ولې انګلیسي ژبه زده کړو؟ ۱۳ دلایل یې!

ژباړه: واحد عظيمي

د انګلیسي ژبې د زده کولو اهمیت ټولو ته معلوم دی، له انګلیسي ژبې څخه د نړۍ په ډېرو سيمو کې استفاده کیږي او کولای شئ په مسافرۍ یا هم په خپل کار کې له دغې ژبې څخه ګټه واخلئ.
لېکن که چېرې تر اوسه د انګلیسي ژبې د زده کولو لپاره جدي قانع شوي نه یاست او یا هم غواړئ چې نورو ملګرو ته د زده کولو لپاره سمه انګېزه ورکړئ، د انګلیسي د زده کولو ۱۳ د لایل وپېژنئ:
۱- انګلیسي ژبه د نړۍ له ټولو ژبو څخه د زیاتو خلکو ویوونکې ژبه ده، په ټوله ځمکه کې ۴۰۰ میلیونه کسان په انګلیسي ژبه خبرې کوي او ۵۰۰ میلیونه کسان انګلیسي ژبه د دوهمې ژبې په توګه کاروي. په نړۍ کې شاوخوا یو میلیارد خلک په انګلیسي ژبه پوهیږي. ایا تاسو هم نه غواړئ چې له هغوئ سره یو ځای شئ؟
۲- شاوخوا ۸۰٪ د کمپیوټر معلومات په انګلیسي ژبه وړاندې کیږي. هغه کسان چې په انګلیسي ژبه پوهیږي، هغوی د کمپیوټر پروګرامونه په اسانۍ زده کولی شي.
۳- انګلیسي ژبه په نړۍ کې د خبرونو او معلوماتو خپرولو سره په رسمي ژبه بدله شوې ده. په نړۍ کې شاوخوا نیمایي ورځپاڼې په انګلیسي ژبه خپریږي. یوازې په هندوستان کې درې زره مجلې په انګلیسي ژبه نشر شوي دي. که چېري غواړئ له خبرونو او ورځنیو پیښو څخه ځان خبر کړئ، نو انګلیسي به مو ډېره په ګته تمامه شي.
۴- هغه ژبه چې ډېر خلک یې د زده کولو په حالت کې دي انګلیسي ده. نېږدې یو ميلیارد کسان ددغې ژبې د زده کولو په حال کې دي. په چين هېواد کې۲۵۰ زره کسان د تلویزیون په واسطه انګلیسي ژبه زده کوي.
۵- په نړۍ کې ۷۵٪ ټکستونه یا لیکنۍ بڼې په انګلیسي لیږل کیږي.
۶- له ۸۰٪ زیاتې انټرنیټي وېب پاڼې په انګلیسي ژبه دي. یعنې که په انګلیسي وپوهیږئ، تاسو لږ تر لږه ۸۰ په سلو کې د وېب پاڼو له مطالبو سره اشنا کیږئ.
۷- نېږدې ۷۰٪ ایمیلونه په انګلیسي لیږل کیږي! آیا تاسو هم غواړئ چې له انټرنېټ ګټه واخلئ؟ که غواړئ نو تاسو ته انګلیسي ژبه زده کول مهم دي.
۸- پنځه سترې خبري شبکې لکه: ) CBS,NBC,ABC,BBC,CBC) په انګلیسي ژبه خپرونې وړاندې کوي.
-۹ په انګلیسي کې له ۶۰۰ زرو څخه زیات لغاتونه موجود دي مګر اټکل شوی دی، چې تاسو یوازې له ۱۵۰۰ تر ۲۰۰۰ لغاتونو په زده کولو سره کولی شئ، په ډېری قضیو کې خپل کار ته پرمختګ ورکړئ.
۱۰- مسافري به مو اسانه شي، تاسو کولی شئ چې ۴۵ د انګلیسي ژبې هېوادونو ته سفر وکړئ او رهنما یا ژباړونکي ته به اړتیا ونلرئ.
۱۱- د انګلیسي زده کړه، تاسو لپاره د کار موندلو یا هم د غیر انګلیسي ژبو هیوادونو ته مهاجرت کولو لپاره ګټوره ثابتېدلی شي.
۱۲- تاسې پوهیږئ چې انلاین ژباړه لکه: ( ګوګل ټرانسېلېټر) ډېرې نیمګړتیاوې لري. کله چې یو متن د ژباړې لپاره ورکوو سم یې نه ژباړي، جملې یې وروسته او مخکې لیکلي وي او ټکي په ټکي ژباړې کوي. که مو انګلیسي زده وي، له دغسې مشکلې ژباړې څخه به خلاص یاست.
۱۳- د هرې ژبې زده کړې سره به د ژوند رازونه وپېژنئ، شخصیت به مو لوړ او ذهن به مو لا قوي شي.

دا هم ولولئ:   د کلنيو مشاعرو او دوديزو مېلو نومونه بايد تاريخي، کلتوري او طبيعي ښکلاوو سره ريښه ولري/ جاوېد مسرور

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*