احتیاط که ناروغي / عابدالله حیدرزی

لیکنه: عابدالله حیدرزی

پوهېږم پر ځینو ټولنیزو پاڼو اوږدې لیکنې د خلکو نه خوښیږي، خو دا او دې ته ورته په نورو موضوعاتو باید خلک پراخ عامه پوهاوی وکړياو خلک ترې خبر سي. که په افغانستان غوندې هېواد کې له یوې سیمې بلې ته د چکر او تفریح کولو پلان لری، که هغه له کورنۍ یا ملګروسره وي باید ځینې لارښوونې جدي مراعات کړﺉ. مثلاً: یو داسې نا پېژانده سیمې ته سفر کوی چې مخکې کله نه یاست تللي باید د هغهسیمې د اوبو او هوا، یخنۍ او ګرمۍ په اړه مطالعه ولرﺉ یا له تللو کسانو څخه وپوښتئ که هوا یخه وي ګرم لباس که ګرمه وي یخ لباسونهله ځانه سره یوسئ. بل مهم ټکی دا چې هیڅ وخت باید د تیارو یا فسټ فوډ خوړو څخه ګټه پورته نه کړﺉ ځکه چې پر هوټلونو کافيبېروبار وي نو دوی تر ډېره د صحي خوړو پخولو ته خاصه پاملرنه نه کوي نو کوشش باید وشي چې خپل دېګ، کاسه، غوښي او سبزيیوړل سي او پخپله پاخه شي. بل هم په ځینو سیمو کې مختلف ډوله حشرات پیدا کېږي چې د هغوی په چیچلو سره انسان سخت ناروغکیږې، نو یوه یا دوې پشه خانې له ځانه سره وړل نه ځای نیسي نه هم ورسره تکلیف کېږي، خو له مختلفو ناروغیو مو ژغوري. ورته نورکوچني او واړه موارد لکه پر لارو کې له موټرو سر باسل، چغې وهل چې دلته مو پر خوله، پزه، غوږ او سترګو دوړې او خاورې ننوځي چېدا هم لوی ګواښ دی. نور هم سته چون زما مسلک نه دی ډاکټر صاحبان به پرې ښه پوهیږي دوی هم باید په خپل مسلک کې نه یوازيقصابي بلکي خپل مسوولیت ادا کړي. ځکه د ځینو ډاکټرانو سره د روغتون مشر دا له مخکې منلي وي چې د ده درملتون، لابراتور فعالوساتي که خلکو ته یې اړتیا وي یا نه ښه فریمانه ټیسټونه او درمل وپلورل سي او هم په لوړ فیس کې یوه برخه روغتون ته لاړ سي. بله داچې د ځینو شرکتونو د ویزیټور او سیل مینانو له لوري له ډاکټرانو سره تفاهم کېږي چې په دومره درملو اخیستلو کې په شپږ میاشتو یا یوکال کې ګران بیه موټر سایکل، موټر یا یو بهرنۍ سفر درته برابرو نو دا ښاغلی بیا دا خبرې مست کړي هر چاته به درجن درجن درمللیکي که ناروغ وژني که رغیږي دده یې پرې څه. ده سره خو د فیصدی تر څنګ غوړي وعدې هم شوي. خو دا خبرې چا ته کوو؟! اصلاح بهڅوک او څنګه راولي؟! ډاډه یم لیکنه به د نورو لیکنو په څېر همداسې د نورو لیکنو په منځ کې ورکه خو یاد سیستم به د پخوا په څېر ښه پهکش کې روان وي. نو که یاد ټکي مراعات نه شي تاسې به هم خدای مه کړه زما پر برخلیک اخته شﺉ. چې په تېرو دریو شپو کې مېیوازي څلور ساعته خوب نه دی کړی. ما او نور ناروغان په دعاوو کې یاد ساتﺉ ستاسې د سالم صحت په هیله.

دا هم ولولئ:   هغه وخت چې هر څه مو هېر شي / اجمیر خان ترابي

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*