طنز: د سینما عشق / پطرس بخاري – (دویمه او وروستۍ برخه)

د میرزا صیب د جامو بدلولو دا پروسه دومره اوږده ده، که زما په وس وی، د قانون له مخې پرې جامې بدلول بیخي بندول… نیم ساعت وروسته صیب جامې بدلې کړې وي، راشي. یو پان یې په لاس کې نیولی وي او بل یې په خوله کې وي. زه هم ورته ودرېږم. تر دروازې چې ورسېږم، شاته ګورم چې میرزا صیب بیا نشته.. بېرته چې دننه شم ، ګورم چې میرزا صیب د کوټې په کونج کې ولاړ دی څه میده کوي، زه ورته وایم: 

  • بس دی، راځه کنه. 
  • در روان یم کنه، په تا څه قیامت دی؟ 
  • او دا ته څه کوې؟
  • پان ته مې لږ تماکو راخیستل. 

په ټوله لاره میرزا صیب استابرو (اهسته برو) روان وي. زه هرې دوه درې شېبې وروسته تر هغه مخکې یم. بیا ورته ودرېږم. دی راپسې را ورسېږي. بېرته سره یو ځای روان شو… بیا ورنه مخکې شم… بیا ودرېږم… لنډه دا چې روان ښه په منډه یم، خو رسېږم ده سره یو ځای. 

د سینما ټکټ چې واخلم، دننه ننوځم، په سترګو مې توره تیاره شي، هر څومره چې سترګې مږم (موښم) هېڅ هم راته نه ښکاري. له هغې خوا غږ را وشي چې: 

  • دروازه پورې کړه وروره! … 

ښه خدایه دا څه غم شو. لاره، څوکۍ، دیوال، انسان یو شی هم نه ښکاري. قدم چې اخلم سر مې هغو ستلونو لګېږي چې د اور مړ کولو لپاره یې په دیوال راځوړند کړي دي. څه وخت وروسته په تیاره کې یو شی ښکاره شي. چېرته چې لږ تور ټاکی ووینم، وایم همدا تشه څوکۍ ده. په ملا کړوپ هماغې خوا ته روان شم. د یوه په ښپو (پښو) وخېژه، د بل زنګانه سره ولګېږه، د ښځو له پنډیو ځان ساته… اخر لاړ شم د چا په غېږ کې کېنم. له هغه ځایه مې راپورته کړي او د خلکو د ټېلو په مرسته تشې څوکۍ ته ورسېږم. میرزا صیب ته لګیا شم چې: 

  • ښه مې درته ویل چې په وخت به لاړ شو. هسې دې په شرمونو وشرمولم، خر انسانه! 
دا هم ولولئ:   په تار د رواجو /لنډه کیسه / واجد منګل

له دې ګل افشانۍ وروسته پوه شم چې زما خواته په څوکۍ کوم صیب ناست دی او ما ځان ته مخاطب کړی، هغه میرزا صیب نه، کوم بل مشر دی. 

اوس نو فلم ته متوجه کېږم او په دې د پوهېدو هڅه کوم چې فلم کوم یو دی؟ کیسه یې څه ده؟ څومره تېر شوی دی؟ خو یوازې دومره پوهېږم چې دا یو هلک او نجلۍ په پردې ښکاري او یو بل ته سره غاړې وتي، دا دواړه به سره مینه لري نو… زه په دې تمه یم چې اوس به په پرده څه لیکل (د فلم نوم) راشي او زما ستونزه به حل شي، چې دا وخت په مخکې څوکۍ ناست ښاغلی یوه لوووویه ستوماني وباسي، په دې وخت کې، نو له ما سل یو نیم سل متره فلم تېر شوی وي. ښه، ستوماني چې څنګه راټوله کړي، سر ګرولو ته ونښلي… له دې وروسته هم لاس له سره نه لرې کوي، لاس یې هماغسې قات کړی وي. زه نو له بدې ورځې سر ښکته کړم او د پیالې په دې کونډه کې ځان ته د فلم لیدو ځای پيدا کړم. دا وخت چې زه په کوم رقم ناست یم، له ورایه ښکاري چې حتمن به بې ټيکټه سینما ته راننوتی یم. شېبه وروسته په هماغې څوکۍ یو مچ احساسېږي، هغه چې څنګه لږ پورته او ښي طرف ته تاو شي، زه خدای وهلی هم ورسره بل خوا کوږشم. بیا یو څو شېبې وروسته هماغه مچ بلې خوا تشریف یوسي او موږ دواړه بیا سره ځایونه بدل کړو. لنډه دا چې دغه مینه همداسې روانه وي. هغه هاخوا زه دیخوا، زه هاخوا هغه دېخوا. هغه څه خبر دی چې په دې تیاره کې څه لوبې روانې دي. زړه مې وايي چې د بلې درجې ټيکټ واخلم او دده په مخ کې کېنم، بیا ورته ووایم چې بچیه اوس به دې زه هم وګورم چې ته رانه څنګه فلم ګورې. 

دا هم ولولئ:   ملک / لنډه کیسه / واجد منګل

له شا میرزا صیب راغږ کړې چې: 

  • یاره تاپسې ناسته نه ده په کار. اوس چې دې دومره ځان سره راوړی یم، نو فلم لیدو ته خو مې پرېږده کنه. 

زه دا وخت له غوسې سترګې پټې کړم او په قصدي قتل، ځان وژنې ، زهرو خوړلو او نورو شیانو فکر پیل کړم. زه ځان سره وایم چې خدای دې بېخ ددې فلم وباسي. زړه کې سل قسمه وخورم چې بیا به فلم لیدو ته نه راځم او که راغلم ددې بدبخته میرزا نوم به هم نه اخلم. پنځه شپږ ساعته مخکې به راځم. پاس د دویم منزل په لومړي قطار کې به کېنم. په خپله څوکۍ به اوړم را اوړم، لوړه لونګۍ به تړم. خپله کورتۍ به په دوو لښتو راځړوم!  او د میرزا خو بیخي څنګ ته هم نه ورځم. 

خو دې بدبخته زړه سره څه وکړم. بله اونۍ چې بیا د کوم ښه فلم اعلان وګورم. اول میرزا ته ځان رسوم او هماغه پخوانۍ خبره وي چې: 

  • څنګه چل دی میرزا صیب، د جمعې په شپه به سینما ته ځو کنه؟

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*