هندي کمنټري کونکی: افغانستان ښاېسته او خلک یې مینه ناک دي

د افغانستان د شپږیزې کریکټ سیالیو هندي کمنټري کوونکي دیوندر پر خپل ټوېټر لیکلي چې افغانستان ښاېسته هیواد دی او خلک یې ډېر مینه ناک دي.

هغه دا هم ویلي چې د شپږیزې په کمنټرۍ کولو یې ښه احساس درلود، دلته اوسېدل یې ښه تجربه وه او خوند یې ترې اخیستی دی.

ښاغلي دیوندر زیاته کړې چې د شپږیزې په راتلونکو پړاونو کې به هم برخه واخلي.

په شپږیزه سیالیو کې د ډیونډر ترڅنګ نورو بهرنیو تبصره کوونکو هم برخه اخیستې وه چې په دې سیالیو کې تر یوې بمي چاودنې وروسته، د سیالیو په نیمایي کې بېرته خپلو هیوادونو ته ستانه شول.

دا هم ولولئ:   د IPL2023 نېټې، ځایونه، بولي، قیمتونه او نور معلومات

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*