د ښه ژوند لپاره څو ګټورې خبرې/ جلا سلطان

ليکنه: جلا سلطان

که غواړئ په ژوند کې د مثبت بدلون راولئ نو دغه ګټورې خبرې ولولئ او پر ځان يې عملي کړئ.

1: په هر حالت کې مهربانه واوسئ , ان که څوک درته ارزښت هم نه در کوي. خو د الله رضا لپاره دا کار وکړئ او بیا د ژوند مثبت بدلون ته په تمه شئ.

2:ته خواري او همت وکړه هغوی چې نه درګوري حتمیً به يوه ورځ ستا تماشه کوي.

3: لومړی خپل فکر کې بدلون راوله بیا خپل ژوند کې بدلون راوله.

4: له خلکو سره پرته له کوم هدف ښه واوسئ!!!

5: ښکلي زړونه تل ځوريږي; نو خفه کيږه مه د دردونو په مقابل کې ځکه ته د ښکلي زړه خاوند یې.

6: څومره چې له ژوند څخه شکايت کوئ هغومره درته ژوند سخته کيږي.

7: که غواړئ خوشحاله واوسئ له ځانه پورته خلکو ته مه ګورئ له ځانه ټيټ خلکو ته ګورئ.

8: د نوی ملګري پيدا کول آسان دي خو د ريښتوني ملګري پيدا کول بیا ستونزمن کار دی.

9: هر کله مو چې خپله تيروتنه ومنله نو پوه شئ چې هوښيار شوی یاست.

10: نو په دی نړۍ کې يو ځل ژوند کوۍ, ښه يې تير کړئ

11: ځیني وخت لږه هيله مندي هم , ستاسې راتلونکي برخليک ټاکلی شي.

12: د ناکامۍ پړه پر نورو مه اچوئ په خپله هڅه وکړئ.

13: ژوند لنډ دی, خوښي او ښه چلند غوره کړئ.

14: عبادت وکړئ هيله مند واوسئ نور انديښنه مه کوئ.

دا هم ولولئ:   که له ازموينې ويره لرئ، دا لارې چارې عملي کړئ، تر نورو به مخکښ ياست_ عرفان الله عرفان

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*