ته چې ومرې، څوک به ژاړي؟

لنډېز: عنایت الله هیوادمل

کتاب (ته چې ومرې څوک به ژاړي؟) پېژندنه

دغه کتاب ښاغلي روبین شرما لیکلی دئ چې په انګلېسي کې یې نوم (Who Will cry When You Die?) دئ، زموږ ځوان او بااستعداده لیکوال میراحمد یاد پښتو ژبې ته ژباړلی او اکسوس کتاب پلورنځي په ۱۳۹۸ لمریز کال کې چاپ کړی دئ.
تر اوسه دا کتاب دوه ځلي چاپ سوی دئ، خو د چاپ شمېر يې نه دئ ذکر سوی چي هر واري په څومره تعداد چاپ سوی دئ او د کتاب تر لړلیک وروسته د کتاب اصلي موضوع شروع سوې ده یعنې سریزه نه لري.
په دې کتاب کې د ژوند ۱۰۱ درسونه په ۱۶۶ سپینو پاڼو کې ذکر سوي دي او ددې کتاب بیه ۱۲۰ افغانۍ ټاکل سوې ده.
ددې ژباړل سوي کتاب ښېګڼه دا ده چې ډېره ساده او په روانه پښتو ژبه ژباړل سوی دئ.
همدا رنګه چي متن کي ئې هیڅ داسې مغلق او پېچلې جملې نسته چې لوستونکي ستړي کړي او لوستونکي کولای سي چې له کتابه څخه ډېر ژر اخذ ځني واخلي.
د کتاب غورچاڼ:
قدرمنو لوستونکو! ددې کتاب کې د ژوند ۱۰۱ درسونو دي، نو د ټولو درسونو غورچاڼ راوړل یو څه مشکل کار دئ، یو خو مقاله بیخي راڅخه اوږده کیدله او بله خبره دا ده چي که زه ددغو ۱۰۱ درسونو غورچاڼ راوړم نو د کتاب خوند ځي نو په دې خاطر مي ځینې درسونه راوړي دي.
ددې اثر (ته چې ومرې، څوک به ژاړي؟) لومړی درس دا دئ چي خپل ږغ واورئ یعني د خپل ژوند غوښتني وپېژنئ او په ژوند کې خپلو کارونو زیات متوجه سئ او پر هغو شیانو تمرکز وکړئ چي تاسې ئې په ډېر ښه ډول کولای شئ.
په دې درس کې دا هم راغلي دي چې د خپلې خوښې بدلون راوړلو له پاره نورو خلکو ته مه په تمه کیږئ لکه مهاتماکاندي چې وایي: ” ته په خپله هغه بدلون سه چې ته ئې خپله نړۍ کې لیدل غواړې”
که موږ په ژوند کې هغو کسانو ته متوجه سوو چې هغوی په ژوند کې زیات پرمختګ کړی دئ او یا هم د دوی ژوند لیکونو ولولو، نو و به وینو چې دوی په لومړي سر کې خپلو کارونو ته زیات متوجه سوي دي، په خپلو کارونو کې ئې هڅې کړي دي، پر ناکامو یې بسنه نه ده کړې بلکې مقابلې یې ورسره کړي دي او په اخر کې يې ځانونه د بریا دورازو ته رسولي دي.
(ته چې ومرې، څوک به ژاړي؟) په لسمه پاڼه دوهم درس کې لوستونکي هڅوي چې په ژوند کې مهربانه او له خلکو سره ښه رویه کوونکي اووسئ.
په دې درس کې راځي: “هره ورځ له یوه نابلده سره مهرباني کوئ.”
لیکوال روبین شرما دې درس کې وایي: “معنادار ژوند له ورځینو مهربانیو او ښېګنو جوړ دئ او همدا زموږ عمر ته رښتني لویي ورکولای سي. ”
دی زیاتوي که تاسې د ورځي د یوې مسکا لامل سئ یا د یوه نابلده کس زړه ښه کړئ نو ورځ مو ارزښتمنه ده.
