د (VPN) د استعمال ګټې او تاوانونه_خالد یاسین

لیکوال:خالد یاسین

شخصي مجازې شبکې VPN(Virtual Private Network) ستاسې د ډیوایسونو (کمپیوټر/ سمارټ فون) او انټرنټ تر منځ یوه خوندي اړیکه ده چې ستاسې معلومات او اکونټونه د بېګانه خلکو له مداخلې څخه ساتي.
دلته د VPN ځینې ګټې او تاوانونه درته لیکو:

ګټې:
– د VPN پهٔ مرسته تاسې کولی شئ، خپل انټرنټي فعالیتونه د انټرنټ خدماتو لهٔ چمتوکوونکي (ISP) څخه پټ وساتئ. یعنې هېڅوک به نهٔ خبرېږي چې تاسې د انټرنټ پهٔ پاڼو کې څهٔ بوختیاوې لرئ.
– د VPN استعمال کولی شي، ستاسې لوکېشن بدل کړي. پهٔ دې مانا چې تاسې به پهٔ فزیکي ډول یو ځای وئ، مګر آنلاین لوکېشن به مو د نړۍ پهٔ بل کونج کې ښکاره کېږي.
– د سهي VPN کارول ستاسې د معلوماتو د خوندیتوب لپاره ډېر ګټور دی، مثلاً که تاسې لهٔ یوې عامه وای فای څخه خپل حساس معلومات کوم چاته لېږئ، نو د دې ډار شته چې ستاسې معلومات د هېکرانو لاس ته ولوېږي. مګر د VPN پهٔ مرسته ستاسې معلومات پهٔ اتومات توګه داسې encrypt کېږي چې لهٔ هېکرانو څخه خوندي پاتې کېږي.
– دا تاسې ته شاید جالبه ښکاره شي، مګر د VPN استعمال ستاسې پیسې هم سپما کولی شئ. پهٔ انټرنټ کې لسګونه داسې وېبپاڼې شتون لري چې پهٔ مختلفو هېوادونو کې په بېلا- بېلو بیو خپل توکي پلوري. مثلاً که په یو هېواد کې د یو توکي بیه نسبت ستاسې هېواد ته ټیټه وي، تاسې د VPN پهٔ استعمال سره کولی شئ خپل آنلاین لوکېشن د همغه هېواد اړوند ساحې ته واړوئ او پهٔ ټیټه بیه توکي را ونیسئ.
– د VPN پهٔ استعمال سره تاسې کولی شئ، پهٔ انټرنېټ کې هر ډول وېبپاڼو ته بغېر لهٔ محدودیتونو لاسرسی پیدا کړئ.

دا هم ولولئ:   ټوېټر د فالورو په برخه کې نوې آسانتیا رامنځته کوي

تاوانونه:
– د VPN یو عمده تاوان دا دی چې ستاسې د انټرنېټ د سپیډ سرعت د پام وړ کموي.
– که تاسې ډاډمن او ګټور VPN کارول غواړئ، تاسې مجبور یئ ځانګړی فیس یې ادا کړئ، ځکه پهٔ انټرنټ کې ټول مشهور کارېدونکي VPNs وړیا نهٔ دي.
– که تاسې پهٔ سمارټ فون کې VPN کاروئ، نو د ډېټا بنډل به مو د عادي استعمال بر خلاف ۲۰٪ ډېر مصرفېږي.
– د VPN استعمال پهٔ ډېری مواردو کې تاسې ډاډمن امنیت نه درکوي، مثلاً تاسې د malware او phishing attacks څخه نهٔ شي ساتلی.
– د زیاتره VPN جوړونکو هڅه دا وي چې ستاسې شخصي معلوماتو ته لاسرسی پیدا کړي. مثلاً دوی پهٔ خپل اپلېکشن کې داسې سهولتونه را منځ ته کوي چې د یو کار پهٔ بهانه ستاسې fingerprints یا face scan هم تر لاسه کولی شي. دوی حتا کولی شي ستاسې IP Address ته هم لاسرسی پیدا کړي.
– زیاتره مشهور VPNs د فعالېدلو سره سم پهٔ اتومات ډول ستاسې د موبایل صفحې ته اعلانونه رالېږي، چې د موبایل د استعمال پر وخت تاسې ته خنډ جوړوي او موبایل مو سلو کوي.

ځینې مشهور او ډاډمن VPNs:
– Express VPN
– NordVPN
– Surf shark
– Hotspot shield
– VPN- Proxy unlimited shield

 

1 Comment

  1. This website is one of the best through which we learned lots of things.special thanks goes to the owner of this website for providing an astonishing way of learning.
    Finally I would say that I have learned and I have changed positively .

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*