د مستو روغتيايي ګټې!

ژباړه: نبي الرحمن ارمان

مستې چې د ډېرو مغذي موادو درلودونکي دي، کولای شو چې په منظم استعمال سره يې د بې شمېره روغتيايي ګټو څخه برخمن شو.

په مستو کې شته مغذي مواد د زړه د ناروغيو مخنيوی کوي، او همدا راز د وزن په کمولو او د ښې روغتيا په جوړولو کې ډېره مرسته کوي. خو ددې ګټو سربېره ځينې نورې ګټې يې په لاندې ډول خلاصه کوو.

لومړی: مستې د ویټامینونه او منرالونه سرچینه ده!

مستې په خپل ترکيب کې يو شمېر ويټامينونه او منرالونه لري، چې همدا ويټامينونه او منرالونه د وجود د بېلا بېلو جوړښتونو او نورماله وظایفو لپاره اړين دي. مستې په لوړه اندازه کلسيم درلودونکي دي، چې همدا کلسيم په وجود کې هډوکي غښتلې کوي او غاښونه ښايسته کوي.
که په ورځ کې په منظم ډول يوه پياله مستې وخوړل شي، د بدن لپاره د کلسيم ورځنی ضرورت پوره کوي.
همدا رنګه مستې د مختلفو ويټامينونو درلودونکي دي، لکه ویټامین بي دوولس(B12) او ريبوفلوين. همدا دواړه ويټامينونه د وجود لپاره اړين او په وجود کې د زړه د ناروغيو مخنيوی کوي.
په ورځني ډول د يوې پيالي مستو خوړل تاسو ته د ضرورت په اندازه فاسفورس، مګنیزیم او پوتاشيم درکوي. نوموړې مواد د بدن روغ ساتلو، د وينې فشار په نورماله ساتلو، د هډوکو او د بدن ميتابوليزم په نورماله ساتلو لپاره ضروري دي.

دوهم: مستې د مهمو پروټينونو درلودونکي دي!

مستې په خپل ترکيب کې پروټين لري، او پروټين د وجود لپاره اړين دي. همدا پروټين زموږ با انرژي کوي او د وجود ميتابوليکي فعاليتونه منظموي او اضافي وازګي له منځه وړي.

دا هم ولولئ:   ساینسپوهانو له لس کاله زیار وروسته مصنوعي بډوډی (ګرده) ساز کړ

درېيم: مستې د هضمي سیستم لپاره ګټورې دي!
مستې په خپل ترکيب کې يو شمېر ګټورې باکترياوي او پروبيوټيک لري. چې په ورځني ډول د مستو خوړل هضمي سيستم او کولمو لپاره ډېرې ګټې لري. مستې نس ناستی له منځه وړي او د قبضيت مخنيوی کوي.

څلورم: مستې معافيتي سيستم پياوړی کوي!

مستې په خپل ترکيب کې پروبيوټيک مواد لري. د همدې موادو په درلودو سره معافیتي سيستم قوي کوي.هره ورځ په يوه پياله مستو خوړلو سره مو د بدن معافیت قوي کړئ او ځانونه له ناروغيو څخه وساتئ. همدا راز مستې په وجود کې د التهاب کچه راټيټوي.

پنځم: مستې د زړه لپاره ګټورې دي.

د مستو په خوړلو سره په وجود کی د ښو کوليسټرولو اندازه زياتوي، او همدا ګليسټرول د زړه د روغتيا لپاره موثر دي. همدارنګه په ورځني ډول د مستو خوړل د وينې د فشار په راټیټولو کې مرسته کوي.

شپږم: مستې د وزن کمولو لپاره ښې دي!
ډېری کسان په دې تشويش کې وي چې مستې چاغښت رامنځته کوي، خو دغه تشويش هېڅ حقیقت نه لري. مستې په خپل ترکيب کې پروټين او کلسيم لري. کلسيم او پروټين په ګډه د اشتها راوړونکي هورمون افراز کموي، د افراز د کموالي په پايله کې بدن د نهاره کېدو احساس نه کوي ډوډۍ ته يې زړه نه کېږي. او د وزن د کموالې سبب ګرځي.

د پورتنیو ګټو په نظر کې نیولو سره لازمه ده مستې په خپل غذایی رژیم کې شاملې کړو او له ګټو یې مستفید شو.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*