هره ورځ پنځلس دقیقې قدم ووهئ او له ګټو يې خبر شئ!

ژباړه: نبي الرحمن ارمان

څومره تمرين ترسره کوئ!؟ ورزش د بدن د روغتيا لپاره ډېر اړين دی. هغوی چې په منظم ډول ورزش ترسره کوي د هغوی په نسبت چې ورزش نه ترسره کوي ډېر صحت منده او د سالم صحت خاوندان وي. اکثريت خلک د فزيکي تمرين د ترسره کولو لپاره يو شمېر بهانې لکه د وخت او انرژۍ نه شتون…او نورې کوي. خو هغوی چې په منظم ډول د ورځې له مخې هره ورځ پنځلس دقیقې قدم وهي وجود کې به يو شمېر لوی صحي بدلونونه ترلاسه کړي. د قدم وهلو يو شمېر روغتيايي ګټې درته په لاندې ډول خلاصه کوو.

لومړی: د وجود د ميتابوليزمونو د ګړندي کولو لپاره
په ورځني ډول هره ورځ لس يا پنځلس دقیقې قدم اخيستل د وجود ميتابوليزم ظرفيت لوړوي. آسانه ده له کار ځای څخه د بس تم ځای پورې پياده تګ او يا هم نږدې پارک ته قدم اخيستل د وجود لپاره ډېرې روغتيايي ګټې لري. د سهار له لوري د لمانځه څخه وروسته پياده تګ کولی شي چې ستاسو ټوله ورځ ښايسته کړي.

دوهم: قدم اخيستل مو انرژي زياتوي
هره ورځ پنځلس دقیقې پياده تګ ستاسو وجود د زياتې انرژۍ د اخيستو وړ ګرځوي. ممکن تاسو به ددې خبرې په لوستلو حيران شوي ياست. خو هره ورځ پنځلس دقیقې قدم اخيستل په وجود کې د اکسيجن جريان زياتوي. د زړه په واسطه د وينې پمپول په ښه شکل صورت نيسي. په وجود کې يو شمېر هورمونونه افرازېږي لکه Epinephrine, norepinephrine,او cortisol همدا ټول هورمونونه په وجود کې د انرژۍ سويه لوړوي.

درېيم: قدم اخيستل مو دماغي وظايف او روغتيا لوړوي
هره ورځ قدم اخيستل مو دماغ پياوړي کوي،دماغو ته مو د اکسيجن جريان پياوړی کوي. هره ورځ پنځلس دقیقې پياده تګ مو دماغ ابتکاري او نوښتيز کوي. خپلو اهدافو ته مو رسوي.

دا هم ولولئ:   د شکر دوان او پریتوي شاو په زړه پورې توپوهنې ډهلي لوبډله لومړۍ سیالۍ کې بریا ته ورسوله

څلورم: پياده تګ مو د منظم خوب له خوند څخه برخمن کوي
خوب هم د وجود لپاره لکه ورزش اړين دی. هره ورځ اته ساعته منظم خوب د وجود لپاره اړين دی. هره ورځ پنځلس دقیقې قدم اخيستل مو د ښه خوب په خوند پوهه کوي. د ښه خوب احساس درکوي. آسانه او د ژر ويده کيدو احساس درکوي. د وجود روحي فشار او ستړيا مو له منځه وړي.

پنځم: قدم اخيستل مو معافيتي سيستم پياوړی کوي
هره ورځ قدم اخيستل د موسمي ناروغيو د اموخته کيدو مخنيوی کوي او معافيتي سيستم پياوړی کوي. د بدن حساسيت له منځه وړي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*