د مطالعې ۴ په زړه پورې ګټې

ژباړه:محمد عزیز پردېس

په دوامداره توګه د انځوريزو، شعري مطالبو، خاطرو او ورځپاڼو مطالعه کولی شي د شخص د روغتيا لپاره ښې ګټې له ځان سره ولري. وروستيو څېړنو دا ثابته کړې چې مطالعه نه يوازې دا چې له انسان سره مرسته کوي چې ارامښت ته ورسېږي، بلکې د عمر د اوږدوالي سبب هم ګرځي. د همدې ليکنې په دوام د مطالعې د ۴ په زړه پورې ګټو په اړه به معلومات وړاندې شي.

۱- لوستل ستاسې د مغز اړيکې غښتلې کوي
لوستل د مغز د مختلفو برخو ترمنځ نوې اړيکې اسانه کوي. په ۲۰۱۳ کال کې يوې څېړنې وښوده چې د يو رومان مطالعه کول د دې سبب ګرځي چې د مغز د برخو ترمنځ اړيکې ډېرې شي، چې دا بيا د ژبې د بيان برخه کنټرولوي. همداراز مطالعه د مغز د دوو اړخونو حسي برخه کې اوږدمهاله بدلونونه رامنځته کوي. دا هغه برخه ده چې حسي معلومات تنظيموي.

لوستل په مغز کې د عصبي سلولونو د رامنځته کېدو سبب ګرځي، دغه پروسه د نووروژنز په نامه پېژندل کېږي. د هغه مطالبو لوستل چې فکر کولو ته اړتيا لري، د دې سبب کېږي چې په مغز کې نوي نيورنونه رامنځته شي. نيورنونه هغه سلولونه دي چې پيغام استوي او معلومات د مغز مختلفو برخو ته استوي.

۲- مطالعه د سټرس کچه کموي
څېړنو ښودلې چې يوازې د ۳۰ دقيقو لپاره مطاله کولی شي د سټرس جسمي او عاطفي نښې کمې کړي. په ۲۰۰۹ کال کې يوه څېړنه ترسره شوه چې په کې يو ډله زده کوونکو باندې د يوګا، طنزيه فلمونو او مطالعې ترسره کولو تمرينونه وشول او په پای کې پرتله شول.
دې مطالعې وښوده، هغه زده کوونکو چې د ۳۰ دقيقو لپاره يې خبري مقالې لوستلې، د فعاليت د پيل مخکينې مودې په پرتله يې جسمي سټرس لکه د زړه ضربان او د وينې فشار ټيټ شوی ؤ. هغوی همداراز په دې څېړنه کې د نورو ډلو په پرتله کم سټرس لره.

دا هم ولولئ:   ستاسو د شخصیت لپاره مناسب کار/دنده

په دې څېړنه کې دا پايله ترلاسه شوه چې، لوستل د ارامښت سبب ګرځي او د سمپاتيک عصبي سيستم تحريک کموي، هغه سيستم چې د خطر پرمهال بدن ته خبرداری ورکوي.
کېدای شي د خبرونو لوستل د ټولو لپاره ارامښت رامنځته نه کړي. د دې پرځای کولای شئ چې رومانونه، لنډې کيسې يا نور مطالب د مطالعې لپاره وټاکئ.

۳- مطالعې له تاسې سره مرسته کوي چې عمر مو اوږد شي
مطالعه نه يوازې د مغز د سلامتۍ لپاره ګټوره ده، بلکې د عمر اوږدوالي سبب هم ګرځي.
په ۲۰۱۷ کال کې يوه څېړنه خپره شوه، چې ۱۲ کاله يې وخت نيولی ؤ. په دې څېړنه کې ويل شوي ؤ، کوم کسان چې مطالعه کوي، د هغو کسانو په پرتله چې مطالعه نه کوي؛ ۲۰ سلنه د مړينې احتمال يې کم دی.
مطالعه کولای شي تاسې ته د دې زمينه برابره کړي، چې په ښه او سالم ډول ژوند وکړئ او په دې توګه نسبتا اوږد عمر وکړئ.

۴- لوستل ستاسې حافظه غښتلې کوي او تمرکز مو ډېروي
په داسې حال کې چې مغز عضله نه ده، خو ورزش ورته ګټه کوي. لکه څرنګه چې مختلف حرکات او وزن پورته کول او کښته کول بدن غښتلی کوي، په همدې توګه لوستل د حافظې او تمرکز د غښتلي کېدو لامل ګرځي.

کله چې انسان مطالعه کوي، له ليکل شوي متن څخه يوه (‌ذهني نقشه) رامنځته کوي. هغه نقشه نوموړي سره د کلماتو په لوستلو او د مطالبو په ياد ساتلو کې مرسته کوي. د مطالعې يوه منظمه پروسه کولای شي ستاسې مغز سره مرسته وکړي چې مطالب مو تر ډېره په ذهن کې پاتې شي.

2 Comments

  1. څنګه کولاى شو خپلې ليکنې له تاسې سره شريکې کړو او تاسې يې له دغه صفحې نشر کړئ

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*