د کښتۍ رنګمال او شتمن سړی / له درس او عبرت ډکه کیسه

د شتمن سړي کښتۍ زړه شوې وه، رنګمال یې را وغوښت چې کښتۍ ورته رنګ کړي.

شتمن له خپلې کورنۍ سره بوخت و، رنګمال چې کښتۍ رنګ کوله پام یې شو چې کښتۍ سورۍ ده. وسایل یې پيدا کړل او د کښتۍ سوری یې بند کړ.

ماښام له ټولې ورځې ستړې مزدورۍ رنګمال خپل کور ته لاړ، په سبا ورځ ورته هېڅ کار پیدا نه شو، بېرته چې مازیګر ستړی او نهیلی کور ته راستون شو، ګوري چې مېرمن یې خوشاله ده. ده ترې د خوشحالۍ علت وپوښت، ښځې یې یو سپین پاکټ ورکړ، پاکټ یې چې خلاص کړ، پيسې په کې وې، رنګمال حیران شو چې دا له کومه شوې؟

ښځې یې ورته یو لیک هم ورکړ، لیک یې چې پرانیست د هماغه پروني شتمن و چې ده یې کښتۍ رنګ کړې وه. ورته یې لیکلي وو: (تاته ما پرون یوازې د رنګ پيسې درکړې وې، خو تا د کښتۍ سوری هم ډک کړی و. زه او بچي مې چکر ته لاړو، هلته رایاد شوو چې کښتۍ خو سورۍ وه، کله مې چې ولیده، جوړه شوې وه. بېرته چې روغ او خوشاله کور ته راغلو، ستا نیکي را یاده شوه. زه ستا د نیکۍ بیه نه شم پوره کولای، خو دا پيسې درلېږم، ځان ته یې په ډېر څه قبولې کړه.)

رنګمال چې لیک ولوست، سترګې یې له اوښکو ډکې شوې، ماښام چې لمر پرېوته، ده اسمان ته وکتل، د خدای شکر یې وویست او مېرمن ته یې وویل:

(چا رښتیا ویلي چې د نېکۍ بدله نه ورکېږي، ما نیکي وکړله او خدای یې بدل راکړ.)

دا هم ولولئ:   په تار د رواجو /لنډه کیسه / واجد منګل

درس:

کله چې کار کوئ، یوازې خپلې مزدورۍ ته په کې مه ګورئ، د خلکو د ژوند ارزښت ته هم ګورئ، د ډېرو خلکو ژوند به وژغورئ او خدای به یې بدل هم درکړي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*