د تفکر اغېز د انسان په ژوند !

ليکوال: نصيب الله خان

تفکر د انسان په ژوند کې ډېر مهم رول لري انتزاعي تفکر په انسان کې د تفکر لوړه کچه ده چې تقريبآ له 12 کلنۍ څخه شروع کېږي انتزاع کول يعنې بېرون وېستل او انتزاعي تفکر يعنې له کلي موقعيتونو څخه د مفاهيمو د درک او پوهې وړتيا ته ويل کېږي ددې ډول تفكر اړخونه ډېر پراخ دي هغه کسان چې انتزاعي تفكر لري ډېر ژر تاسو پوهوي اړينه نه ده چې تل لپاره يې ورته تکرار کړئ بل اړخ يې د مسألې حل دى هغه تفکر چې په هغې کې انسان کولی شي مسايل پخپله حل کړي هغه کسان چې دا ډول تفکر نه لري د تل لپاره پخپل شاوخوا څرخېږي ګيج او ګنګس وي تل پوښتنې کوي، څه دې وويلې ؟ يعنې څه ؟ منظور دې څه وو ؟ مطلب دې څه وه ؟ او دېته ورته نورې پوښتنې کوي هغه څوک چې دا ډول تفکر لري د خپل ژوند د ملګري په توګه يې مه ټاكي ځينې وخت افراد د خپلې مهربانۍ له مخې له هغه شخص سره ازدواج يا واده کوي جې د هوښيارتيا او ذکاوت له پلوه په ډېره ټيټه کچه کې قرار لري نوموړى فرد په دې برخه کې ټينګار کوي مګر له له بله پلوه ډېره ستره تېروتنه کوي له کم هوښه افرادو سره ژوند تېرول ډېر ستونزمن دي هغه څوک چې ډېر ښه تفكر او غوره ذکاوت لري د مديريت کيفيت يې هم غوره دى د مديريت يو اصلي رکن هم غوره فکر ده.


دا هم ولولئ:   ډار_ ویره

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*