دین او نیوروساینس / ډاکتر ابراهیم شینواری

لیکنه: ډاکتر ابراهیم شینواری

په ښکاره داسې ښکاري چې د دیني باور لرل او د مناسکو تر سره کول انسان له اضطرابه ژغوري، او له مرګه ویره یې کموي، خو خبرهتر دې لویه ده.  په پوره ایمان او ژور باور د دیني مناسکو اجرا کول انسان ژورې شخصیتي ودې او ستر لوړوالي ته رسوي.

د رښتینې دیني عقیدې په صورت کې انسان د یو بل (دایمي، ستر، پای ته نه رسېدونکي او مکمل) ژوند امید پالي، او ځکه ورته دا ژوند دهغه په تناسب کوچنی، لنډ او تنګ ښکاري. په بله وینا د ژوند اوسنی ډول او تصور تر پوښتنې لاندې راولي او تر دې د یو بل دایمي اومکمل ژوند سره په پرتله کولو یې چلنجوي.

دغه تصور چې څومره د اخیرت لپاره ښه دی، همدومره د دې نړۍ لپاره هم دی، ځکه د یو داسې عالي ژوند د تصور په صورت کې انسانپه دې نړۍ کې هم د یو ښه او عالي ژوند پر لور ګامونه اخیستلی شي. دا تفکر چې تر دې ژوند یو ښه ژوند پکار دی، انسان ته له ښه نه دښه تر ژوند زمینې جوړوي.

د انسان دوه قابلیتونه تر نورو ژوندیو موجوداتو د ده د برترۍ سبب شوي دي: تخیل او تصور، او تعاون او همکاري.

د تخیل او تصور له برکته انسان دا حیرانوونکي کشفونه او اختراعات کوي، چې ژوند ورسره ورځ تر ورځې ښه کیږي او د تعاون اوهمکارۍ له امله انساني ټولنې، کلي، ښارونه، هېوادونه، نظامونه او سیستمونه جوړوي چې بیا هم د انساني ژوند د ارتقا پر لور لوی اوټینګ ګامونه اخستل کیږي.تر ټولو لوړ تصور هماغه د دایمي ژوند تصور او پرې باور دی.

دا هم ولولئ:   موږ د خپلو خلکو لپاره څه کولای شوو؟_خیرالله هوتک

کوم تصور چې د انسان په فکر کې راتلی شي، په عمل هم بدلیږي، ځکه د انسان مغز هغه څه تصوروي چې د عملي کېدو امکان یې وي. د انسان مغز د تصور، هیلو او پیشبینۍ یو ماشین دی.

اوس د حقیقي دیندارو مشرانو دنده ده چې د خپلو پیروانو فکر اصلي موضوع ته متوجه او دې ته وهڅوي چې په دې ژوند کې د عالي،ایډیال او فوق العاده سوکاله او سوله ایز ژوند امکانات ولټوي چې ورځنی ژوند د جنتي ایډیالونو په رڼا کې ورځ تر بلې د سکون، تعاون،مینې او ایثار پر لور روان کړي. د مومن اصلي دنده همدا ده. تر ایمان وروسته د صالح عمل بیا بیا ذکر د همدې لپاره دی، چې انسانان دنورو انسانانو او ټولنې او چاپیریال د چارو اصلاح وکړي، او یو بل ته په ښېګڼه او تقوی کې پکار شي او په اثم (تنګ نظرانه ګناه) او پهسرپیچۍ (د قانون، طبیعي میکانیزمونو او د خدای له مشیت سره مقابله) کې یو د بل همکاري ونه کړي. دروني سکون او د مرګ له ویرېنجات د دین د فرعي هدفونو څخه دي، اصلي هدف یې په دې دنیا د جنت په پیروۍ ژوند جوړول او د یو بل دایمي او مکمل ژوند لپارهتیاريدل دي.

د نیوروساینس یو پوهاند Patrick McNamara وایي چې دین د انسان له فطرت سره سم راغلی دی او که څوک غواړي چې د انسانفطرت په سمه مانا وپیژني، دین دې مطالعه کړي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*