د ماشوم خپل نوکان ولې خوري او حل لارې یې څه دي؟/ عبدالجلیل امرخیل

لیکنه: عبدالجلیل امرخیل

1 – لۀ دې ماشومانو سره د مرستې لپاره کولای شو د ماشوم لۀ زیانمن نوک څخه انځور واخلو او لۀ جوړو نوکانو سره یې پرتله کړو،همدارنګه لۀ ماشوم څخه د نوکانو اخیستو پر مهال ویډیو واخلئ دا کار پرته د هغۀ د پاملرنې لۀ را اړولو وکړئ، وروسته همدا ویډیو ورتهوښایاست، ښایي د ویډیو پۀ لیدو سره پۀ هوش راشي او دا عادت پرېږدي.

2 – د ماشوم مخې ته د آیینې ایښودل، هغه خپل دې عادت ته متوجه کوي. ماشوم وهڅوئ چې مجلو کې د لاسونو ښایسته انځورونهوپلټي یا یې د آیینئ پر مخ وټومبئ، تر څو پۀ ترتیب سره یاد لاسونه لۀ خپلو لاسو سره پرتله کړي.

3 – یو بل مهم ګام چې پۀ دې برخه کې مرسته کوي دادی چې هغه وخت او ځای وپېژنو چې دا کړنې پکې ډېریږي.

د بېلګې پۀ ډول، ښایي ماشوم پۀ ځانګړو ځایونو کې نوکان وژوي. دا وضعیت چې پۀ هغۀ کې سټرس منځته راوي، وپېژنئ او پر وړاندېیئ داسې څۀ وکړئ چې ماشوم لۀ دې سټرس راوړونکو موقعیتونو څخه لرې شي. کۀ ماشوم د تلویزیون لیدلو پر مهال نوکان ژوي، داسېیو څۀ ورکړئ چې لاسونه یې بوخت کړي.

هغو ځایونو ته هم ځير اوسئ چې د ماشوم یاد عادت پکې ډېریږي ترڅو ددې ګډوډۍ لامل پیدا کړئ، کله چې دا عادت کم شو نو د جایزېپۀ پام کې نیولو سره یې یاد مثبت عادتونه تقویه کړئ، د بېلګې پۀ ډول د هر ځل نوکانو نۀ ژولو پر وړاندې د هغۀ پۀ ورځني جدول کې یوستوری ور زیات کړئ، او د هرو ۱۰ ستورو پۀ پوره کېدو سره هغۀ ته جایزه ورکړئ.

دا هم ولولئ:   يو انسان ژر مه قضاوت کوئ/ جلا سلطان

کۀ مو ماشومه نجلۍ وي دستکش جایزه ورکړئ ترڅو لۀ دې دستکشو پۀ ګټه اخیستنې سره نوکان ژول هېر کړي او کۀ مو ماشوم هلک ويهغۀ ته ناخن ګیر یا ذره بین جایزه ورکړئ تر څو لۀ ذره بین څخه پۀ ګټه اخیستنې سره، د نوکانو زیانمنې برخې وګوري او پر وخت نوکانواخلي.

کۀ د ماشوم غاښونو ته زیان رسېدلی وي ډاکټر ته یې بوځئ. کۀ دا عادت لۀ شدید اضطراب سره مل وي نو د اروایي روغتیا لۀ متخصصیا ارواپوه سره مشوره وکړئ. ډېرځله د موروپلار یا شاوخوا کسانو چلند هم اضطراب ته لار هواروي.

1 Comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*