وړې نانځکې / اکرام سادات

لیکنه: اکرام سادات

ماشومان خواږه وي که د هر سیمې یا هیواد اوسي.

دا طبقه بنده ته د الله (ج) له لورې یوه ورکړل شوې ډالۍ ده.  په نړۍ کې د هر څه قیمت معلوم وي، خو د انسان قیمت هیڅوک نه شيټاکلی دا ځکه چې د انسان او نړۍ خلق کوونکی الله تعالی دی.

د ماشومانو پالنه د والدینو مسولیت دی، او دوی باید دا مسولیت په ښه توګه سر ته ورسوي.

د مور غیږه، کورنۍ ماحول، د ټولنې حالت، او د دوی کړنې د ماشوم پر روزنې او روح مستقیم اغیز کوي. د کوم ماشوم والدین چې لوستېوي په نسبت د هغه ماشوم په ژوند ښه پوهیدی شي ، چې والدین یې نالوستې وي. دا ځکه: انسان د ژوند د پوهیدا لپاره لومړنۍ زده کړه لهدوی کوي.

دا خاوره جنګ او فقر په خپلو منګولو کې را ایساره کړې ده، هغه وخت چې موږ یې باید تعلیم ته ورکړو اړه یو  هغه وخت کار ته وقف کړو. زموږ په ټولنه کې دوه ډوله کورنۍ شتون لري.

لومړی. هغه کورنۍ: چې د اولادونو پالنې، د کورنۍ تنظیم، او د دوی د راتلونکې په اړه په فکر کې یو اوږد مهاله او له ژوند سره تلونکیپلان لري.

دا کورنۍ ماشومانو ته حق ورکوي، د ژوند اصول ورته ښایي، په ټوله کې ټولنې ته یو روښان فکره شخص ورکوي تر څو په ټولنې بار نهشي او د نورو بار له اوږو سپک کړي.

دویم. هغه کورنۍ چې: خپل ماشوم ته ارزښت نه ورکوي

د زده کړو پر ځای ورته د کسب لاره غوره کوي.

دا هم ولولئ:   د ټولنیزو اړیکو ارزښت / عطاالله صافی

په دې کورنۍ کې ماشوم رټل کېږي، له فکري او جسمي ازادۍڅخه یې محروموي د خبرو کولو واک  ترې اخلي، چې په دغه کړنو خپلماشوم د راتلونکې ژوند په تیاره میدان کې پرېښودل دي.

                                           ***

موږ باید ځانونه د ماشومانو له نړۍ سره برابر کړو نه دا چې ماشوم په خپله نړۍ کې را ایسارکړو، که موږ خفه یو او ماشوم خاندي بایدهغه ته د خندا حق ورکړو

د دوی په پالنه کې باید له زور زیاتي څخه کار وانخیستل شي په خبرو یې پوهول اړین دي.

ماشوم ته په ځینو مسایلو کې مسوولیت ورکړی، تر څو له کوچني والي څخه د عمر تر پایه مسولیت منونکی اوسي. د خبرو موقع ورکړي،په ځینو مسایلو کې ترې مشورې واخلﺉ، چې پدې وپوهېږي  زما نظر هم په یو څه کې بدلون راوستلی شي، زه هم د ښه نظر خاوند یم.

ځینې وخت یې خبرې واورﺉ، غوښتنې یې ومنﺉ، درک یې کړﺉ.

د ماشوم له سمې پالنې سره ټولنه په پوره معنا روزل کېږي، د ټولنې په سمون سره، وطن جوړېږي، د وطن له جوړېدو سره ژوند جوړېږي.

ماشومان وړې مینه ناکې نانځکې دي، مینه ورکړﺉ په مینه یې ژوندي وساتئ.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*