لنډه کیسه/ نګین کارګر

یوه ورځ وه بې له ‌‌‌‌‌‌ډاره بې له ترهې
د سبا نسیم وو نرم پرخه هم لا وه پرته
یوه ورځ هغه ټالونه د بو‌‌‌‌‌‌ډۍ شولو ریښتیا
زه او ته ونڅېدلو د دانه دانه باران په تراني کې
په رنګو د بو‌‌‌‌‌‌ډۍ ټال کې
زنګېدلو د پاولیو په شرنګارکې
د هغې لا د پاولیو شرنګ هره شېبه غوږو کې وي ، د نیمو شپو د شوګیرو کیسو په سوچ کې بیده شوه نن په بل ډول خوب بيده وه، هغې یواځې غږ اوریده، نور یې څه لیدل، څو څو ځلې یې اخوا دېخوا وکتل، چې د کومه ځایه دی سره غږیږي ؟ هیڅ پوه نشوه خپل سر یې کېښود. دې هیڅ نه ویل یواځې تړمو اوښکو یې باران جوړ کړی وو . هغې اورېدل او دا یې هم لمسول چې ددې په نمجنو وېښتانو لا هغه لاس تېروي……
هغه ورته وویل گرانې ما وبښه چې ته مې په نیمایي لارہ کې پرېښودلې ، نور زما د خیریت لپارہ ایت الکرسی مه وایه ، زہ پوھېږم ھر کله چې ته د کتابچې په مینځ کې وچ شوی گل ته ګورې ، نو زہ دریادېږم ، ھغه شېبه به دریادېږي ، چې زہ دې په خپل معصومیت او ښکلا میین کړم د ګل په بهانه مې ستا شون‌‌‌شونډې ښکل کړې ، زمونږ د مینې کعبه کې د کرکې ځای نه وو ، ستا به تلوار وو، چې د مینې لمونځ درنه قضا نه شي او د تسبیح له هرې مرۍ سره زما نوم هم زمزمه کوې ، زه ستا د سترګو په نامه د مینې په سمندر کې ‌‌‌‌‌‌ډوب وم . وبخښه چې ته مې نیمايي لاره کې پرېښودې .‌ زما محبوبې زړه ته رانېږدې، زه دا وایم چې ته ماته د جنت دعا ونه کړې .
زما ټټر چې یې په روسي کلاشینکوف غلبېل غلبېل کولو ،د ھغه جنت ته د تلو تلوار وو ، ھغه ته یې دحورو وعدہ ورکړې وه ، په جنت کې زما په څېر د پښتنې په مینه میین او د وطن د خاورې ساتونکي ته ځای نه شته مینه دلته هم ورکه شوې دلته هم تجارت پيل شوی . ما ته د مینې نفلونو کې دعا کوہ ، د مینې لمونځ راپسې کوه ، دعا کوہ چی کله اوبو ته گورې سرې درته ښکارہ نه شي ، دعا کوہ چی ھر انسان میين شي په بل انسان نه په حورو او غلمانو۰ دعا کوہ چی زما او ستا د ناپایه نیماي مینې کیسه وروستۍ وي ،زما گرانې ما بیا وبخښه چې ستا د ھیلو طواف مې نیمايي کې پرېښود، ستا په خواږه غږ کې مې لن‌‌‌‌‌‌ډۍ پورہ وانه ورېدلې .
زمونږ تلپاتې مینه نیمیايي پاتې شوه ، خو زہ نه پوهیږم چې ته به خپله کیسه څه رنگه لیکې ؟
چا ته به یې کوې خو ھرو مرو یې ولیکه ، ھرہ شېبه یې ولیکه چې په تا څه تېر شول . د پښتو دود په تا څه نادودې وکړلې ۰
کلونه وروسته به کله چې په خاورو کې د روسي کلاشینکوف مرمۍ وموندل شوې ، نو پوہ شه چی ھمدا مرمۍ دي ، چې زما په ټټر کی نښتې وې اوما له ځان سرہ جنت ته را‎ وړې وې . ھغه څوک چې جنت ته زما په وژلو ځي ھغه ته دوہ اویا حورې ترلاسه کوي . زہ یوازې د راکټ ټوټې په خپلو وینو ککړ‎ې د ویاړ‎ جامې او د روسي کلاشینکوف‎مرمۍ په خپل ټټرکې له ځانه سره وړم. ھو ستا د ښکلو سترگو اوښکې خو به تل را سرہ وي نور مې ھلته څه پکار نه دي ! ما وبخښه چې ته مې نیمايي کې پرېښودې . بس ھمدا ھیله مې ومنه ، چې د جنت دعا به را ته نه کوې . زما وینه دومرہ ارزانه نه ده چې په جنت یې وپلورم، زما د وینې بیه ډېره ارزښتناکه ده . دا یوازې زما وینه نه ده ستا اوښکې ھم ورسرہ ملې دي ، ستا دوریښمینو زلفو وږم ، ستا دمینې لنډۍ ، زما د مورکې اوښکې او د ھغې د وچو سترگو رڼا ھو زما د پلار مات ھډوکي ، زما د ورور جسد ھم چې په مدیترانې سمندر کې لامبو وهي هم را سرہ دي ،زمونږ دسترخوان و چه ډوډۍ او زمونږ‎ د انگړ‎ پرخه او د نرگس گلان ھم راسره دي ، دا ھر څه یوازې د جنت په دعا نه تلافی کیږ‎ي ، وبښه چې ستا د مینې طواف مې پورہ نه کړ ‎! د خوبه راویښه شوه یواځې‌ د هغه په وينو ککړ بوټونه يې کوټې په کونج کې ولیدل،د هغه مور او پلار زګېروي يې هم تر غوږو شول او کوټې نه په حيرانتيا سره سرتوره ووتله تش انګړ یې تر سترګو شو .‌ د هغه جنازه يې پرون خاورو تهسپارلې وه .
دا هم ولولئ:   طنز: د سینما عشق / پطرس بخاري – (دویمه او وروستۍ برخه)

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*