په نویو زیږیدلو ماشومانو د غږیزې ککړتیا اغېز/ محمدالله فرهاد

موضوع چمتو کونکی: محمدالله فرهاد

غږیزه ککړتیا(Noise pollution)

د ژوند چاپیریال تر هغه وخته پورې سالم پاتې کیږي چې  د چاپیریال عناصر سالم وي، هر کله چې د چاپیریال عناصر ککړ شي نو دژوند چاپیریال هم ور سره ککړ او ناسالم شي

غږیزه ککړتیا یو اوږد بحث ده داچې غږیزې ککړتیا څه ته ویل کیږي، او پر نویو زیږیدلوماشومانو یې اغیز څه ده پرهمدې موضوع به ننبحث کوو

صوتي یا غږیزه ککړتیا د هغه ناخوښه آوازونو څخه عبارت دې چې د انسانانو، حیواناتو، برقي ماشینونو صنعتي فابریکو، موټرو اویوشمیر نورو شیانو په واسطه رامنځ ته کیږي چې پایله کې د انسانانو ژوند یا توازن متأثره کوي؛ یا هغه غیر مطلوب غږ چې په چاپیریالکې نفوذ کوي، د غږیزي ککړتیا په نوم یادیږي

غږیزه ککړتیا د انسانانو په خوب، روغتیا، غوږونو، د زړه، رګونو، او په ډیرو نورو برخو یې اغیز لري، خو ترټولو زیات اغیز یې پر نویوزیږیدلو ماشومانو وي، چې زموږ د بحث موضوع هم همدغه ده

په نوو زیږیدلو ماشومانو د غږ ککړتیا اغیزې:

لوړ غږ ددي باعث کیږي چې ماشومان بي وخته، کم وزنه او معیوب تولد شي او حتي ځینې وخت د جنین سقط یو د عواملو څخه بلل کیږي. جنین ددي قدرت لرې چې مختلف لیول اوازونه حس کړي.

هغه ښځه چې حامله وي باید 60-15 ورځې ورسته د حاملګۍ څخه باید د ډیرشور څخه ځان وژغوري، ځکه چې په دې وخت کښې دجنین اصلي عضوې، اعصابو او نورو سیستمونو د جوړیدو او تشکیل حالت کښې وي. همدارنګه لوړ اوازونه ده حامله دارو میرمنواسترس سبب کیږي. دغه سترس د رحم رګونه چې جنین ته غذایي مواد او اکسیجن د ترسره کولو دنده لرظس منقبض او تنګیږي نو ځکهچې نوی ځیږیدل ماشوم په لږ وزن سره دنیا ته راځي ددې ترڅنګ لوړ اواز په میرمنو کې د بغضي هارمونونو د کمښت سبب ګرځي چې دجنین په رشد او انکشاف باندې اغیز اچوي.

دا هم ولولئ:   ککړتیا مو څنګه وژني؟_ عابدالله حيدرزى

د غږیزې ککړتیا په هکله دیني لارښونې:

الله تبارک وتعالی زړه بدونکی، خرابي او د اړتیا څخه زیاتې ویناوې بدي ګڼلې دي، آن تردې پورې چې اوچت اوازونه یې د خره له غږ سرهتشبیه کړې او منع یې تري کړې.

په دې اړه الله تعالی د لقمان/19 فرمایلي دي.

ژباړه: په تللو کښې درمیانه اوسه او خپل غږ ښکته کړه ځکه ناوړه غږ د خره غږ دي.

د غږیزې ککړتیا مخنیوی:

د غږیزې ککړتیا په لیدو سره اړینه بلل کیږي چې د مخنیوي په هکله یې جدې پاملرنه وشي معمولاً په ټوله کې هغه ځایونه چې هستوګنې،روغتون، مدرسو، مکتبونو، پوهنتونونو، ښاري پارکونو او ځینې نوي عامې ادارې چې ګڼه ګوڼه پکې شتون ولري نو پکار دې چې د لوړاوازونو سرچیني یې کنټرول شې او په عمومي ډول ده 55Db غږ څخه تیری ونه کړي.

که چیري د یوې مدرسې، مکتب په ازاده فضا

کې 55Db اواز موجود وي نو د انجینرۍ تخینکونو په اساس کولی شي چې د اواز لیول 45-40Dbته راښکته کړي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*