پر خلکو د ګرانښت لس غوره لارې/سمیع ذهین

لیکوال:سمیع ذهین

۱  د خلکو سره د هغوی د خوښې وړ موضوعاتو باندې بحث وکړئ: مثلاً د هغوی د موفقیتونو، لاسته راوړنو او د هغوی پر ښو عاداتو بحثوکړئ.

۲ د خلکو خبرو ته غوږ ونیسئ: اود هغوی خبرې تایید کړئ تر څو هغوی تاسو د ځان غمخواراو خواخوږی وبولي.

۳ بیله کومه مطلبه مهربان واؤسئ: ځکه مهرباني هغه ژبه ده چې ټول ژوندي موجودات یې تابع دی.

۴ په الفاظو کې ښې کلیمې کار کړئ: په خبرو کولو کې د (تشکر،مننه…) او دې ته ورته الفاظو کارونه یو دا چې مقابل طرف اغیزمنوي بلدا چې ستاسو پر ښه تربیه او انسانیت هم دلالت کوي.

۵ سنګین واوسئ: ارام اوسېدل،بې ځایه خبرې او حرکات نه کول د خلکو په زړونو کې ستاسو لپاره ځای پیداکوي.

۶ د ضرورت پر مهال خلکو ته په ښه ورسئ: د خلکو غمخوار اوسئ او د هغوی سره غم او خوشحالي نیمایي کړئ.

۷ ځان لوړ موقف ته ورسوئ: هڅه وکړئ؛ ستر شئ او ځان هنرمند کړئ، خپله به د قدر وړ سئ.

۸ فعاله واوسئ: ځکه څوک چې په ټولنه کې فعاله او ژوندی وي او د خلکو ستونزو تخ حل او رسیده ګي وکړئ، بیا داسې کس خلکو ته محترموي.

۹ عاجزه او خاکساره واؤسئ: تکبر او لویي درنښت لمنځه وړي

۱۰ راز ساتونکي واوسئ: ځان داسې  جوړ کړئ چې هر څوک په اسانۍاو بېله کوم تشویش خپل رازونه تاسو سره شریک کړي او تاسېخپل رازساتونکی وبولي چې دا چاره تاسې ځانګړي کوي.

دا هم ولولئ:   د نویو ملګرو موندلو ۶ لارې چارې

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*