مفسد«ناول

ارمان مهربان

»
ناولونه او لنډې کيسې اکثراً تخيلي بڼه لري، او ډېر کم يې بيا د واقعي پيښې څرګندونکي وي. داسې چې د يوه چا د ژوند کيسه يې کټ مټ راخيستی او د کتاب بڼه يې ورکړې وي.
“مفسد” ناول چې د هېواد تکړه ژورنالیست او لیکوال ښاغلي ايمل پسرلي په(239) صفحو کې ليکلی او تازه اکسوس کتاب پلورنځي چاپ کړی دی. نوموړی ناول د يوه چا د ناکامې مینې په اړه نه دی، نه هم د هغو دوو مئينو کيسه ده چې يو بل ته رسيدلي وي او يا هم يو بل ته نه وې رسيدلي. ددې ناول کيسه د هغه چا په اړه نه ده چې مينې ته رسيدو کې ورته کورنۍ او يا هم رواجونو خنډ جوړ کړی وي. بلکې مفسد ناول د اوسنيو حالاتو په تړوا ډېرې کيسې کوي.

مفسد د هغو خلکو کيسه کوي چې په ښکلو مخونو يې ډېر خلک تېر ايستل شوي دي، او همدا ډله خلک د غريبو او ريښتينو خلکو له صداقت او ايماندارۍ ګټه اخلي او د يوه آلې په طور يې استعمالوي.

د ناول عام کرکټران د جنایي پیښو د تحقيق آمر صادق، مېرمن يې ګلالۍ او زوی يې صديق، د کورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال مبين او سکرتر يې نجيب، سناتور بشير مشفيق او متقاعد قاضي حفیظ دي.

د مفسد کيسه ډېره خوندوره ده بيخي زړه تنګوونګي نه ده. په دې کيسه کې د اولاد راتلونکي ته د مور هيله مندي او د زوی پالنې ته د پلار متوجې کيدلو جالب اکټ شته. د ناول کيسه په دې ډول شروع کېږي:

دا هم ولولئ:   50 Mindful Steps to Self-Esteem

د جنایي پیښو آمر صادق ته د کورنيو چارو وزارت څخه امنيتي مرستيال مبين زنګ وهي چې له ما سره وويني، او صادق له دې زنګ څخه ډېر متاثره او حیران وي. صادق ځي او مبين سره وينې، د صادق توصيف بیانوي او د ډېرو خبرو په پای کې آمر صادق ته دنده سپاري.

دنده د يوې ورکې شوې نجلۍ پيدا کول دي. نجلۍ چې تازه له پوهنتون فارغه شوې ده،او د سناتور بشير مشفيق لور ده. صادق ته هدايت کېږې چې ددې دندې په جريان کې به هېڅ درېيم بل کس نه خبرېږي او تر ډېره ټينګار په دې وي چې خبره رسنیزه نه شې.

ددې دندې د پلټنې او تحقيق لپاره آمر صادق ته يو دانه موبايل او يو موټر په داسې مهال ورکول کېږي، چې آمر صادق له دولته هېڅ ډول مکافات نه دې ترلاسه کړي. همدا وجه ده چې ددې موټر په ليدو يې مېرمن خوشاله کېږې خو ځوی يې په دې انديښمن وي چې خدای مه کړه پلار يې د رشوت په مقابل کې دغه موټر نه وي ترلاسه کړی.

د مبين سکرتر نجيب، آمر صادق ته د سناتور بشیر مشفيق کور آدرس ورکوي او د پيښې د تحقيق لپاره د دوی کور ته ورځي.

آمر صادق ددې دندې په جريان کې له ډېرو ستونزو سره مخ کېږي، او ددې دندې پر مهال له خپل مشري ورور متقاعد قاضي حفیظ څخه هم مشوره او مرسته غواړي. له مودو وروسته آمر صادق پوهېږي چې همدا دواړه سناتور او امنيتي معين مبين صېب ما د يوه آلې په حیث استعمالوي او له صداقت او رښتينولۍ می غلطه استفاده کوي.

دا هم ولولئ:   زه میین نه یم (برښنايي کتاب) / محمد اسماعیل کریمي

– آيا نجلۍ پيدا شوه او کنه؟
څنګه د نجلۍ د ورکيدو خبر رسنيز شو؟
– ولې امنيتي مرستيال معين مبين استعفا کوي؟
– د معین مبين سکرتر په کور کې د مړو جسدونه څنګه وموندل شول؟
– بشیر مشفيق د کورنيو چارو د وزیر په حيث څنګه مقرر شو؟
– څه ډول لويي څارنوالۍ ته د آمر صادق د فساد دوسیه ورسيده او مفسد وبلل شو؟ پوهيدو لپاره د ټول ناول لوستل کافي دي.
✍️ ارمان مهربان

1 Comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*