کله او پر چا باور وکړو ؟/ اسدالله دولتزی

لېکنه: اسدالله دولتزی

په انساني ټولنه کې موږ اړ یو، چې په ګڼو مسایلو کې له نورو همکاري او مرسته وغواړو او د همدې مرستې په اساس کولای شو هغهچارې چې سختې او په یوه ځان یې نشو کولای د نورو په همکارۍ یې ترسره  کړو.

خو برعکس بیا د ځینو خلکو له لورې په لوی لاس داسې کړنې هم ترسره کېږي، چې په شکل د اشکالو سره غواړي دوه خواږه او صمیمي  ملګري  زړه  بدي او ترمنځ یې شک او شُبهه رامنځته  کړي.

ارواپوهان وایي:هرکله چې یوه ملګري درته د بل ملګري/ دوست په  اړه خبره وکړه، په سړه سینه یې واوره او بیا د هغې خبرې د صدقلپاره خپل تلاش پیل کړه چې ایا دا ویل شوې خبره حقیقت لري یانه؟

هېڅلکه تر تحقیق وړاندې خپل خواږه دوستان او صمیمي ملګري مه  خوابدي کوئ او مه ورڅخه لاره بېلوئ!

بد بختانه په اوسنۍ ټولنه  کې ډېری داسې خلک دي، چې دوی همدې تخریب، د دوه دوستانو او ملګرو د جداوالي او د اړیکو د تتوالي اوبلاخره له منځه وړلو په هڅه کې دي؛ خو مقابل کې بیا ډېر کم خلک د ملګرو او دوستانو د اړیکو پیاوړتیا لپاره کار کوي.

د قران کریم ارشاد دی چې، تاسو ته که هر چا یو خبر در وړه، په پوره ډول يې تحقیق وکړئ، چې وروسته بیا پښیمانه نشئ.

دغه راز د احساساتو پرېکړې تل نېمګړی وي او هېڅکله تاسې بریالیتوب ته نشي رسولی، نو په  ملګرتیا او دوستۍ کې تل له  زغم اوصبره کار اخلئ او هغه چارې مه ترسره کوئ چې سبا بیا پرې خدای ناخواسته  د شرمندګۍ او خجالت احساس وکړئ.

دا هم ولولئ:   د ماشومانو شخصيت جوړونه_جمیل ځاځی

تجربو ثابته کړې، چې ریښتینې او صادق انسانان ډېر ځورېږي او د دوی د ځوریدو یو لامل هم له حده زیات صداقت او ژمنتیا ده هغه کهد ملګرو، کورنۍ، دوستانو او همکارانو ترمنځ هم وي، باید هرڅه ته یو حد معلوم وي او هېڅکله په  هره کچه  انسان له هغې وانه وړي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*