پيلبو لنډې کيسې_ارمان مهربان

ترتیب :ارمان مهربان

اجمل پسرلی د هېواد په کچه د لنډو کيسو يو ډېر عالي ليکوال دی. لنډې کيسې يې ډېر مينوال لري، او د لنډو کيسو يې درې کتابونه پخوا چاپ شوي دي چې اوس يې تازه يو بل د پيلبو په نوم کتاب سروش کتاب پلورنځي چاپ کړی دی. په دې کتاب کې ټولې اتيا کيسې دي. د لنډو کيسو خوند هغه وخت ډېر وي، چې پر لوستونکي ونه غمېږې. د پسرلي صېب کيسې اکثراً واقعي بڼه لري، لوستونکی هماغه صحنې ته له ځان سره بيايي. د پيلبو پيل ډېر خوندور شوی دی، هغې صحنې ته مو ډېر ژر بيايې چې لیکوال يې بيانوي. کيسه يې يو پربل پسې تړلې ده له يوې دويمه له دويمې يې درېيمه او داسې نورې خوندورې دي. ښاغلی پسرلی يې ددې کتاب په مقدمه کې ليکې:”د يو شمير کيسو ځينې برخې ما تجربه کړي او اکثراً پيښې ما حس کړې دي. د حواسو پر مټ مې داسې ژورې خپلې کړې دي چې د تراژیدي کيسو تر ليکلو وروسته مې غلی غلې اوښکي پاکې کړې دي.” خو د نوموړي دغه خبره واقعي ده، ځکه ما يې هم د لوستلو پر مهال ځينې کيسې حس کړې او زه يې کيسې له ځان سره بېولی يم. د کيسې د پای پر وخت مې ځان ډېر هیجاني موندلی دی ډېر ځل مې سترګې يو او بل خوا اړولې دي، او د يوه نابلده ماشوم په څېر مې ذهن ته څه څه سوچونه راغلې دي. د ځينو کيسو پای او حس خوندور او د ځينو نورو يې بيا بيخي ډارونکی دی.

دا هم ولولئ:   ځلک «شعري ټولګه» شاکر اورکزی (برښنایي کتاب)

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*