د انسان برتري پر ملايکو په علم کې دی _ مسعود رښتین

لیکوال: مسعود رښتین

تفسيرونه دا رانقلوي چې ملايکو په خپل منځ کې دا مجلس وکړ، چې الله ج فيصله ددې کړې ده چې زه انسانان د ځمکې پر مخ پيداکوم، د ملايکو خپل منځي مجلس پر همدې وو چې دا مخلوق چې الله ج يې اراده د پيداکيدو کړې ده، دا مخلوق به تر موږ زيات علم لرونکي نه وي، ځکه چې په تاريخي لحاظ موږ مخکيني حالات ليدلي دي دوی نه دي ليدلي، د اسمانو ژوند، د الله ج په حکم ځمکې ته را کښته کيدل، له پيريانانو سره د الله ج په حکم جنګونه دا زموږ پياديږي د انسانانو به نه وي پياد، تر همدې وروسته چې څه پيښيږي هغه به موږ هم وينو دوی هم.
کله چې زموږ علم پر انسانانو زيات سو، فضيلت په علم سره دی، الله ج ته به موږ تر همدې مخلوق ډير عزتمند يو، ځکه چې زموږ علم به تر دوی زيات وي، عزت به مو هم زيات وي.

الله ج ورته وايي چې تاسو قناعت ولرئ چې فضيلت په علم سره دی، نو تاسو راسئ همدا نومان پياد کړئ که چېرې تاسو په خپله خبره کې صادق ياست.
همدا يې د امتحان ځای دی، الله ج ته د دوی او ادم عليه ص قابليت معلوم وو، امتحان يې د اقرار لپاره وو.

الله ج پوښتنه وکړه. ملايکو جواب ورکړ چې موږ ته علم نسته بغير له هغه علم څخه چې تاموږ په پوه کړي يو، بيشکه چې ته د علم خاوند يې، ته حکمت والا يې. الله ج ورته وويل: ای ادم. عليه ص خبر که دوی په نومانو د دغه شيانو، ادم عليه ص د هرشې نوم او د استفادي وړتيا يو تربل وروسته ورته بيان کړل، په همدې سره پر دوی د ادام عليه ص فضليت ثابت سو، ځکه دوی مخکي په خپله اقرار اکړ چې فضيلت د علم والا دی، ملايکو وويل چې بيشکه دا مخلوق ترموږ عزتمند‌ دی.

دا هم ولولئ:   باچا خان په افغانستان کې_ارمان مهربان

نو ای انسانه! داچې تاسو ته يې فضيلت پر ملايکو په علم سره درنصيب کړی دی، بياهم په جهالت کي ژوند کول خو پر همدې‌ دنیا جهنم دی،‌ دخپل رب ج شکر اداکړئ او خپل فضيلت وساتئ، له شيطانانو سره مه يوځای کيږئ، ټول انسانيت مه زيانمنوئ او نوروته زيان مه‌ رسوئ، تاسو د يو مکمل قوم چې نوم يې انسان دی نماينده ګي کوئ.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*