پخپله خوښه ژوند وکړئ / روميصه جيلاني

لیکونکې: روميصه جيلاني

پخپله خوښه ژوند کول د ورځني ژوند په چارو کې پرمختګ، اسانتیاوې او په زړه کې سکون رامنځته کوي.

کله چې انسان د زړه سکون او روڼ اند ترلاسه کړ، د ژوند سخت پړاوونه آسانه،ستونزې حل او چارې په ښه توګه مخکې ځي.

څنګه پخپله خوښه ژوند وکړو؟

له ارادې او پلان وروسته د موخې په لوري حرکت پنځوس سلنه موخې ته د نږدې کېدو چانس زیاتوي، په حرکت پیل وکړئ ،ستاسې دپرمختګ او خوښې لارې پخپله ستاسې مخې ته راځي.

په دې اړه په فارسي ژبه کې مشهوره او د معنی ډک متل شته مشران متل کړي:”از تو حرکت از خداوند‌ برکت“‌

نوموړي متل او د انسان فکري بڼې ته په کتلو سره ویلی شو چې هر کله انسان د یوې موخې په لوري پخپله خوښه، له ټینګې ارادې او هوډسره حرکت وکړي ،نوموړی انسان به د خپلې خوښې ژوند بڼه او لاره هرومرو پیدا کوي، الله د هغو کسانو سره مرسته او هرکلی یېکوي چې ټینګه اراده او د خپلې خوښې تګ لارې د پیدا کولو لپاره پخپله خوښه حرکت کړي.

په شتو قناعت او شکر د خوښ ژوند بله لاره او چاره ده ،هغه کسان چې په ورځني ژوند کې پخپلو شتو او ژوند صبر او قناعت کوي،نسبت هغو کسانو ته چې  هره ورځ له ژوند شکایت کوي خوشحاله او نېکمرغه دي.

الله ټولو انسانانو ته ځانګړي نعمتونه او نېکمرغۍ ورکړې؛هېڅ انسان له بل سره د مقایسې وړ ندئ، هېڅکله ځان له نورو سره مهمقایسه کوئ؛ځکه الله تعالی انسانان په هر څه کې ځانګړي او متفاوت پیدا کړي دي.

دا هم ولولئ:   د بریا لپاره څو مهم ټکي / سمیع ذهین

ځینې وخت تېر یادونه، بدې پېښې او خاطرې د خوشحاله او پخپله خوښه ژوند کولو خنډ کړي، بریالي کسان هغه دي چې د وخت پهتېرېدو سره د بدمرغه ژوند یادونه او اندېښنې له خپل ذهن څخه پاکې او پر ځای یې د نېکمرغۍ ډک او غني فکر، مثب اند او هڅاند لوریغوره کړي.

ژوند ټولو ته يو شان ندئ, ځینې يې په ډېرو ستونزو تېروي, کېدای شي ځينې به تېر ژوند او وخت په ډېر بد‌ او سخت حالت تېر کړی وي؛دا باید ومنو چې د تېر یاد هېرول تر ډېره ستونزمن دئ؛ مګر د نېکمرغه او پخپله خوښه خوشحاله ژوند کولو په پار باید پخپله حافظه کې پهکافي اندازه ځای خالي کړو، تر څو نېکمرغه فکري بڼه او مثبت اند د بدو اندېښنو ځای ناستی شي، که غواړئ چې راتلونکې مو روښانهوي لکه څراغ , او راتلونکې مو برباد نشي‌تېر بد یادونه‌ هير کړئ!

مثبت اند او ښه چلند لویه صدقه ده، د نېکمرغه او خوښ ژوند خاوندان تل هڅه کوي خپلې خوښۍ او نېکمرغۍ له نورو سره هم شریکېکړي

الله هر څه ته ځانګړې ښکلا ورکړې،مهمه داده چې انسانان خپل ورځني ژوند ته په کومو هنداره او عینکو کې ګوري، د خوښ اونېکمرغه ژوند یواځینۍ لاره پخپله خوښه ژوند کول، مثبت اند او پخپلو شتو او ژوند قناعت کړل دي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*