د پر ځان باوري انسانانو ۱۳ خویونه

اول: د خپل ذوق او انتخاب په اړه د نورو خلکو خبرو ته ډېر ارزښت نه ورکوي، دې ته نه ګوري چې خلک یې ذوق او سلیقې په اړه څه وايياو کومې تبصرې پرې کوي.

دویم: له خلکو په مرستې غوښتلو نه شرمېږي. هر وخت چې له ستونزې سره مخ شي کوشش کوي یو پوه کس پیدا کړي او د خپلې ستونزېد حل لپاره ترې مرسته وغواړي.

درېیم: خلک پرې باور کولای شي. ځان د خپلې کورنۍ او ملګرو پر وړاندې مسوول ګڼي او هڅه کوي چې د هغوی د ستونزې پر وخت دااحساس ورکړي چې دا ورسره دی او حساب پرې کولای شي.

څلورم: خپله ځانګړې بڼه (سټایل) لري. له هر کوچني بدلون او د بازار له مود سره ځان نه بدلوي او هر څه چې کوي د همدې خپلې بڼه اوچوکاټ په داخل کې یې کوي.

پنځم: خلکو سره ښې اړیکې پالي. ډېره توقع ترې نه لري او د اړیکو پاللو لپاره ډېر شرطونه او ډېرې غوښتنې هم نه لري. څوک چې څنګهوي، هغسې یې مني او درناوی یې کوي.

شپږم: د راتلونکي لپاره پلان لري، که څه هم ډېر کوچنی پلان وي. یوازې اوس ژوند ته نه ګوري، راتلونکي ته هم ګوري او پوهېږي چې ښهراتلونکي لپاره ځینې کارونه باید پلان او ترسره شي.

اووم: ځان سره خوشاله وي. خپله خوشالي په بل چا پورې نه تړي او په دې تمه نه وي چې بل څوک دې دده د خوښۍ لپاره یو کار وکړي،ټوله تکیه یې پر ځان وي او له عاطفي تکیې خلاص وي.

دا هم ولولئ:   زده کړې، ناهیلي او راتلونکی؛ تاسې ولې زده کړې کوئ؟

اتم: نه ویلای شي. ځینې خلک دا جرئت نه لري چې د چا د یوې غوښتنې په مقابل کې (نه) وکړي، خو پر ځان باوري خلک دا اخلاقيجرئت لري چې د ځینو غوښتنو په مقابل کې نه وکړي.

نهم: یوازې رخصت کولای شي. د رخصت تېرولو او چکر ته تللو لپاره بل چاته ځان نه احتیاجوي او په یوازې ځان پخپله ځان ته مېلمستیاورکولای شي.

لسم: ځان رهبر ګڼي. بل چاته نه کېني چې هغه ورته پرېکړه وکړي، په سختو حالاتو کې پخپله پرېکړه کوي او د دې پرېکړې کولو وړتیا هملري.

یوولس: د چا احسان ته زړه نه ښه کوي. له نورو خلکو مرسته غواړي، خو ځان د چا په مرستو نه تکیه کوي او دا مرستې دومره نه ډېرويچې بیا ځان د چا تر احسان لاندې وویني.

دولس: د نورو خلکو په لاره نه ځي. ښایي ځینې خلک یې تریخ وبولي او ووايي چې چاسره ګوزاره نه کوي، خو حقیقت دا دی چې پر ځانباوري خلک پر نورو خلکو تکیه نه کوي او داسې نه وي چې په هر صورت دې د بل چا په ورکړې لاره لاړ شي.

دیارلسم: خپله ټوله خواري کوي، ځکه پر دې پوهېږي چې بالاخره د خپلو چارو او پایلو مسوول همدا پخپله دی او خپله ټوله هڅه کوي چېدا پایلې یې ښې وي او کارونه یې سم ترسره شي.

تاسې په دې کې کومې نښې لرئ؟ او کومې مو خوښې شوې؟

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*