له نابلده خلکو سره په نویو لارو او طریقو ښېګڼې او مهربانۍ کوئ یعني په موټر کې یوه اړمن کس ته چوکۍ پرېږدئ، له نورو کسانو څخه ځان په سلام او روغبړ کې مخکې کوئ.
درنو لوستونکو! په ژوند کې به مو ځینې کسان لیدلي وي چې پر یوه کوچنې ستونزې زیاتې اندېښنې کوي، فکر ئې ټول کډوډ سي د ژوند اصلي هدف ځنې هیر سي،که څه هم دغه ستونزه دومره لویه نه وي خو دا کسان ځان ته دغه کوچنې ستونزه دومره لویه کړي چې اخر ځان په تشویش اخته کړي.
ښاغلي رویین د دغه اثر د ژوند په دولسم درس کې راته وایي: “اندېښنو ته دمه ورکړئ. ”
د ده په خبره د اندېښنو عادت د ختمولو له پاره ما یوه ښه طریقه دا پیدا کړه چي اندېښنو ته مي وخت وټاکه، دا وخت زه د (اندېښنو دمه بولم)
طریقه داسې ده: “که چیرې موږ یوه ستونزه ولرو، نو موږ په ویښه څو ساعتونه په همدې موضوع فکر کولو ته ورکولای سو، خو زه وایم چې تاسې اندېښنو ته وخت وټاکئ مثلاً: هر سهار نیمه او یا هم یو ساعت د اندېښنو په دې وخت یا موده کې خپلو اندېښنو ته ورښکته سئ او پرخپلو ستونزو ښه فکر وکړئ. دا وخت چي ختم سوو نو تاسې باید ځان داسز روزلی وي چې اندېښنې همدلته شاته پرېږدئ او یو ګټور کار وکړئ مثلا ً: بهر قدم وهل، اغېزناک کتاب لوستل.
همدا رنګه که چیرې د ورځې په نورو برخو کې درته اندېښنه پیدا سوه نو په هغه کتابچه کې ئې ولیکئ چې د ځان سره یې د اندېښنې راتلونکي دمې ته ور وړئ. دا طریقه ساده ښکاري خو ډېره قوي ده.”
په ۲۰۱۸م. کال کې مې د کندهار له یوې چاپي رسنۍ منډیګک اوونېزي سره کار د خبریال په حیث دنده اجرا کوله.
کوچنی اختر راغلی او له ادارې سره مې مشوره وکړله چې په دې اختر کز باید د کندهار معلولینو کلې ته ولاړ سم او وګورم چې اختر پر دوی ‎څنګه تېرېږي.
د اختر په دوهمه د معلولینو کلې ته ولاړم او هلته مې د خپلو سترګو لیدلی حال ولیکئ.
د معلولینو سره د مرکو کولو پر مهال چې یوه شي خپل ځان ته متوجه کړم هغه د خپل روغ بدن او ښه صحت و ځکه دوی به بار بار په خپلو خبرو کې د روغ بدن خبره راته مخه کوله او ویل به که چېري موږ روغ بدنونه درلودای نن به مو د نورو خلکو په څېر اختر لمانځل وای.
همدا شان په خپله ټولنه کې به مو ډېری داسې معلولین او ناروغان لیدلي وي چې د روغ بدن او ښه صحت په ارمان وي، د ښه صحت او روغ بدن قدر ناروغانو معلولینو ته معلومیږي.
که موږ او تاسې پر خپلو ځانونو دا قیاس کړو چې خدای نکرده موږ دې معلول او یا هم ناروغ اووسو نو موږ به څونه د روغ بدن او ښه صحت ارمانجن یو؟!
