مهربان اوسه!

لیکواله:مریم ستانکزۍ

مهربان اوسه او له خلکو سره ښه وکړه د خلکو تېروتنې داسې پټ کړه لکه شپه کله چې غوصه شوې داسې ارام اوسه لکه مرګ
په دنيا کې ډېرې لارې سته چې لا تر اوسه څوک پرې نه دي تللي ته کوښښ وکړه, خپله لاره پيدا کړه او خپل دريځ مالوم کړه.
هر څومره ستونزې چې درباندې راغلې ارام اوسه او په دې فکر وکړه چې خدای لرې.
جنت ځای نه ده بلکې وخت ده هغه وخت چې فکر مو مثبت او زړه مو ښېګڼې ته لېوالتيا ولري
که يو څوک هر څومره پيسې هم ولري نشي کولی خپل تېر ژوند او تېر شوی وخت واخلي نو د ژوند هره شېبه ځانته جنتي کړئ.
د تېر وخت تېروتنې مو هېر کړئ او اوس وخت کې ژوند وکړئ.
د تاسې راتلونکی د تاسې د فکر محصول ده, هر کله مو څې فکر ښه خبرو او ښه شيانو ته وه تاسې هماغه وخت جنتي يئ
هېڅکله د خلکو د خبرو په فکر کې مه اوسئ اصلا د هغوی خبرو ته اهميت مه ورکوئ تل همدا فکر کوئ چې قاضي خدای پاک دی: ايا زه د خدای پاک په وړاندې ګناګار يم که نه; د ژوند معيار مو همدا د خدای قضاوت وګرځوئ تر څو غلطې لارې باندې لاړ نه سئ,
کوښښ وکړئ دننه زړه کې ښه اووسئ, په خپله خوښه ژوند وکړئ نه د خلکو په خوښه نه دا چې يوازې له ظاهره ښه اووسئ.
هېڅکله د سبا په اړه اندېښنه مه کوه نن په خوشالۍ تېره کړه سبا خدای مهربان دی
د موږ ډيړې ستونزې د نورو څخه د تمې په خاطر وي هيله ولره خو د نورو د مرستې په تمه مه اوسه پرته له خدای او خپله ځان څخه له هيچا تمه مه لره
څه چې يې هماغه رقم واوسه هر کله چې تېروتنه دې وکړه خپله خپل ځان قضاوت کړئ په ځان کې اصلاحات راولئ تر څو نور ته موقع برابر نه شي چې په تاسې خبرې وکړي
په ژوند کې په هغه چا باور وکړه چې د باور وړ وي نه هغه چا باندې چې په وړاندې يې احساس لرئ.
د چا په خوښه ژوند مه کوه ځکه چې هر څوک غواړي چې په رقم او خوښه يې ژوند وکړې خو که ته د هر چا په طريقه ژوند وکړې خپل کرکټر او شخصيت به دې هېر شي
په دې پوه شه يوازينی کس چې ستا خندا غواړي هغه عکس اخيستونکی دی چې هغه هم خپلې پيسې اخلي.
په هغه چا پورې چې زړه نه لري زړه مه تړه, د هر چا په لاسرسی کې مه اوسه
کله چې خفه شوې په تمه مه اوسه چې يو څوک راسي او تا خوشاله کړي خپله جګ سه او يو څوک خوشاله کړه خوښي به په خپله ستا زړه ته راشي
هر ورځ ځانګری ژوند وکړئ
ځينې خلک ډېر ارام او خوشاله وي دليل يې دا نه ده څې هغوی هر څه لري بلکې هغوی قناعت لرې په خپلو هغو شيانو چې لري يې.

دا هم ولولئ:   یوټیوبران د کال ۱۰ میلیارده ډالر عاید ترلاسه کوي

1 Comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*