موږ هم پنځوس کاله پخوا ستاسو غوندې فکر کاوه / ژباړه لعل الدین عاطف

ژباړه: لعل الدین عاطف

يو محصل د خپلو زده کړو د‌ دوام او د دوکتورا د اخيستلو لپاره له خپلې کورنۍ سره اسټراليا ته ولاړ. هلته يې کوچني زوی په يوه اسټراليايي ښوونځي کې نوملیکنه وکړه‌، څو هغه هم ددې هيواد ښوونيز سيستم تجربه کړي.

په اوله‌ ورځ يې چې زوی له ښوونځي راوګرځېد، پلار يې ترې وپوښتل: نن مو په ښوونځي کې څه ولوستل؟
زوی يې ځواب ورکړ: نن مو د سګرټو د زيانونو په اړه ولوستل، ښوونکي مو راته يوه کيسه وکړه او لاسي کار مو هم وکړ.
پلار يې وپوښتل: رياضي او نور علوم مو ونه لوستل؟
زوی يې وويل: نه.
په دويمه ورځ چې کله هلک له ښوونځي راستون شو، پلار يې خپله پوښتنه بیا تکرار کړه. زوی يې ځواب ورکړ: نن مو نيمه ورځ ورزش وکړ، زده مو کړل چې څنګه پرځان باور له لاسه ورنه کړو او په وروستي ساعت کې يې راوښودل چې بايد يو څه عايد مو دولت ته ورکړو چې د ښارونو او کليو په ابادۍ کې مصرف شي.

له څو ورځو وروسته چې هلک تلو او راتلو او پلار يې ترې پوښتنې کولې، نو پلار يې يو څه اندېښمن شو، ځکه ليدل يې چې په ښوونځي کې يې زوی رياضي، فزيک او نورو علومو ته کم وخت ورکوي چې د هغه په نظر درس ګڼل کېده..

دا چې پلار يې د زوی د پرمختګ په اړه اندېښمن و، نو ورته ويې ويل: له دې وروسته هره دوشنبه ښوونځي ته مه ځه، په دې ورځ به درته په کور کې رياضي ښيم.

له دې وروسته يې زوی هره دوشنبه ښوونځي ته نه تلو. په اوله دوشنبه له ښوونځي زنګ ورغی چې ولې يې زوی نه دی ورغلی. ورته ويې ويل: ناروغ دی.
بله دوشنبه هم له ښوونځي زنګ ورغی چې ولې يې زوی نه دی ورغلی. بيا يې هم يوه پلمه ورته وکړه.

دا هم ولولئ:   څنګه په ځان باور پیاوړی کړو؟

څه وخت وروسته د ښوونځي مدير شکمن شو او پلار يې ښوونځي ته وروغوښت چې خبرې ورسره وکړي. کله چې پلار ښوونځي ته لاړ، بیا يې هڅه وکړه چې يوه پلمه وکړي، خو مدير يې يوه پلمه هم ونه منله.

بالاخره مجبور شو چې حقيقت ووايي. ويې ويل چې د زوی د زده کړو پرمختګ ته اندېښمن دی او په دې حيران دی چې ولې د اسټراليا په ښوونځيو کې دومره کم درس او ریاضي ښودل کېږي.
مدير د پلار د خبرو له اورېدو يوه شېبه غلی شو او بيا يې وويل: «موږ هم ۵۰ کاله پخوا ستاسو غوندې فکر کاوه».

د سواد تعريف يوازې د فزيک، رياضي او کيميا لوستل نه دي، بلکې د ټولنې د ستونزو په اړه د مسؤليت احساس او مشارکت دی.

په يوه مدني ټولنه کې د ژوند مهارتونه او ټولنيز کېدل د ټولو اړتيا ده، خو فزيک او کيميا ښايي د يوې ځانګړې ډلې لپاره ګټور وي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*