ننګرهار: د غازي امان االله خان کرکټ لوبغالي د بیارغونې چارې بشپړې شوې

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي د خوست د ملي کرېکټ لوبغالي وروسته یې په ننګرهار کې د غازي امان الله خان د کرېکټ لوبغالي رغنیزېچارې بشپړې کړې دي.

خبر زیاتوي په دغو کارونو کې د لوبغالي د پویلین ودانۍ بیارغول،رنګول، د لوبغالي د چمن برابرول(لېولینګ)، د سایډ سکرینونو او سکوربورډ بیارغول او د پچ یا ویشتنځای لپاره د پوښ(کور) راوړل شامل دي؛ په یادو کارونو سره د دغه لوبغالي شته ستونزې حل او د لوبوترسره کولو لپاره چمتو شو.

دا هم ولولئ:   جنګېرک شاهین آفریدی؛ دا ځل یې سرفراز احمد سره جنګ کړی دی

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*