونو بوی راوړ. بوډا سړی د دمشق په لوړهودانۍ ولاړ و، موسکی شو او فکر یې پخواني وخت ته ورستون شو.

2 Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*