د ملګرتیا مهم راز/ عبدالرقیب سایل

لیکنه: عبدالرقیب سایل

ژوند د مینې او درنښت په غږېږه کې د احساساتو او نازونو هغه الفاظ دي چې سړیبیداروي، ښکلا پسې یې پام اړوي او له دې نړۍ یېالوتلو ته مجبوري خو د زړه تسکینلپاره نظر کول او الوت بیا کله ډېر هېښونکی شي، دوزخ ته دې ورکاږي او ان لاشعور تهدې یوه سختهخاطره پرېږدي.

فکر به کوئ چې خبره د ژوند ده خو د مینې او درنښت خبره په کې له کومه راغله، داحساساتو او نازونو الفاط څنګه وي او تر ټولو مهمهپوښتنه دا ده چې له دې نړۍ الوتولې دی؟

د هېښندوالي او لاشعور ته د سختو خاطرو پرېښودو موضوعات هم ژور لید غواړي.

د د دغو مسایلو په درشل کې وفا مو له غرونو اړوي او یو څوک زړه ته هم درننباسي.

که خدای مه کړه، ستاسو د طبیعت او توقع خلاف په ژوند کې چا مات کړی، درد یې درکړاو  یا یې په لمبو وسوځولی نو ملامتیا په تا نه ده،ته له خدایه شکر کاږه چې پر دردونوسربیره بیا هم ورغاړې وځې او په غیږه کې یې څو ارامې شېبې خپل سکون بولې،مطمئن اوسه چېستا سپېڅلی درنښت بې ځایه نه دی، یوه ورځ به هرومره خدای هرڅه سم او تاته به یې در په برخه هم کړي.

مه هېروئ چې د زندګي د ټولو لوړو او ژورو مسوولیت خپله لرو خو په ژوند کې له ځینوځانګړو کسانو سره مخامخېدل یو تصادف دی ځکهمختلف خویونه، خبرې او کرکټرسړی متمایلوي، له همدې امله دغه کسان ورو، ورو د ژوند په ټولو ټيټو او پاسو کېدرسره ملګري کېږي،اوږده ساه درسره یو ځای اخلي او ستونزې هم در تقسیموي، ممکندغه ملګري مو د هرې کچې چې تاسو یې فکر کوئ هغسې وي.

دا هم ولولئ:   د بریالیوو انسانانو ۱۰ ځانګړنې

دا حقیقت هم باید ومنو چې له تېروتنو وروسته وروورو «ملا» کېږو او باور مو تراېمانه رسیږي خو په دې دوران کې د ډولډول کسانواو طبیعتونو تجربه هم بې څه نهده ځکه یو نوی مسیر راښيي او وضیعت هم بیا ښه جج کولی شو.

هغوی چې ستاسو د فکر برخه ګرځېدلي او ستاسو په ذهن کې یې د تل لپاره د اوسېدوفرصتونه برابر کړي، په کراتو درته وایي چېهېڅکله مو یوازې نه پرېږدي، خوښيدربښي او حتی ستونزو ته مو سپر ګرځي.

په دغو خبرو باور ولرئ خو دومره نه چې ړانده شئ، تور سپین ومنئ او یا د درنښت اوسوءاستفادې توپیر ونه شئ کولی.

پام چې تل هوښیار او منطقي اوسېدل مهم دي؛ کېدای شي، دا خبره تاسو ډېره ونه منئځکه ټول فکر کوو چې له خپلې مینې سرههوښیارانه چلند او منطق سخت وي او سړیناراحته کوي، یعنې وایئ به چې باور پرې هم لرو نو منطق بیا د څه لپاره!؟

زه ځکه په دې مسئله ټینګار کوم چې ممکن ځینې کسان ستاسو ژوند ته د مجبوریتلپاره راغلي وي، مجبوریت یې چې حل شي نو بیا تاسوپه بلا وهي، څه مو کوي؟

ګوره! هغوی پلان لري چې د مینې او درنښت په دام مو دوزخ ته بوځي نو ځکه منطق اوهوښیارانه عمل غوره ده.

ژوند کې له دې ټولو خبرو سرهسره نه یوازې د وفا پېژندنه اړینه ده بلکې عملاً پرېباور هم مهم دی.

وفا، د مینې او نفرت په کېسو کې څه چې په کورني ژوند او کاري ماحول کې یې هم دیوه بنسټیز مضمون په توګه ولولئ او په اطمنان پرېګامونه واخلئ، ګټې یې ډېرې ديخو مهمه دا ده چې خپل خدای ته به پاک یاست او همدا کافي ده.

دا هم ولولئ:   ځان ته انګېزه ورکړئ!

وفا یعنې چېرته چې ته نه یې، ملګری دې باید ښه استازولي وکړای شي، ستا نظرونهښه په جراات بیان کړي او د ځان په څېر ملاتړ در نهولري، خلکو ته باید وښیي چې پهژمنتیا دې ولاړ دی او ستا پر ضد یوه خبره هم زغملی نه شي حتی که ډېر نږدې کسانیې هم وي نو پروړاندې یې دریږي او نور خلک باید درک کړي، که فرضاً دوی ستاسو دکمي او کاستي په اړه څه وایي نو له ملګري دې باید وشرمیږي اوخپله خبره له کولومخکې په زړه کې ووژني.

پام ته به مو راغلي وي چې سمه ده، تاسو به تل باوفا اوسئ خو چې نور مو نه پرېږدياو په همدې پلمه مو زوروي، څنګه به کوئ؟

زه دا منم چې د یوه «ملګري» بایلل سخت وي ځکه د سړي بلها خاطرې او خبرې ورسرهخوندي وي، د هغه یادونه او احساسات سړیژړوي او ارام ته یې هم نه پرېږدي له همدېامله ممکن «سټریس» ور پیدا شي او دا یادښت هم د همدې لپاره لیکم چې که څوک یېلولي نولومړی باید له خپل ضمیر سره کیني، د خپلې وفا په اړه ښه جنجالي بحثورسره وکړي او اخر کې ومني چې که احیاناً په هر حالت کې یېبې وفایي کوله نو لاملیې باید واضح معلوم کړي او وار له واره دې ملګري سره شریک کړي، که یې قناعت وشونو جنجال ختم ښه ده، کنه پهپټه خوله د ذهن له یوهیوه ټولګي په جبر د هغه کساېستل مجبورا ضروري وګڼل شي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*