ښاغلي شرما دغه اثر( ته چې ومرې څوک به ژاړي؟) په ۳۵مه پاڼه کې د خپل بدن درناوی وکړئ تر عنوان لاندې داسې توصیه راته کوي: ” که موږ ښه ژوند او صحت غواړو نو خپلو ځانونو باید پام وکړو او درناوی ئې وکړو. ”
دی زیاتوي، منظم ورزش مو نه یوازې صحت ښه ساتي بلکې په روښانه فکر کولو، نوښت راسپړلو او د فشار په مدیریت کولو هم درسره مرسته کوي.
دې کتاب کې د هارورډ د څېړنې یوه خبره ئې راخیستې ده چې وايي:
“یو ساعت ورزش ستاسې درې ساعته عمر اوږدولای سي. ”
درنو لوستونکو! زموږ په پښتنې ټولنه کې د مجلس مخکښ کس هغه څوک دئ چي ښې خبرې وکړي، خبرې منطقي او پر دلایلو ولاړي وې، نو د مجلس ټول ناست کسان به له هغه سره موافق سي.
که فکر وکړو ده دا ښې خبرې له څه شي زده کړي دي؟ ولي ټول ناست کسان له ده سره موافق دي؟ نو موږ د ټولو جواب به دا وي چې ده خو تعلیم او کتابونه مطالعه کړي دي نو ځکه ښې خبرې کوي.
همدارنګه د یوې ویب پاڼي په یوې مقاله کې راځي هغه چا چې کتاب لوست دئ د هغه ژوند ئې بدل کړی دئ لکه اورهان پاموک وايي: ” ما چې یو کتاب ولوست ټول ژوند مې بدل سوو.”
کتاب انسان ته د ښه ژوند کولو لارې چارې بیانوي، ښاغلي روبین په خپل اثر(ته چې ومرې، څوک به ژاړي؟) د ژوند په ۲۸ درس کې وايي: ” تل ځان سره کتاب ګرځوئ.”
په دې درس کې راځي چې هیڅ ځای ته بې کتاب مه ځئ که تاسي سره کتاب وي او لیکه/ قطار کې ولاړ یاست، نور خلک به زړه خوري، نفستنګي به وي خو تاسي به له کتابه ښې مفکورې را اخلي او خپل ذهن به پرې تغذیه کوئ.
ددغه درس تر ټولو خوندوره خبره بیا دا ده چې وايي د ښه کتاب یوه مفکوره مو شخصیت او کرکټر جوړولای سي، اړیکي ښې کولای او ژوند بدلولای سي.
دا زموږ ځینې خلک د وخت په تېرېدو زیات خوشحاله وي خو فکر يې نه وي چي ژوند يې د ختمېدو په خوا روان دئ او نه يې هم فکر دا راګرځي چې زه ولې دا خپل ارزښتمند وخت په داسې پر عبثو کارونو تېر کړم چې نتیجه يې صفر وي.
په یوه نبوي حدیث کې د وخت ارزښت یادونه داسې سوې ده:
په صحیح بخاري کې له ابن عباس (رض) څخه روایت نقل سوی چې رسول الله (ص) وفرمایل: ” دوه نعمتونه داسې دي چې ډېر خلک یې په اړه دوکه کيې واقع سوي او په ښه توګه ترې ګټه نه اخلي روغتیا او وخت.
بزرګان وايي: ” (الوقت سیف القاطع) یعنې وخت تېره توره ده. ”
دغه اثر(ته چې ومرې، څوک به ژاړي؟) کې لوستونکی د وخت په ارزښت پوه کوي او ښاغلي روبین شرما خپلي لوستونکي ته د ژوند په ۳۷ درس او د کتاب په ۷۳ پاڼه کې داسي سپارښتنه کوي.
