د کمي احساس پرېږدئ، مخکې ځئ ــ ګلاب بهار

ګلاب بهار

که چېرې مو د داسې سړي انځور ولیده چې لوبې کوي، کنډي لېږدوي، د کڅوړو پتلون اچوي، لوی بې جوړې بوټان او یوه ډبري خولۍ پرسر کوي، نو سمدلاسه پوهېږئ چې دا چارلي چاپلین دی، چې شاوخوا هر څوک یې پېژني. چاپلین د ۱۹۱۰۱۹۲۰ کلونو کې تر ټولومشهور او پېژندل شوی کس و. که موږ د نن ورځې شهرتونو ته وګورو، نو د شهرت په صورت کې د چاپلین په شان کټګورۍ کې یوازینیکس به مایکل اردن وي.

کله چې چاپلین پیداشو هېچا د ده لپاره د دومره لوی شهرت وړاندوینه نه شوه کولای. چاپلین یو کلن و چې مور او پلار یې جلا شول، ژوندیې ډېر تریخ شو. چاپلین، سیدني د چاپلین ورور او مور یې دې ته اړ شول چې فقیرخانې لاړ شي. څه موده وروسته یې مور له ډېرېبېوزلۍ لېونۍ کېږي او دوی یې د هان ول یتیم خونې ته ولېږلد کلونو کلونو یتیم خانې اوسېدلو وروسته چاپلین د خپل ځان د ملاتړ لپارهراپاڅید او په سټیج کې یې کار پیل کړ او په اووه لس کلنۍ کې یو تجربوي لوبغاړی جوړ شو، چې په ۱۹۱۴ کال کې یې د هالیوډ پهکیسټون سټوډیو کې د مایک سینټ لپاره کار کاوه او په یوه اونۍ کې یې ۱۵۰ ډالر وګټل. د فلمي سوداګرۍ د لومړي کال په جریان کې دهپنځه دېرش فلمونه جوړ کړل چې د یو لوبغاړي، لیکوال او ډایرکټر په توګه یې په کې کار کاوه، چې ډېر ژر خلکو سمدلاسه د ده وړتیا درککړه او د ده شهرت لا وده وکړه. یو کال وروسته ده په اونۍ کې ۱۲۵۰ ډالر ترلاسه کړل او په ۱۹۱۸ کې یې د ساتېرۍ صنعت سره د یومېلیون ډالرو تړون لاسلیک کړ او په نولس کلنۍ کې په نړۍ کې تر ټولو پیاوړی فلم جوړونکی جوړ شو.

دا هم ولولئ:   کۀ غواړئ پۀ ژوند کې بریالي واوسئ، دا خبرې پۀ یاد ولرئ/مصطفی زاخېلوال

چاپلین ځکه بریالی شو چې عالي استعداد او د نه ماتېدو وړ روحیه یې درلوده، مګر دغه ځانګړتیاوې ده ته د تدریس په شکل انتقال شوې. ده په دوامداره توګه کوښښ کاوه چې وده وکړي، زده کړي وکړي او خپل هنر بشپړ کړي. حتی کله چې هغه په نړۍ کې تر ټولو مشهور او دتر ټولو لوړ تادیه لوبیدونکی هم و، د وضعیت سره مطمئین نه و.

چارلي چاپلین د هېټلر د وخت سړی و، ده به ویل: هېټلر نړۍ ژاړوي؛ خو زه یې خندوم. دی ممثل و؛ خو حیرانوونکی فکر یې لاره. دی یوهمرکه کونکي ته د خپل پرمختګ په اړه وضاحت ورکړ او وې ویل:

«کله چې زه خپل انځور وینم، چې لیدونکو ته مې وړاندې کړی وي، دې ته پاملرنه کوم چې دوی ولې نه خندوي. که نه یې خندول نو هڅهکوم چې پر مخ یې مسکا راولم

د ودې لپاره د ده لیوالتیا دی د اقتصادي پلوه هم بریالی کړ او ده هم په هرڅه کې د لوړې کچې وړتیا راوړه، چې په لومړیو ورځو کې دچاپلین کار د عالي تفریح په توګه وستایل شو. لکه څنګه چې د وخت په تېریدو سره دی د طنز وړ شخصیت په توګه پېژندل شوی وو، ننورځ یې د طنزیه فلمونو ماسټر لقب ترلاسه کړ او د هر فلم په جوړیدو دی د عالي فلم جوړونکو په توګه تعریف شو. سکرین لیکوال او فلمينقاد جیمز ایز لیکيهغه لوبې چې بې له خبرو كولو اجرا كېږي، ژور احساس، تر ټولو بډایه او تر ټولو عالي درسونه د چاپلین په کار کېوو

دا هم ولولئ:   زموږ کومې ملګرتیاوې او انډیوالۍ؟/داود تپان

که چاپلین (چې بریالی شو) او د مغرور نفس رضایت سره یې ځان بدل کړی وی، نو نوم به یې د فورډ سټرلینګ یا بین تورپین (د خاموشهفلمونو ستوري چې نن هېر شوي دي) سره همداسې یوځای لیکل شوی وی، مګر چاپلین د لوبغاړي، ډایرکټر او په پای کې د فلم اجرائیويمدیر په توګه وده او زده کړه وساتله. کله چې هغه د تجربې څخه زده کړل چې فلم جوړونکي د سټوډیوګانو او توزیع کونکو په رحم کې دي،نو د یونګ هنرمندانو، ډګلاس فییر بینکس، مریم پیکفورډ او ډی. ډبلیو ګریفیت سره یې خپلې اړیکې پيدا او پیل کړې، چې نوموړي کمپنۍاوس هم د فلم په سوداګرۍ کې بوختې دي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*