وروځې او باڼه؛ له ښایست پرته نورې څه ګټې لرې؟ / سپین سهار

سپین سهار

وروځې او باڼه په انسانانو کې د ښکلا مهمه برخه ده. ډېر خلک یې سینګارولو لپاره سینګارتونو ته ځي او ځينې نور یې آن مصنوعي کري، خو آیا کله مو فکر کړی چې له پر دې ښکلا سربېره نورې کومې مهمې طبي ګټې لري؟
په امریکا کې د سترګو د طبي اکاډمۍغړې ډاکټره سټیفني مارینکوس وایي چې د وروځو او بڼو اصلي وظیفه د انسان ښایست نه، بلکې د سترګو ساتنه او خوندیتوب دی.
makeup eyes eyelashes woman

نوموړې زیاتوي: (د وروځو او بڼو اصلي وظیفه دا ده چې د یوې پردې یا دیوال په توګه د سترګو ګاټي له اوبو، ګرد او ځينو نورو مکروبونو خوندي وساتي.)
وروځې او باڼه سترګې له ګرد، خلو، خولو، باران، د وېښتو پښې او ځینو نورو داسې شیانو نه خوندي ساتي چې د سترګو ګاټو ته زیان رسولای شي. دا وېښته کله کله ځينې مواد پخپله جذبوي او دا چې جوړښت یې منحني دی، نو ځینې نور مواد نه پرېږدي چې د انسان سترګو ته را وغورځېږي.
6a5b9bba3ed1c5d3b1879a23edc9623e

پر دې طبي ګټې سربېره یې بله لویه ونډه د انساني اړیکو په رامنځته کولو کې ده. د انسان وروځې او باڼو د خبرو پر وخت حرکات کوي او دغه حرکات مقابل لوري سره مرسته کوي چې د دې انسان په خبرو او احساساتو په ښه ډول پوه شي.
puhhha170200151

ډاکټره مارینکوس وایي، د بڼو وېښته تېره او حساس دي، هر وخت چې ورسره څه ولګي، دا سمدستي رپ وهي او سترګه د هغه بهرني شي پر وړاندې پټوي. دا ډاکټره زیاتوي چې که چېرې د انسان باڼه نه وي، د سترګو رپ وهل به یې ډېر وخت نیسي، ځکه تر سترګې مخکې به داسې څه نه وي چې سترګې ته د یوه بهرني شي راتګ احساس کړي. باڼه سترګه له مخکې خبروي او خبرتیا ورکوي چې څه را روان دي، له دې امله سترګه د خپل دفاعي میکانیزم له مخې ځان خوندي کوي.

دا هم ولولئ:   دفاعي مېکانېزمونه/ دویمه برخه/ ډاکتر سیف الله غریبیار

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*