” ژمنه وکړئ چي وخت به ډېر اغېزناک ډول مدیریت کوئ. د خپل وخت په ارزښت ځان سم پوه کړئ. خلک مه پرېږدئ چي ستاسي دا قیمتي شتمنۍ ضایع کړي او دا پانګونه یوازي پر هغو شیانو وکړئ چې رښتینی ارزښت يې لري. ”
په ژوند کې د انتقام اخیستلو پر ځای بخښنه کول ستر فضلیت لري او یو چا ته بخښنه کول داسې ده لکه پر اور چې اوبه واچوي. که موږ انتقام او بخښنه دواړه یوې تلې/ ترازو ته واچوو نو و به وینو چې د بخښنې خوا څونه ډېره درنه ده.
(ته چې ومرې څوک به ژاړي؟) د کتاب په ۹۵ پاڼه کې ددې اثر لیکوال داسې وايي: “چا چې درسره بد کړي وي، د هغه بښل ځان خوارول نه دي بلکې ځان درنول دي، تاسې چې په ځان کې کومه کرکه او رخه راټولوئ، ددې پرېښودل او ازادول، مقابل لوري نه بلکي ستاسي ګټه او خپل ځان سره ستاسي ښېګنه ده. زه زیاتره وخت خلکو ته د درس پر مهال وایم که تاسي له یوه کس سره په زړه کې کینه ساتئ، دا داسې لکه هماغه کس مو چې په شا کړی وي او ګرځوئ يې. ”
هغه ستاسي انرژي، ارامتیا، شوق او ذوق درختموي خو کله چې تاسي هغه کس وبخښئ نو له خپلې شا یې ښکته کړئ او بیا ښه په ارامۍ سره په نړۍ ګرځیدی سي.
همدا رنګه ددې کتاب یوه بل درس د ملګرتیا په اړه دئ، موږ او تاسي په ژوند کې له ډېرو خلکو سره ملګرتیا پيلوو خو ځیني خلک د ملګرتیا وړ وي او ځیني بیا نه ځکه هغوی یوازې ستا د ملګرتیا څخه ناوړه استفاده کوي او هر وخت چې ئې خپل کار درڅخه واخیست نو په خپله لاره در څخه جلا کوي، په هغه ورځ به سخت پېښمانه سوو چي ولي مو له ددې کس سره ملګرتیا پیلول.
ځیني ملګري بیا د خدای تعالی (ج) ښه نعمتونه دي ځکه د هغوي ملګرتیا له مطلب پرته د الله ج د رضا له پاره وي.
نبي کریم (ص) فرمایلي: د نیک ملګری مثال داسې دئ لکه عطر پلورونکی او د بد ملګری مثال د بټۍ تازه کوونکی (اهنګر) دئ، عطار خو به تاته د خوشبو ډالۍ درکړي یا به ته ورڅخه عطر واخلي او یا به ترې ښکلی بوی حس کړي خو آهنګر به ستا جامي وسوځي او بدبوی به ترې محسوس کیږي.
د پورته حدیث شریف د نیک او بد ملګری مثال په ډېر عجیب شکل توضیح سوي هدف ترې دا دئ چي نیک ملګری اګر که په ښکاره تا سره ښېګڼه و نه کړي ډېر معنوي ګټي يې در رسیږي، خو بد ملګری که ظاهراً تاته زیان و نه رسوي له معنوي ضررونو يې نه سي بچ کیدی.
همدا شان ( ته چي و مرې څوک به ژاړي؟) کتاب د ژوند ۶۰ درس کي لوستونکی په دې مکلف کوي چي د زیاتو خلکو سره ملګرتیا پيل کړه.
ښاغلي روبین شرما په دې اثر کي وايي: ” که ژوره ملګرتیا غواړئ نو د خپلي آرامتیا له ساحي راووځئ، څوک چي نه پېژنئ، ښه توده راشه درشه او خبري ورسره وکړئ، که د ملګرۍ تخم وکرئ نو د ملګرو پریمانه میوه به ترې واخلئ.
