ښو او بدو خلکو لس نښي

نبي الرحمن

!

هر څوک غواړي ښه شخص و اوسي داسی چې په ټولنه کې یو ښه تصویر ولري، احترام یې وشي او په درنه سترګه ورته وکتل شي
خو ډیر کله موږ نه پوهیږو زموږ څه وکړو چې په ټولنه کې مو خلکو ته ښه تصویر وړاندي کړو

که څه هم ښه او بد یو نسبي مفهوم دی خو که د ټولني په هنداره کې وګورو په اساني پوهیږو څنګه شخص یو.
نن موږ تاسو ته د ټولني له عینکو د ښو او بد انسانانو لس نښي در ښیو

۱-ښه خلک نور د ځان په څير نه جوړوي،خو بد خلک بيا هر وخت ددې په لټه کې وي چې نور هم د ځان په څير کړې!!

۲-ښه خلک ځانته د نورو پام نه اړوي،خو بد خلک تل ددې په هڅه کې وي چې د نورو پام ځانته را واړوي!!

۳-ښه خلک د هر چا درناوي کوي،خو بد خلک يوازې د زور واکو او پیسه داره خلکو درناوي کوي!!

۴-ښه خلک پر ځان نه مغروره کېږي،خو بد خلک همیش لپاره پر ځان مغروره وي!!

۵-ښه خلک نورو ته خوښي ورکوي او د نورو ستاينه کوي،خو بد خلک پر نورو نيوکې کوي،او تل ځان پر نورو لوړ بولي!!

۶- ښه خلک تل غوره کارونه ترسره کوي او پر خپلو ژمنو عمل کوي،خو بد خلک بيا وعده خلافه او هر څه کولو کې خپلي ګټي ګوري او که په ورانکاریو او خلکو ته په ضرر رسولو کې یی هم ګټه وي کوي یی.

۷- ښه خلک خپل نظريات په ازاده توګه نورو ته ښايي،خو بد خلک بیا په هر څه کې منافقت کوي په خوله یی یوه او په زړه بله وي

دا هم ولولئ:   زما لپاره د ۲۰۲۲ کال درسونه/ روبېن شرما

۸-ښه خلک اخلاصمند او د نورو سره مرسته کوونکي وي،خو بد خلک يوازې د صداقت تمثیل کوي.

۹: ښه خلک د نورو په کارونو کې مداخله نکوي خپل ځان کورنۍ او ټولني ته پام کوي
خو بدو خلکو نه خپل ځان پاتي وي او د نورو په ژوند او چارو کې لګیا وي.

۱۰: ښه خلک د خپل ځان پرمختګ ته پام کوي نوی مهارتونه زده کوي، لوړي زدکړي کوي او مطالعه کوي
خو بد خلک ټول وخت بهاني لټوي او نه د ځان او نه هم د کورنۍ لپاره کار کوي

ددې لپاره چې اخلاقي او ټولنیز اصول مو په ځان عملي کړي و اوسي، او په ټولنه کې له ښه نوم او تصویر څخه برخمن و اوسو لازمه ده پورتنیو ټکو ته متوجه و اوسو

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*