امریکا ته د ولسمشر سفر د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو ابهام له منځه یوړ

عنایت صافی

د امریکا متحده ایالاتو ته د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غنی له سفر وړاندی د یو شمیر سیاسي حلقاتو ترمنځ داسی ګونګوسی و چی ګواکی د افغان حکومت او امریکا ترمنځ اړیکی د پخوا په څیر ګرمی نه دي او آن دا هم ویل کیده چی له دی وروسته امریکا له افغان حکومت څخه  په نظامی او سیاسي ډګر کی د ملاتړ لیواله نه ده او بدیل یی پاکستان او د پاکستان په منځګړیتوب طالبان دي. دغو خبرو هغه وخت زور واخست چی د افغان سولې لپاره د امریکا حکومت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او افغان چارواکو په ځانګړي توګه د ولسمشر محمد اشرف غني ترمنځ په یو شمیر موضوعاتو د نظر اختلاف رامنځته شو او خلیلزاد هم په وار وار په خپلو څرګندونو کی د افغان حکومت په موقف په غیر مستقیم ډول نیوکی وکړی. د خلیلزاد د غوښتنو څخه یوه هم د اوسني منتخب حکومت پر ځای د یو موقت حکومت رامنځته کیدل و چی په دغه برخه کی پاکستان ، طالبان او یو شمیر سیاسیون چی د اوسني حکومت سره په مخالفت کی ولاړ و د خلیلزاد د موقف په تایید ودریدل او په یو غږ یی د سولی راتګ د موقت حکومت په راتګ پوری وتړلو چی دا پریکړه د افغان حکومت لخوا د یو منتخب او ډیموکراتیک حکومت د ړنګیدو په معنی و بلل شوه چی ورسره ښایی د واک خلا رامنځته او پوځ وپاشل شي. افغان حکومت د خلیلزاد د غوښتنی په اړه د حل لار بل منتخب حکومت ته د واک لیږد یاد کړ او ولسمشر دا هم په ډاګه وویل چی چمتو دی له وخت مخکی ټاکنو ته لاره  په داسی بڼه هواره کړي  چی نه به نوموړی او نه به یی هم مرستیالان ځانونه کاندیدوي.

دا هم ولولئ:   د هیوادونو په رسمیت پېژندنه څه معنی؟ / جاوید کریمي

دغه وضعیت خلیلزاد له یو سخت پیغام سره سپینې مانۍ ته ستون او هلته یی له چارواکو سره د افغان حکومت د دریځ په اړه بحثونه وکړل چی وروسته د خلیلزاد له خولی افغان حکومت ته یو لړ ګواښوونکي څرګندونی چی د امریکا د بهرنیوو چارو وزیر بلینکن په لیک کی هم منعکس شوی وی وشوی. له دغو ټولو ګواښونو او ستونزو سره سره بیا هم افغان زعامت او په ځانګړي ډول ولسمشر محمد اشرف غني په خپل دریځ ولاړ پاتی شو او امریکایانو ته یی قناعت ورکړ چی موقت حکومت د افغان شخړی د حل لاره نه ده.

امریکا ته  د افغان ولسمشر او ورسره پلاوي تازه سفر ټولې هغه  فرضیې سرچپه کړی چی د دواړو هیوادونو د اړیکو په اړه په پراخ ډول موجودی وی. له امریکایي چارواکو سره د ولسمشر او ورسره پلاوي لیدنو، بحثونو او ناستو امریکایان په دی خبر کړل چی له هر چا او هر وخت څخه ډیر افغان حکومت د سولې غوښتونکی دی او که چیرته څوک سوله نه غواړي نو د جګړی په ډګر کی افغان امنیتي ځواکونه ددی وړتیا لري چی په یواځی ځان د خپل هیواد او خلکو دفاع وکړي. همدا ډول افغان ولسمشر په دغه سفر کی د پاکستان نیت هم امریکایي چارواکو ته په ډاګه کړ چی ګویا د افغان جګړی او تاوتریخوالي تر شا په مستقیم ډول ولاړ دی او له طالب سره نه شکیدونکي اړیکی لري.

ددغه سفر په جریان کی د افغان ولسمشر او پلاوي دروند هرکلی ښایي پاکستان ته یو ښه زیری نه وی خو افغان چارواکو تری د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د نوي فصل د یو غوره فرصت په توګه ګټه واخسته او امریکایي چارواکو هم خپل ملاتړ له افغانستان څخه اعلان کړ. د بشر دوستانه مرستو، د پوځي او اقتصادي ملاتړ او هم د افغانستان ترڅنګ ودریدل هغه اعلانونه و چی ددغه سفر لاسته رواړنی بلل کیږي خو تر ټولو مهمه یی دا وه چی د دواړو هیواونو ترمنځ د اړیکو له ابهام څخه پرده پورته شوه چی له مخی یی اوس افغان حکومت په خلاص مټ کولای شي د خپلو سرچینو د مدیریت په اړه  فکر وکړي. همدا ډول داسی انګیرل کیږي چی د امریکا حکومت له افغانستان سره د اوه دیرش جنګي او لوژستیکي الوتکو د مرستو اعلان هم کړی چی دا به د جګړی په میدان کی د افغان امنیتي ځواکونو په برلاسۍ کی مهم رول ولوبوي. برسیره پردی له امریکایي اړخه د دری عشاریه دری ملیارده ډالرو مرسته د ملاتړ یوه بله ارزښتناکه برخه ده چی افغان حکومت ته ددی ډاډ ورکولای شي چی په راتلونکي کی د خپلو امنیتي ځواکونو د تجهیز او اکمال په برخه کی تری ګټه پورته کړي.

دا هم ولولئ:   پښتون قام او ښاغلی سائل

په سیاسي ډګر کی دغه سفر د افغان حکومت لپاره یو تر ټولو مهمه تاریخي لاسته راوړنه بللی شو چی له مخی یی نور سیمه ایز ځواکونه او هیوادونه له افغانستان سره د خپلو اړیکو او دیپلوماسۍ لید لوری ټاکل شي. دا سفر سیمی او په ځانګړي ډول پاکستان ته یو جوت پیغام له ځان سر لیږدوي او هغه دا چی که اسلام اباد د افغانستان په اړه په خپلو تروریزم پالونکیوو پالیسوو کی بدلون رانه ولي نو له سختو اقتصادي او پوځي فشارونو لاندی به راشي او په اوږد مهال کی به لا نور هم د افغانانو او نړیوالی ټولنې له کرکی سره مخ شي.

د ولسمشر او ورسره د مل پلاوي دا سفر چی د امریکا کانګریس له مشرانو، دفاع وزیر، او د امریکا له ولسمشر جوبایډن سره لیدنی په کی شاملی وی د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د نوي فصل په توګه یادی شوي چی له مخی به یی امریکا له افغانستان سره د ترهګرۍ په شمول بیلابیلو برخو کی همکاري او هم به د سولې په هڅو کی د تیرو شلو کلونو لاسته رواړنو د ساتنی لپاره د افغانانو د غږ او دریځ ملاتړ کوي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*