زموږ په اسلام مبارک دین کي هر چا له پاره حقوق ټاکل سوي دي لکه: د الله حقوق، د رسول (ص)حقوق، د قرآن کریم حقوق، علماء ګرام حقوق، د والدین حقوق، د اولاد حقوق، د یتیم حقوق، مسکینانو حقوق، د مسافر حقوق، د میرمني حقوق، عام مسلمانانو حقوق، حیواناتو حقوق او داسي نور…
په اسلام کي مور او پلار پر خپل اولاد باندي یو شمېر حقوق لري او همدا رنګه اولاد هم پر خپل والدینو باندي هم حقوق لري چي باید ور ئې کړي لکه: د ژوند کولو حق، پر اولاد باندي ښه اسلامي نوم ایښودل، د اولادونو تر منځ فرق نه کول، د پالني حق او داسي نور…
ښاغلي روبین شرما ددې اثر د ژوند په ۶۶ درس کې خپل لوستونکي ته دا توصیه کوي چې باید د خپلو اولادونو ښه پالنه او روزنه وکړئ او والدین باید د اولاد روزلو ځینې رسمي مهارتونه ولري.
نوموړی په دې هم ټینګار کوي چي اولادونه ته دي وخت ورکول سي او که چیري وخت ور نه کړل سي، نو هغه کسان ښه والدین نه سي کیدای، نو یو وخت به والدین سخت پښېمانه یې او لوی فرصت به ئې له ګوتو وتلی وي.
قدرمنو لوستونکو! که موږ او ستاسي په خپل چاپیریال کي وګورو، نو دوه ډوله خلک به مو تر سترګو سي:
یو: هغه کسان چې په ژوند کي هدف کي ټاکي.
دوه: هغه کسان دي چې بېله هدفه ژوند تېر وي.
هغه کسان چې د خپلو ځانونو له پاره هدفونو ټاکي او هغوی له پاره هڅي کوي چي په یوه نه یوه لار ځانونو تر خپلو هدفونو ته ورسوي. هدف ته د رسېدو په لاره کي که ناکامه هم سوې نو خجاله کیږي مه ځکه لویانو د ناکامۍ په اړه وايي:
” ناکامي یوازي کمزوري نفس له منځه وړلی سي، خو پیاوړي نفس له ناکامۍ نه بیا د بریالي کېدو د یوې وسیلې په توګه کار اخلي. ”
همدارنګه که موږ او ستاسي د هغو کسانو ژوند لیکونو ولولو، چي په ټولنه کي د ځلانده ستورو په شان دي او هر څوک ئې پېژني او احترام یې کوي.
دوی په ژوند کي موخي/ هدفونه ټاکلي وه او د هغو له پاره ئې نه ستړي کېدونکي هلي ځلي وکړې او په پای کي ئې دا مقامونه تر لاسه کړه.
همداشان( ته چې ومرې، څوک به ژاړي؟) کتاب کي لیکوال د ژوند په ۶۸ درس کي وايي:
“ما زیاتره بریالي خلک لیدلي چې ځان سره یو کارت ګرځوي او په اوزګار/ فارغ وخت کي یې یو وار تر نظر تېروي. په دې کارت کي دوی خپلي سترې موخې او ورسره د هغو موخو تر لاسه کولو وروستۍ نېټې لیکلي وي. ”
دی زیاتوي، که موږ له ځانه سره د خپلو هدفونو یو کارت ولرو او د ورځي پرې دوه درې ځله تر نظر تېر کړو نو دا به مو ذهن پر هغو شیانو متمرکز وساتي چي واقعي ارزښت لري.
درنو لوستونکو! که غواړئ چي نور هم د دې کتاب (ته چې ومرې، څوک به ژاړي؟) په اړه وپوهیږئ نو دا کتاب واخلئ او د کور په یوه ارام ځای کي کښېنئ او په مطالعه کولو يې شروع وکړي.

دا هم ولولئ:   د لټۍ ارواپوهنه (ناچاپ کتاب) / څوارلسمه برخه

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*